روزنامه هیواد

د قطر غونډې په اړه غبرګونونه او څرګندونې

سمېع الله سمېع

څلورمه برخه

له ولسمشر غنی سره دمېرمن فدریکا موگرینی کتنه:

په داسې حال چې دامریکا دبهرنیو چارو ځانګړی استازی زلمى خلیلزاد د افغان سولې په اړه شپږم سفر پیل کړى و، داروپایی ټولنې دبهرنیو اړیکو مسوولې فدریکا موگرینى ، کابل ته دخپل سفر په ترڅ کې  چې د وری په ۶ مه کابل ته راغلى وه او په  ارګ کې یې له ولسمشر محمداشرف غنی سره دافغان سولې په اړه خبرې وکړې له خبرو وروسته یې په یوخبرې کنفرانس کې برخه واخیسته.

په دغه خبرې کنفرانس کې مېرمن فدریکا موگرینی،وویل چې اروپایی ټولنه دافغان ولس ترڅنګ ولاړه ده اوپه افغانستان کې له سولې، امنیت اوهوساینې پرته بله کومه اجنډا نه لری اروپایی ټولنه د افغانانو په مالکیت اودهغوى په مشرتوب دسولې دبهیر ملاتړ کوی، له تېر کال راهیسې دامریکا اوطالبانو استازو دقطر په پلازمینه دوحه کې دومداره غونډې کولى چې دافغانستان روان کړکېچ ته یوه سوله ییزه حل لاره ومومی ، خودغه بهیر دکابل او واشنګټن ترمنځ ځینې نیمګړتیاوې رامنځته کړی دی. دولسمشر محمداشرف غنی په رهبرۍ افغان حکومت وایی چې دمذاکراتو له پرمختګونو نه خبرېږی اوټینګار کوی چې دبا ثباته اوباعزته سولې لپاره باید افغان حکومت له طالبانو سره خبروته کېنی. د اروپایی ټولنې دبهرنیو اړیکو مسوولې موګرینی له اجرائیه رییس ډاکټرعبدالله سره هم دافغان سولې په اړه خبرې وکړې.دې ډاډ ورکړ ، چې دسولې په خبرو کې اروپایی ټولنه دافغان حکومت د دریځ ملاتړ ته دوام ورکوی، که سوله کېږی،نو باعزته سوله به کېږی چې دافغانانو وروستۍ لاسته راوړنې او دولس حقونه په کې خوندی وی. دافغان سولې په اړه دموګرینی له څرګندونو داسې ښکار ی چې اروپایی ټولنه دملی یووالی دحکومت په شتون کې داسې سوله غواړی چې د ټولو افغانانو لپاره د منلو وړ وی اوافغانان وکولاى شی چې دپرمختګ او دخپلواک ژوند د دوام لپاره ځانګړې پروژې په کې طرحه اوعملی  کړی.

د ولسمشر غنی د څرګندونو په وړاندې دامریکا دځانګړی سرمفتش غبرګون:

د روان کال د روانی میاشتې په اتمه افغان ولسمشر محمداشرف غنی دیوې غونډې په ترڅ کې د وسپنې د ویلې کولو فابریکې او دجلغوزیو دپروسس دفابریکی په پرانیست غونډه کې دخپلې وینا په یوه برخه کې وویل: که  بهرنۍ مرستې له موږ سره نه وی موږ په خپله پیسې پیدا کولاى شو.

د ولسمشر غنی له دغه رنګه څرګندونو څخه موخه داوه، چې کېداى شی د خپلو کانونو دپلور ، له لارې پیسې پیداکړی چې دغونډې ګډونوالو په چکچکو د ولسمشر غنی سره هرکلى وکړ اوپه دغې برخه کې دهېواد ، سوداګرواو پانګوالو ولسمشر غنی ته دخپل چمتووالی ډاډ ورکړ، په دغې غونډه کې ولسمشر غنی په دې ټینګار وکړ، چې افغانستان باید دتولید له درکه په یو وارداتی هېواد بدل شی.

دولسمشر غنی د څرګندونو په وړاندې دامریکا ځانکړی سرمفتش جان سبکو په خپل نوی راپور کې خبردارى ورکړ، چې افغان حکومت دسولې له ټینګېدو ، وروسته دنړیوالو له مالی مرستې پرته ښایی دوام ونه کړی. دسیګار راپور زیاتوی چې دسولې دخبرو له بریا وروسته ښایی ۳۰۰ زره کسیز اردو  ته په وخت معاشونه ورونه رسېږی دافغانستان ثبات به له  جدی ګواښ سره مخامخ کړی.

دافغانستان لپاره دامریکا د لګښتونو دمحاسبې د ادارې سیګار د مشر جان سپکو ، څرګندونې په داسې حال کې وشوې چې دافغان سولې په اړه دامریکا دبهرنیو چارو  وزارت ځانګړى استازی زلمی خلیلزاد په بروکسل کې دافغان  سولې په اړه دناټو له عمومی منشی ینس ستو لتنبرگ، سره خبرې کولې.

 دعمران خان دڅرګندونو په اړه دنیشنل عوامی پارټۍ دمشر غبرګون:

په تېر بحث کې وویل شول چې عمران خان په افغانستان کې د موقت حکومت دجوړیدلو په اړه خپل نظر څرګندکړى و، چې دافغانستان دخلکو او دولت له سخت غبرګون سره مخامخ شو دعمران خان دڅرګندونو په اړه دخیبر پښتونخوا ، دنیشنل عوامۍ پارټۍ مشر اسفندیار ولیخان هم سخت غبرګون وښوده  او دپاکستان د ( دى نیوز) ورځپاڼې له راپور سره سم اسفندیار ولیخان ویلی چې دصدراعظم عمران خان څرګندونې د افغانستان په چاروکې ښکاره لاسوهنه ده او دنورو هېوادونو په کورنیو چاروکې لاسوهنه دپاکستان په زیان ده. نوموړی: دپاکستان په ټاکنو کې دعمران خان په ګټه درغلۍ ته په اشارې وویل: هغوى چې په خپل هېواد کې په غلاځان واک ته رسولى وی هېڅ حق نه لری چې دافغانستان دخلکو دانتخاب حق ته سپکاوی وکړی. افغانستان له څلورولسیزو راهیسې کړېږی  او ددوى هېواد ، دسولې لورته پرمخ روان دى. عمران خان هڅه وکړه چې افغان حکومت څنګ ته کړی، ده له عمران خان څخه وغوښتل دا روښانه کړی ، چې دچاپه اجازه یې په افغانستان کې دموقت حکومت دجوړیدلو غوښتنه کړېده ، ځکه چې دا د افغانستان په چاروکې ښکاره لاسوهنه ده. دنېشنل عوامی پارټۍ د  مشر اسنفدیار ولیخان غبرګون داښیی چې قبایل په افغانستان کې دسولې پلویان دی او دپاکستان حکومت ته دا حق نه ورکوی ،چې دافغانستان په کورنیو چاروکې لاسوهنه وکړی. د پاکستان د پیپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو هم  دافغانستان په اړه دعمران خان خبرې نامناسبې وګڼلې او ویې ویل چې دعمران خان له خوا بل هرچاته د افغانستان پرضد بیان ورکول په کار نه دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید