روزنامه هیواد

د قطر غونډې په اړه غبرګونونه او څرګندونې

سمېع الله سمېع

څوارلسمه برخه

د بین الافغانی غونډې په لغوه کېدو د خلیلزاد اوسلطان برکات خواشینی:

 دافغان حکومت له خوا  دقطر دغونډې لغوه کېدل ، له اروپایی ټولنې ،امریکا او یوشمېر نورو هېوادونو اوسیاسی مشرانو سره زیاتې اندېښنې را پیدا کړی ، چې په دې اړه دافغان سولې لپاره دامریکا استازی زلمی خلیلزاد اوپه قطر کې دغونډې سمبالوونکی سلطان برکات ډېره خواشینی وښودله، دافغانستان دولسمشرۍ دفتر اعلان وکړ، چې د قطر حکومت د دوحې دبین الافغانی خبرو لپاره دافغان پلاوی لېست رد کړى دى، نو د دوحې غونډه لغوه شوې ده ،ځکه چې دقطر حکومت دافغان پلاوی لېست نه منی اودهغه پرځاى دنوی لېست وړاندیز کوی چې دافغانستان دحکومت لپاره دمنلو وړ نه دى.

 دافغانستان دسولې لپاره دامریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد ، ددوحې دخبرو په لغوه کېدو ناهیلی ښکاره کړه.

 ددوحې دشخړو اوبشری مرستو دمرکز مشرسلطان برکات په یوې اعلامیه کې وویل ، چې ټول ښکېل اړخونه دوحې ته د راتلو نکو استازو دشمېر پرسرد اختلافونو دهوارولو لپاره په ګډه کار کوی.

 خلیلزاد  په دوحه کې دخبرو پرځنډولو خواشینۍ ښکاره کړه  اوویې ویل چې له ښکېلو اړخونو سره په تما س کې دى اوهغوى هڅوی چې خبرو اتروته ژمن پاتې شی.

 د افغان سولې په اړه د خلیلزاد او پاتریک شاناهان ترمنځ خبرې:

 ددغو خبرو ترڅنګ دافغان سولې لپاره دامریکا استازی زلمی خلیلزاد ، دوری په ۳۰ مه داپریل په ۹ مه دجمعې په ورځ په واشنگټن کې دامریکا ددفاع له سرپرست وزیرسره دافغان سولې په اړه خبرې وکړې، په خبروکې دواړو لورو په افغانستان کې دجګړې  په پاى ته رسېدلو ټینګار وکړ.

له طالبانو سره په دوحه کې په لوېدیځ کې دمېشتو افغان ښځو اودمدنی فعالانو د پلاوې لیدنه:

 کله چې افغان دولت دوری په ۲۹ تمه دپنجشنبې په ورځ د قطر غونډه لغوه کړه ،نو، طالبانو داسې هڅې پیل کړې چې په لویدیځ کې دمېشتو افغان ښځو او مدنی فعالانو پلاوى په دوحه کې دقطر د حکومت په مرسته د وری په ۳۱ مه داپریل په ۲۰ مه دشنبې په ورځ غونډه وکړه. ددغې غونډې په اړه واشنگټن پوست ورځپاڼې راپور ورکړ، چې په قطرکې د طالبانو او له افغانستان څخه دتلونکی ۲۵۰ کسیزپلاوی دغونډې له لغوه کېدو  وروسته له اروپا او امریکا څخه دښځو په ګډون یوپلاوى دوحې ته تللى اوله طالبانو سره یې کتلی دی. دنوموړى راپور له مخې د ۳ ښځو فعالانو په ګډون له اروپا اوامریکا څخه دافغانانو شل کسیزپلاوی ګډون کړى و، چې نوموړى پلاوى د طالبانو دمرکچیانو له مشر عباس ستانکزی اوڅو نورو طالب استازوسره ۶ ساعته خبرې کړې دی.

 د قطر غونډه ولې ناکامه شوه؟

 له طالبانو سره په قطر کې دافغان ۲۵۰ کسیزه پلاوی دخبرو ځنډېدل او دافغان حکومت له خوا په قطر کې دخبرو لغوه کېدل،ددې لامل شول چې د قطر غونډه د طالبان او افغانانو ترمنځ ونه شی دلته باید داخبره په ډاګه کړم چې د قطر غونډه د طالبانو او افغان دولت له خوا ،نه ده ناکامه شوې، بلکې نوموړى غونډه دهغو هېوادونو له خوا ناکامه شوه چې دافغانانو ترمنځ د سولې په رامنځته کولو سره دخپلو ګټو دتامین لپاره سخت ګواښونه وینې، نو همدغو هېوادونو د قطر دغونډې دناکامۍ لپاره مټې راونغاړلې او دقطر حکومت یې ترسخت فشار لاندې ونیو او دې ته یې اړ کړ چې په بېځایه بانو سره د افغان پلاوی په لېست کې لاسوهنه وکړی، چې دغه لاسوهنه دافغان دولت لپاره توهین و،نو افغان حکومت دافغان پلاوى په لېست کې دقطر لاسوهنه بېځایه وگڼله او دقطر غونډه یې لغوه اعلان کړه.

د ولسمشر د واکمنۍ پرضد دنوماندانو غونډه:

 له کله راهیسې چې د ۱۳۹۷ کال دتلې په ۱۵ مه د ۲۰۱۸  م کال داکتوبر په ۷مه دیکشنبې په ورځ دافغان سولې لپاره دامریکا دبهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد ، کابل ته خپل لومړى سفر پیل کړ، ولسمشر محمداشرف غنی په افغانستان کې دسولې  راوستلو لپاره په کور دننه اوبهر خپلو سوله ییزو هڅو ته دوام ورکړى دى چې ددغو هڅو ښکاره بېلګه هم په خپله دافغان سولې لپاره دسیمې هېوادونوته د زلمی خلیلزاد سفر بلل کېږی او دامریکا په سیاست کې دافغان سولې لپاره مثبت بدلون دى. اوس چې دافغان سولې په اړه دامریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد ،دسیمې هېوادونو ته خپل اووم سفر پیل کړى دى ،له بلې خوا  دامریکا دبهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ،له افغان ولسمشر محمداشرف غنی سره د روان کال دغویی په ۲یمه ددوشنبې په ورځ تیلفونې خبرې وکړې.

ممکن است شما دوست داشته باشید