روزنامه هیواد

د لاجوردو د تاریخی لارې اقتصادی گټې

دهېواد روانو حالاتوته په کتوسره له  شک پرته  چې دامنیتی ننگونود شتون ترڅنگ افغان پتمن ولس پراقتصادی،روغتیایی ،پوهنیزو،ټولنیزواوداسې نوروبرخوسربیره له گڼ شمېرستونزو،نیمگړتیاوو اوکړاوونوسره هم لاس اوگریوان دى چې دافغانستان داسلامی جمهوریت مشرتابه هم دیادوستونزودحل په موخه په مناسبووختونوکې تریوحده هلې ځلې اوکوښښونه کړی دی اولاهم داکوښښونه عملاً جریان لری اوپه دی برخه  کې یې لازم  پروگرامونه ترکارلاندې نیولی دی ترڅوهم په هېوادکې  سوله اوثبات منځته راشی اوهم دهېواد اقتصادی بنسټونه ورځ تربلې او په تدریج سره یعنې په لنډمهال، منځ مهال اواوږدمهال کې وده وکړی اوافغان ولس له گڼ شمېرستونزو څخه وژغورل شی. په دې موخه دافغان دولت مشرتابه واقعاً دگاونډیوهېوادونوپه شمول دنړ ۍ مختلفو هېوادونو ته رسمی سفرونه کړیدی ترڅوله یوه پلوه دتروریزم اوترهگرۍ پروړاندی مبارزه رښتینی شی اوله بله پلوه دسیمې اونړ ۍ له  هېوادونوسره هراړخیزې اړیکې اوهمکارۍ لاپسې ټینگې اوپیاوړې شی اوپه مختلفوبرخوکې له اړوندو هېوادونو سره د راردادونواوتړونونوپه لاسلیک سره جگړه ځپلی افغانستان ته داقتصادی بنسټونو دپیاوړتیااوورځ تربلی په بېلابېلوبرخوکې هېوادته دودې اوپرمختگ زمینه مساعده شی  البته ددغو اقتصادی پروگرامونو په لړکې د ټاپی د گازو د نل لیکې او دافغانستان  له لارې له قرغزستان او تاجکستان څخه پاکستان ته د بریښنا د لېږد یا په بله وینا د (کاسا زر) پروژې ترڅنگ یوه هم د لاجوردو د لارې پروژه ده چې دروان لمریز کال د لیندۍ میاشتې په دوه ویشتمه نیټه دافغانستان د اسلامی جمهوریت د جمهور رییس محمد اشرف غنی له خوا په رسمی ډول پرانیستل شوه چې ددغې لاری پرپرانیستو د افغانستان تاریخی اهمیت را ژوندى شو، البته د لاجوردو تاریخی لارې دپرانیستو په دغو مراسمو کې افغان ولسمشر محمد اشرف غنی، گڼو چارواکو او د ترکېې، ترکمنستان، اذربایجان او یو شمیر نورو هېوادونو استازو هم برخه اخیستې وه ، افغانستان د لومړی ځل لپاره ۱۸۰ ټنه کورنی محصولات او تولیدات چې په نهو افغانی موټرو کې بار وو، پردغې لاره چېن او ترکېی ته واستول. په دغوتولیداتو او محصولاتو کې ممیز، کنځلې، پنبه او د هندواڼو تخم شامل و،دغه لارۍ به له هغه لوری هم له وارداتی مالونو ډکې راستنیږی، چې په هر کانټینر مال کې به درې نیم زره ډالره تخفیف رامنځ ته شی، د لارجوردو لاره چې په تېرو وختونو کې به پرې د بدخشان لاجورد سیمې او اروپا ته وړل کېدل، د افغانستان لپاره ستر تاریخی او ټرانزیټی ارزښت لری، دا لاره د افغانستان له هرات څخه د ترکمنستان ترکمن باشی بندر یا کسپین بحیرې ته رسیږی، له کسپینه بیا اذربایجان اود جورجیا هېوادونو ته غځیدلې، چې بیا د ترکېی له لارې له آزادو اوبو او اروپا سره نښلی، افغانستان اوس په دې لاره تر اروپا پورې خپل مالونه رسوی او د نړۍ په سترومارکېټونو کې به سوداگری کوی، دغه راز به افغان محصولات په خپل نامه د نړۍ په بازارونو کې وړاندی کړی، په هېواد کې د ډله ییزو خپرندویوسرچینو په حواله ویل شوی دی چې دلاجوردو لارې په پرانیست غونډه کې ولسمشرمحمداشرف غنی د خپلو څرګندونو په لړکې داسې ویلی دی. افغانستان اوس د گاونډیو هېوادونو د لارو د تړلو  له گواښونو خلاص شوى دى، ددغې لارې په پرانیستو سره به افغانستان نه یواځې د مرکزی اسیا، بلکې د قفقاز او