روزنامه هیواد

د لازمو امکاناتو نشتوالی معتادین له روغتیایی خدمتونو محروم کړی

د روغتیایی امکاناتو نشتوالی ډېر معتادین له روغتیایی خدمتونو محروم کړی.که څه هم له نورستان او ارزګان ولایتونو پرته د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې د معتادینو د درملنې لپاره ۸۶ روغتیایی مرکزونه شته، خو هغه معتادین چې دې مرکزونو ته ورغلی وایی، چې د ټولو مراجعینود بستری کولو ظرفیت نه لری.

د نصیر په نامه معتاد څه موده مخکې په ننګرهار کې په خپله خوښه د معتادینو یوه روغتیایی مرکز ته ورغلی و، خو ډاکټرانو په روغتون کې د خالی بستر د نه لرلو له امله ځواب کړى و: (( ډاکټرانو راته وویل، چې موږ تېره اوونۍ هم درته ویلی وو، چې په روغتون کې خالی بستر نشته، ته ولې بیا راغلې؟ تر هغه وروسته مې زړه مات شو او له ځانه سره مې وویل، چې ما ته همدا مردار لښتی ښه دی.)) نصیر په‌داسې حال کې د روغتیایی خدمتونو له نشتوالی څخه شکایت کوی ،چې په ننګرهار کې د معتادینو د درملنې مرکز فعال دى، خو د ټولو مراجعینو لپاره کفایت نه‌کوی، له همدې امله نصیر د درملنې لپاره په کابل کې د ابن سینا زر بستریز روغتون ته راغلی دی.د ننګرهار بل اوسېدونکی ممتاز بیا وایی، چې خپل معتاد خوریى یې، ځکه د درملنې لپاره کابل ته راوستلى چې د خپل ولایت په روغتون کې یې ځای نه‌و: (( په ننګرهار کې روغتون شته، د بستری کېدو لپاره دوه درې ځله ورغلم، راته و یې ویل، چې ناروغ باید په خپله خوښه درملنې ته غاړه کېږدی، له دې پرته یې نه بستری کوو، بالاخره ناروغ راضی شو چې درملنه یې وشی، خو کله چې بیا ورغلم ویل یې ځای نشته. د روغتیایی مرکز کسانو سم کار نه کاوه.)) په کابل او ولایتونو کې روغتیایی مرکزونو ته راغلی معتادین په روغتونونو کې د بسترونو نشتوالى اساسی ستونزه بولی او وایی، چې دا ستونزه د ښارونو په پرتله په کلیو او ولسوالیو کې ډېره ده.نورستان او ارزګان هغه ولایتونه دی ، چې د معتادینو د درملنې مرکز په کې نه شته، له همدې امله د دې دوو ولایتونو خلک خپل معتادین د درملنې لپاره ګاونډیو ولایتونو ته بیایی.د ارزګان اوسېدونکى سیدرحیم وایی، چې په خپل ولایت کې یې د معتادینو د درملنې روغتیایی مرکز نه شته، له همدې امله یې خپل معتاد ورور د نېشې پرېښودلو په نیت څو ځله بندی کړی دی: (( دوه کاله کېږی چې ورور مې په نېشو اخته دی، ما ډېره هڅه وکړه، چې دی نېشه پرېږدی، آن دا چې شپږ ځله مې بندی کړ، کله چې به را خلاص شو بېرته به یې نېشو ته مخه کړه. په ارزګان کې د معتادینو د درملنې روغتون نشته، اوس مجبور یو، چې کندهار ته یې بوزو، خو د کندهار لاره ناامنه ده او زه دومره مالی توان نه‌لرم چې د درملنې لپاره یې تر کندهاره پورې ورسوم.)) د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر اساس ۲۴ لکه افغانان په مستقیم او غیر مستقیم ډول د اعتیاد قربانیان دی، خو د دوی د درملنې لپاره یوازې ۸۶ دولتی او غیر دولتی مرکزونه فعالیت کوی، خو دا مرکزونه یوازې د ۴۰۳۵ معتادینو د درملنې ظرفیت او امکانات لری.د عامې روغتیا وزارت وایی: که معتادین په خپله خوښه دې روغتیایی مرکزونو ته مراجعه وکړی، دا مرکزونه کفایت ورته کوی.له نېشه‌یی توکو سره د مبارزې وزارت پخوانی معیین ډاکټر ظفر د معتادینو لپاره د درملنې ظرفیت کافی نه بولی او وایی: سره له دې چې د عامې روغتیا وزارت میلیونونه ډالر په واک کې درلودل، خو بیا یې هم څومره چې لازمه وه هغومره روغتیایی مرکزونه نه‌دی جوړ کړی:(( له بده‌مرغه په وروستیو کلونو کې په‌دې برخه کې میلیونونه ډالر لګېدلی دی، خو ګټوره نتیجه یې نه‌ده ورکړې، ځکه چې دلته د نېشه‌یی توکو مافیایی ډلې فعالیت کوی. که موږ په افغانستان کې د نېشه‌یی توکو کښت او تولید بند کړو او یا په ښارونو کې د هغو وړو قاچاق کوونکو شمېر را کم کړو چې معتادینو ته نېشه‌یی مواد رسوی، د اعتیاد کچه خپله را ټېټېږی.))دا د معتادینو د درملنې مرکزونه ولې د معتادینو لپاره کفایت نه‌کوی؟د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز یې علت د بودجې کموالى بولی:(( که څه هم د معتادینو د شمېر په پرتله د دوی لپاره جوړ شوی روغتیایی مرکزونه کافی نه‌دی، خو اصلی موضوع دا ده، چې معتادین باید په خپله خوښه روغتیایی مرکزونو ته مراجعه وکړی ، چې درملنه یې وشی. که معتاد په خپله خوښه روغتیایی مرکز ته ولاړ شی، نو د دغه شمېر معتادینو لپاره اوسنی روغتیایی مرکزونه کفایت کوی.))ښاغلى ظفر وړاندیز کوی، که د معتادینو د درملنې امکانات محدود وی، نو روغتیایی چارواکی باید هغو معتادینو ته لومړیتوب ورکړی، چې روغتیایی حالت یې د اندېښنې وړ دى او د عامې روغتیا وزرت باید هڅه وکړی چې په لرې پرتو سیمو کې هم د معتادینو د درملنې لپاره روغتیایی پروګرامونه جوړ کړی. 

 فرید حلیمی

ممکن است شما دوست داشته باشید