روزنامه هیواد

د قطر غونډې په اړه غبرګونونه او څرګندونې

سمېع الله سمېع

نهمه برخه

د افغان سولې له بهیر سره  د اروپایی ټولنې د ملاتړ پرېکړه لیک:

د اروپایی ټولنې دبهرنیو چارو وزیرانو د ۱۳۹۸ ل دوری په ۱۹ مه په لوګزامبورک کې دافغان سولې په اړه غونډه وکړه اود افغان سولې له روان بهیره ددې اتحادیې دملاتړ پریکړه لیک تصویب شو، د اروپایی هېوادونو دبهرنیو چارو وزیرانو اعلان وکړ، چې دا ټولنه چمتو ده چې دافغان سولې دپروسې ضمانت وکړی. په پریکړه لیک ویل شوی چې دافغان سولې پروسه باید پراخ بنسټه وی ، دافغان حکومت له خوا تایید شی، تاوتریخوالى کم کړی،له افغانستانه نړۍ ته د تروریزم د ګواښ مخه ونیسی د ټولو افغانانو بشر حقونه خوندی کړی او دافغان دولت د اساسی قانون دوام یقینی کړی. د اروپایی ټولنې دبهرنی سیاست مسووله مېرمن فیدریکا موګرینی، دلوکزامبورک له غونډې مخکې وویل: دا ټولنه او متحده ایالات په ګډه کارکوی چې دسولې بین الافغانی خبرو ته زمینه برابره کړی. موګرینی په خپلو خبرو کې دسولې په پروسه کې دښځو په ګډون هم ټینګار وکړ.

فیدریکا موګرینی د ۱۳۹۸ ل کال دوری په ۶ مه هم کابل ته راغلې وه او په ارګ کې یې دولسمشر محمد اشرف غنی سره دافغان سولې او د ولسمشرۍ د ټاکنو په اړه خبرې وکړې او دافغان حکومت په مشرۍ او مالکیت دافغان سولې له بهیر څخه خپل ملاتړ ښکاره کړ.

داروپایی ټولنې ددغه ملاتړ له امله دولسمشر ویاند هارون چخانسوری په همدغه ورځ د آزادۍ رادیو ته وویل: موږ د اروپایی ټولنې د ملاتړ هرکلى کوو، نوموړی زیاته کړه. په نورو ځایونو کې هم چې دسولې پروسه مخته تللې او بیا دسولې موافقه لاسلیک شوې ددې لپاره چې دموافقې عملی کول هم یوه اوږده پروسه وی ، نو د دواړو اړخونو د ډاډ لپاره اروپایی ټولنه بې طرفه تضمین کوونکې پاتې شوی ده. اروپایی ټولنه دا تجربه لری، دلته به هم همدا رول ولری او دایی ویلی چی که غوښتنه ترې وشی. نو اماده ده اوخپل مدیریت به ولری.

له شمشاد تلویزیون سره دخلیلزاد ، د ځانګړی مرکې لنډیز:

دغه مرکه مې په خپله هم له تلویزیون څخه ولیدله. ددې لپاره چې دافغان سولې په اړه د خلکو یو شمېر اندېښنو ځواب ویل شوى وی نو دشمشاد د تلویزیون له مشرتابه له خواد دافغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد ته بلنه ورکړل شوه، چې له شمشاد تلویزیون سره ځانګړې مرکه وکړی، چې دښاغلی خلیلزاد له خوا، د شمشاد دتلویزیون د مشرتابه په بلنه ومنل شوه او د ۱۳۹۸ ل کال دوری په ۱۵ مه دششاد د تلویزیون د تکړه خبریال میروس ستانکزی له خوا دخلیلزاد سره ځانګړې مرکه سرته ورسیده خلیلزاد په دغه مرکه کې جدی ښکاریده ، خو بیایی هم د خبریال د پوښتنو په وړاندې په سړه سینه ځوابونه وویل: چې لنډ پز په لاندې ډول دی: خلیلزاد د لومړۍ پوښتنې په ځواب کې وویل: دامریکا له افغانستان څخه نه وځی، امریکا له جکړې نه ستړې شوې ده ، له افغان وژنې ستړې شوې ده، امریکا په بشپړې ډول له افغانستان نه وځی افغانان نه غواړی چې امریکا  په افغانستان کې وی په افغانستان امریکا، طالبان او افغان دولت سوله غواړی ، خو جګړه روانه ده او هره ورځ له سلو څخه زیات افغانان له دواړو لورو وژل کېږی افغانان هم باید له افغان وژنې څخه ستړی شوی وی. ماچې دولسمشر محمد اشرف غنی سره غونډه درلوده ما ورته ویلی و، چې یو همه شموله او با صلاحیته پلاوى وټاکی ، خو نوموړی پلاوی تر اوسه پورې نه دى ټاکل شوى، باید چې په راتلونکې څو ورځو کې دحکومت په ګډون همه شموله او له باصلاحیته پلاوى وټاکل شی، ترڅو له طالبانو سره خبرې وکړی. خلیلزاد دیوې بلې پوښتنې په ځواب کې وویل: زام په فکر هم له طالبان ، هم حکومت او هم ټول افغانان له جګړې نه لاس واخلی ، ما طالبانو ته ویلی چې له افغان حکومت پرته سوله نه شی راتلاى خلک هره ورځ خپل اولادونه له لاسه ورکوی د زورواکو او لوړ پوړو چارواکو اولادونه نه قربانی کېږی. خلیلزاد د مرکچی پلاوی د جوړېدو په اړه وویل: باید له ټولو قومونو څخه مشران ، ښځې او زلمیان باید سره کښنې اوپه خپل منځ کې خبرې وکړی. موږ وروسره مرسته کوو. طالبان که سوله غواړی باید له القاعده سره خپلې اړیکې وشلوی، او ددوى له نوروته باید خطر نه وی اوربند دى وشی اویادې جګړه کمه شی خلیلزاد په افغانستان کې دامریکا د سیاست په اړه وویل: زموږ سیاست په افغانستان کې یوزاې ثبات دى او دسولې راتلل دی موږ دافغانانو له وژلو ستړی شوی یو موږ له جګړې ستړی شوی یو، جنګ نه غواړو ، دسولې لپاره بېړه په کارده ، د اځکه چې بې ګناه خلک وژل کېږی.

په دوحه کې ۱۶ ورځنۍ خبرې په څلورو مسایلو راټولې شوې:

– له افغانستان څخه دامریکا وتل

– د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ خبرې

– افغان خاوره باید د امریکا پر ضد ونه کارول شی

– داروبند په ټینګښت

خلیلزاد دیوې پوښتنې په ځواب کې وویل: له طالبانو سره په خبرو کې دامریکا ګټې اولویت لری چې له طالبانو سره په ټولو مسائلو موافقه ونه شی په هېڅ شی موافقه نه شی کېداى خلیلزاد د امنیتی تړون په اړه وویل: هرهغه حکومت چې له سولې وروسته جوړېږی طالبان به په کې ګډون ولری. اوبیا به د امنیتی تړون په اړه خبرې وشی موږ د احق نه لرو ،چې په افغانستان کې څنګه حکومت جوړ کړو دا خپله په افغانانو پورې اړه لری او زموږ سیاست هم په افغان حکومت پورې اړه لری. خلیلزاد د ولسمشرۍ د ټاکنو په اړه وویل: موږ نه غواړو چې دسولې موافقه له ټاکنو مخکې وشی. افغانان دخپلې راتلونکې مسوولیت په خپله لری، موږ غواړو دتل لپاره له افغانانو سره دوستانه اړیکې ولرو.

ممکن است شما دوست داشته باشید