اروپا په دروازې بدل شی ، موږ نه یواځی د هند د نیمی وچې دروازه یو، بلکې اوس انشاءالله یو وار بیا د منځنۍ اسیا قفقاز او اروپا دروازه هم یو ۱۷ کاله وړاندې افغانستان د انزوا په حال کې و او څلور کاله وړاندې به گواښل کېده، چې که دا یا هغه سرحد درباندې وتړو، نو د خوراک ډوډۍ به ونه لرئ،  خو نن افغانستان نښلول شوی دى! د افغانستان هدف وصل دى افغانان د وصل خلک دی، نه د بېلوالی، اوس افغانستان نه یواځې له نورو هېوادونو سره هوایی دهلیزونه لری، بلکې د مځکې له لارې هم له ډېرو هېوادونو سره ونښلېد، یعنې اوس افغانستان په مځکه کې را ایسار هېواد نه دی، چې پری له هری خوا دښمنان لارې بندې او وتړی، بلکې اوس افغانستان د سیمې او نړۍ د ټرانزیټ او سوداگرۍ پر ستر مرکز او څلور لارې بدل شوى دى، دښمن گاونډی هېوادونه هم کولى شی، چې له دې لارې گټه پورته  کړی او د سیمې او نړ ۍ په سوداگرۍ کې ونډه واخلی اود  ناوړې پالیسۍ او تپل شوې جگړې د دوام پر ځاى د سیمې او نړ ۍ په ستر اقتصادی مارکېټ کې سیالی وکړی. افغانستان د تاریخ په اوږدو  کې جدایی نه ده غوښتې، بلکې هر وخت یې هڅه کړی چې
د نړ ۍ د وصل نقطه شی او اړیکې ورغوی. د لاجوردو په څېر لسگونه نورې لارې هم شته چې په ترڅ کې به یې دا وطن پر پښو ودرېږی.» په هر حال د لاجوردو لارې پرانیستو یو ځل بیا د افغانستان ټرانزیټی اهمیت را ژوندى کړ، دا د تاریخ  بیا تکرار دى، د لاجوردو پر لاره سوداگری ارزانه او اسانه ده، افغان محصولاتو ته به د نړ ۍ په ډیرو مارکېټونو کې بازارونه پرانیستل شی. اوس افغانان خپلو بدنیتو گاونډیو ته احتیاج نه دی، دا گاونډیان هیڅ اقتصادی او ټرانزیټی فشارونه پر افغانستان نه شی راوستلى، بلکې داد دوى خپله خوښه ، چې په دې کې ونډه اخلی ا و که په ځان پسې د انزوا ورونه تړی! خو غوره دا ده، چې د سیمې ټول هېوادونه خپلې گټې د افغانستان په سوله او سوکالۍ کې ولټوی له دی پرته ناوړې پالیسۍاو د نورو په کورنیو چارو کې له لاسوهنو د گټو پورته کولو مهال پاى ته رسېدلى او ځاى یې متقابلې همکارۍ او گډۍ سوداگرۍ نیولى دى، پردې بنسټ افغان سوداگر باید له دغه فرصته غوره گټه واخلی او د افغانستان په اقتصادی پرمختگ کې خپل مسوولیت ادا کړی. نو جگړه ځپلی افغانان د ملی یووالی حکومت داقتصادی بنسټونو دپیاوړتیااوورځ تربلې په بېلابېلوبرخوکې هېوادته دودې اوپرمختگ د زمینې دمساعدیدو په موخه یې هڅی ستایی او ددی هیله لری چې د افغانستان د اسلامی جمهوری دولت مشرتابه ته دې پاک الله(ج) لا هم توفیق ورکړی چې د گران افغانستان  او جگړه ځپلیوافغانانو د شته ستونزو د حل په برخه کې خپلې هلې ځلې او بې دریغه کوښښونه جاری وساتی چې له امله یې هم په ټول هېواد کې ډاډمن ثبات او نېکمرغه سوله تامین شی او هم جگړه ځپلی هېوادوال له هرراز ستونزو څخه وژغورل شی او بالاخره ټول افغانان د نړ ۍ د نورو هېوادونو د اوسېدونکو په څېر په خپل پلرنی هېواد کې د هوسا او بسیا ژوند خاوندان شی او لا هم په هېواد کې د هرراز سترو اقتصادی پرژو د عملی طرحو او تطبیق په لړ کې په هېواد کې دننه گڼ شمیر هېوادوالو ته د سالم کار او روزگار د زمینې د مساعدیدو تر څنگ په ټولیزه توگه هېواد ته پریمانه اقتصادی گټی ور په برخه شی چې له امله یې د هېواد ژوبل او کمزورى اقتصاد ورځ تر بلې پیاورړى شی او وده، ترقی او پرمختگ وکړی.

شاه محمود دروېش

ممکن است شما دوست داشته باشید