روزنامه هیواد

د قطر غونډې په اړه غبرګونونه او څرګندونې

سمېع الله سمېع

اتمه برخه

پاکستان ته د  خلیلزاد سفر:

په کابل کې له ىو  لړسلامشورو وروسته د وری په ۱۶ مه خلیلزاد اسلام آباد ته  ورسېد . خلیلزاد په دغه سفر کې د پاکستان دبهرنىو چارو وزارت له  مرستىالې مېرمن تهمینې ، دپاکستان دبهرنىو چارو له  وزىر شاه محمود قرىشی،  صدراعظم عمران خان  اونورو چارواکو سره د افغان  سولې په اړه خبرې وکړې.پاکستان ته د خلیلزاد دسفر  په دوهمه ورځ ىو شمېر رسنیو خبرورکړ چې خلیلزاد دپاکستان له لوى درستىز جنرال قمر باجوه سره دافغان سولې په  اړه خبرې کړی دی.خلیلزاد پاکستان ته دخپل سفر په بهىر کې له پاکستانی چارواکو  سره له خبرو خوشاله ښکارىده ، اووىې وىل چې دپاکستان واکمنو دافغان  سولې په اړه دهرډول  همکارۍ ډاډ ورکړى دى.

دعمران خان  څرګندونې:  په داسې حال کې چې خلیلزاد دافغان سولې په اړه له پاکستانی چارواکو سره په اسلام آباد کې خبرې کولې د  پاکستان صدراعظم په خیبر پښتونخوا کې ىوځل بىا دىوې غونډې په وړاندې ووىل: په افغانستان کې باىد ىوموقت حکومت جوړ شی، چې دعمران خان  دغه څرګندونې بىاهم د دولت اوخلکو له سخت غبرګون سره مخامخ شوې ،په کابل کې دپاکستان د سفىر مرستىال دبهرنىوچارو وزارت ته احضارکړاى شو  ،خپل احتجاج لىک ىې ورته ورسپاره او دعمران خان څرګندونې یې د افغانستان په چاروکې ښکاره لاسوهنه وګڼله. خلیلزاد په  پاکستان کې له دوه ورځنی سفروروسته د  وری په  ۱۷ مه کابل ته  راستون شو.

کابل ته د خلیلزاد سفر:

پاکستان ته له دوه ورځنى سفر  وروسته خلیلزاد،کابل ته راغى ده په کابل کې له دولتی چارواکو ،ځوانانو ،د مدنی ټولنو له استازو  او ىو شمېر سىاستوالو سره دافغان سولې په اړه بىاهم سلامشورې پىل کړې او پاکستان ته له خپل دوه ورځنی سفرڅخه یې خوښې ښکاره کړه.

له طالبانو سره د سولې لپاره
د مرکچی پلاوی اعلان:

د افغان سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد شپږمیاشتې مخکې دسولې دخبرو دلومړى پړاو په پیل کې له افغان ولسمشر اشرف غنی څخه وغوښتل ،چې له طالبانو سره دخبرو لپاره یو باصلاحیته پلاوى وټاکی، ولسمشر اشرف غنی په لومړی ځل له طالبانو د خبرو لپاره د عبدالسلام رحیمی په مشرۍ یو پلاوی وټاکه او دقطر په خبرو کې د ګډون لپاره د قطر مرکز دوحې ته لاړ، خو طالبانو له نوموړی پلاوی سره له خبرو کولو ډډه وکړه، بیا هم خلیلزاد له ولسمشر غنی وغوښتل چې داسې پلاوی له طالبانو سره دخبرو لپاره وټاکی چې دافغانستان د ټولو خلکو نمایندګی وکړاى شی.ولسمشر غنی له کورنیو اختلافونو سره سره له جهادی مشرانو، استازو اومدنی ټولنو سره له سلا مشورو وروسته په دې وتوانید چې له طالبانو سره د سولې لپاره مرکچی پلاوی یا دروغې جوړې عالی شورا جوړه کړی. ولسمشر اشرف غنی، د ۱۳۹۸ل د وری په ۱۸ مه په ارګ  کې له طالبانو سره دمرکچی پلاوی اود مشر تابه شورا د غړیو لېست اعلان کړ په دغه لېست کې په حکومت کې شامل اوله حکومته وتلی سیاستوال شامل دی. دمصالحې دعالی غونډې ته ولسمشر غنی وویل: په دې غونډه کې له طالبانو سره دمرکچی ټیم د جوړولو او په دوحه کې دسولې د کنفرانس په اړه پرېکړه کېږی. ولسمشر وویل: په دغه ټیم کې باید هغه کسان شامل نه کړاى شی، چې له دې وړاندې یې دافغانستان د تېرو ۱۸ کلونو دبریاوو پرضد څرګندونې کړی دی. دمصالحې په عالی شورا کې ۳۷ تنه دمشرتابه شورا دغړیو او ۲۲ تنه نور له طالبانو سره د مرکچی ټیم دغړیو په توګه ګمارل شوی دی. په دغه وخت کې اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله دیو پلاوی په مشرۍ په اردن کې و، او ویې ویل، چې د مصالحې دمشرتابه شورا به له طالبانو سره دواک پروېش خبرې وکړی او په اړه به یې پرېکړه وکړی. نوموړی داهم وویل: چې داعش جنګیالی له پاکستان څخه افغانستان ته راځی. همدارنګه یوشمېر رسنیو خبر ورکړ چې سلام رحیمی له طالبانو سره دسولې دخبرو لپاره دمرکچی پلاوی مشر، له دغه مشرۍ څخه لرې شوى دى.

ممکن است شما دوست داشته باشید