روزنامه هیواد

د لاجوردو پر لاره تللی افغان موټر بېرته را رسېږی

د لاجوردو پر لاره تللی افغان موټر له باکىفىته وارداتی توکو سره تر درېىو ورځو بېرته افغانستان ته را رسېږی.هغه لارۍ چې د لومړی ځل لپاره یې د لاجوردو په تارىخی لاره افغانی توکی تر ترکیې او اروپایی بازارونو ورسول، په وارداتی مالونو بار بېرته افغانستان ته را روانې شوې دی.د افغانستان د ټرانسپورټ وزارت وایی: دغه لارۍ چې په باکىفىته توکو بار دی، په اذرباىجان کې دی چې ممکن تر راتلونکو دوو، ورځو افغانستان ته را ورسېږی.د ىاد وزارت مرستىال امام محمد ورىماچ د شنبې په ورځ آزادۍ راډیو ته ووىل: دا کار د لاجوردو له لارې د دوه اړخىزې استفادې ډاډ ورکوی.دى واىی:(( موټرو حرکت راکړى دا کاروان بېرته هېواد ته را رسېږی، دغه اجناس چې را واردېږی، مستقىماً له ترکیې او اروپایی بازارونو اخىستل شوی دی، چې د لرې لارو په پرتله ژر را رسېږی او ارزانه به وی.))ښاغلى ورىماچ وایی: دوى دې نتىجې ته رسېدلی چې د لاجوردو پر لاره د ترکی او اروپایی مالونو واردول د پاکستان د لارې په پرتله چټک او ارزانه پرېوځی.د لاجوردو لاره افغانستان د ترکمنستان، اذرباىجان او ګرجستان له لارې له ترکىې سره وصلوی. افغان حکومت د تېرې لىندۍ مىاشتې په ۲۲مه د لاجوردو تارىخی لاره پرانیسته او په نهو لارىو موټرو کې یې له همدې لارې خپل توکی ترکیې او اروپا ته واستول.له دې سره د افغانستان د سوداګرۍ او صناىعو خونه وایی: د لاجوردو له لارې دوه اړخىزه استفاده به د ترکیې او افغانستان تر منځ سوداګری ارزانه او پراخه کړی. د ىادې خونې مرستىال خانجان الکوزی وىلی: (( دا نوى کار و چې ډېر وخت ىعنې تقرىباً څه کم دوې مىاشتې وخت یې ونىو، خو دا به په راتلونکی کې ښه شی ان شالله، موږ له ترکیې سره شااوخوا نهه سوه میلىونه ډالره سوداګری لرو او دا مالونه تر اوسه د اىران له لارې تلل، په داسې حال کې چې ځینې بندىزونه هم وو، اوس دا لاره له هغې نږدې او اسانه ده چې موږ هىله مند ىوو چې ورسره به سوداګری لا ښه شی.))د ښاغلی الکوزی په خبره، افغانستان ته له ترکیې تر ډېره کېمىاوی مواد، خوراکی توکی، لباس، فرنىچر، برقی سامان الات، فرشی قالىنې او ځینې نور توکی راوړل کېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید