روزنامه هیواد

د قطر غونډې په اړه غبرګونونه او څرګندونې

سمېع الله سمېع

دوهمه برخه

د م. م دامنیت په شورا په غونډه کې دملی امنیت دسلاکار ګډون:

دملى امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب دملګرو ملتونو په امنیت شورا کې دګډون لپاره دکب په ۲۰ مه واشنګټن ته ورسېد. ښاغلى محب دملګرو ملتونو دامنیت شورا په غونډه کې چې د افغانستان دحالاتو د څېړلو په اړه جوړه شوې وه ګډون وکړ او دافغانستان د روانو حالاتو په اړه یې هراړخیزه وینا وکړه  دغه راز  دافغان سولې د پروسې په اړه یې خپلې نظریې وړاندې کړې. او  د یوشمېر هېوادونو له استازو سره  یې هم دافغان سولې په اړه خبرې وکړې، محب په قطر کې د افغان سولې په اړه د طالبانو او دخلیلزاد په مشرۍ دامریکایی پلاوى د خبرو په اړه هم خپلې څرګندونې او نیوکې وکړې. همدارنګه محب دخبریالانو په غونډه کې وویل: چې زلمى خلیلزاد په روانو خبروکې دافغان حکومت دمشروعیت دکمولو اوطالبانو ته دمشروعیت ورکولو په لټه کې دى.

خلیلزاد په ۲۰۰۹ م او ۲۰۱۴ م کلونو کې دوه ځله ولسمشریزوټاکنو ته نوماند کېدل غوښتل  او دولسمشر غنى حکومت یې د بې اعتباره کولو او بحران له لارې یې غوښتل چې یوه استعمارى حکومت ته لاره برابره کړی ، چې په کې دوایسرا، په حیث راشی. محب داهم وویل، چې که امریکا له  طالبانو سره سوله کوی دایې د سپتمبر د ۱۱ مې پېښې د قربانیانو سپکاوى دى. د خلیلزاد په اړه د ډاکتر محب له څرګندونو وروسته دامریکا دبهرنیو چارو وزارت سخت په غوسه شو او ویې ویل چې په خلیلزاد دامریکا د بهرنیو چارو په وزارت برید دى. دهمدغو څرګندونو له امله محب دامریکا دبهرنیو چارو وزارت مرستیال دیویډ هیل دامریکا دبهرنیو چارو وزارت ته  احضار کړ. دیویډ هیل وویل: موږ باور لرو چې دمحب څرګندونې دافغانستان دخلکو ځواب نه دى.ښاغلی محب دخلیلزاد په اړه دکب په ۲۷تمه یو شمېر رسنیو ته  خبرورکړ چې دامریکا دبهرنیو چارو وزارت مرستیال د یویډ هیل ویلی چې د افغانستان دملی امنیت له سلاکار ډاکتر حمدالله محب سره یې په امریکا  او افغانستان کې هرډول اړیکې پری کړې دی، اوپه په دې اړه یې له افغان  ولسمشر محمداشرف غنی سره دتیلیفون له لارې خبرې وکړې. پر خلیلزاد دنیوکې له امله سپینې ماڼۍ له حمدالله محب سره کتنه لغوه کړه.

په واشنگټن کې له خلیلزاد  سره د هند دبهرنیو چارو دوزیر کتنه:

دکب په ۲۷ تمه په واشنگټن کې دهند د دولت لپاره دبهرنیو چارو وزیر ګوکهاله، دافغان سولې لپاره دامریکا له ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد ، سره په کتنه کې وویل:چې هند په افغانستان کې یوازې دهغه حکومت ملاتړ کوی، چې دخلکو په رایه واک ته رسېدلى وی، هند په افغانستان کې موقت حکومت نه غواړی ، یو منتخب او دټاکنو له لارې واک ته رسېدلى حکومت غواړی ، دواړو خواوو دطالبانو او امریکا ترمنځ د وروستیو خبرو په اړه هم خبرې وکړې. خلیلزاد دهند دبهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر ته وویل: له طالبانو سره  د خبروپه منځ کې یوه هم  داوه چې باید دا تضمین ورکړل شی ،چې دافغانستان له خاورې څخه به دترورېستی بریدونو لپاره کارنه اخیستل کېږی.د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر له خلیلزاد نه پوښتنه وکړه، چې آیا په ترورېستی ډلو کې دهند مخالفې ډلې هم شاملې دی، خلیلزاد وویل: دسولې موافقې ته څلور مسئلې په کار دی. د ترورېزم ضد ضمانت، د ځواکونو ایستل، دافغانانو ترمنځ خبرې او بشپړ اوربند   خلیلزاد، هندى چارواکی ته ډاډ ورکړ، چې له طالبانو سره دسولې له خبرو وروسته به په افغانستان کې جوړېدونکې حکومت  هند ته هېڅ راز ګواښ پېښ نه کړی.

د ۱۳۹۸ ل کال د رارسیدو له امله د ولسمشر پیغام:

ولسمشر محمداشرف غنی دنوی ۱۳۹۸ ل کال د رارسېدلو له امله په خپل پیغام کې وویل:

قدرمنو !دنوى لمریز کال دپیل په مناسبت تاسې ټولو ته مبارکی وایم او غږ کوم چې په هېواد کې به نوى کال دسولې ، سوکالۍ ،امنیت او نیمکرغۍ کال وی، دافغانستان داسلامی دولت کابینې هم ۱۳۹۸ کال ته (( د پراختیا ، ولسواکۍ اوسولې)) نوم ورکړى.سوله زموږ دشهیدانو آرمان ،دټولو خلکو آواز او دملی وحدت دحکومت اساسی هدف دى. موږ له هربل وخته سولې ته نږدې شوی یو او هیله لرو چې په ۱۳۹۸ ل کال کې به نه یوازې دوچکالۍ دختمېدو ، بلکې دسراسری  سولې شاهدان هم واوسو ، خو په ډېرې خواشینۍ سره چې دافغانستان دښمنانو دسولې خبرې یوځل بیا له  ستونزو سره مخ کړې.

ډونالډ ټرمپ دافغانستان پرسرله چاسره بده معامله نه منی:

د ۱۳۹۸ ل کال په لومړۍ نېټه سپینې ماڼۍ اعلام وکړ، چې ټرمپ دافغانستان دسولې هلوځلو ته لومړیتوب ورکړى، خلیلزاد له  طالبانو سره مخامخ خبرې پیل کړی ، خودامریکا ولسمشر به دمتحدو ایالاتو دتاریخ د ترټولو اوږدې جګړې دپاى ته رسولو لپاره بده معامله ونه منی، یا په بل عبارت دافغانستان په سربه له چا سره بده معامله ونه کړی.دسپینې ماڼې چارواکی خبریالانو ته وویل: موږ یقیناً په افغانستان کې دسولې هلوځلو ته لومړیتوب ورکوو، خو په هغو ټولو خبرو کې چې دامریکا امنیتی ګتې په کې نغښتې وی، موږ متبادل پلانونه هم په پام کې نیسو ټرمپ ویلى چې دسولې  په خبرو کې دښې نتیجې هیله لری، خو هغه به بده معامله ونه منی.)) نوموړى چارواکی وویل، چې امریکا به له طالبانو سره دسولې دخبرو په اړه له افغان حکومت سره نږدې سلامشورې وکړی. خلیلزاد د افغانستان دمسئلې دسوله ییز حل لپاره تراوسه پورې له طالبانو سره څوځلې مخامخ خبرې کړی دی.په خبرو کې دښې نتیجې هیله لری، خو هغه به بده معامله ونه منی.نوموړى چارواکی وویل، چې امریکا به له طالبانو سره دسولې دخبرو په اړه له افغان حکومت سره نږدې سلامشورې وکړی. خلیلزاد د افغانستان دمسئلې دسوله ییز حل لپاره تراوسه پورې له طالبانو سره څوځلې مخامخ
خبرې کړی دی.

 

 

 

په واشنگټن کې دافغان سولې په اړه څلور اړخیزه غونډه :

په واشنگټن کې  د روان کال دوری په لومړۍ نېټه دامریکا ،چین، اروپایی ټولنې اوروسیې داستازو ترمنځ دافغان سولې په اړه دوه ورځنۍ غونډه جوړه شوه .په دغه غونډه کې دامریکا له خوا دافغان سولې په اړه دامریکا دبهرنیو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمی خلیلزاد او د روسیې له خوا ، د افغانستان لپاره د روسیې دولسمشر پوتین ځانکړی استازی ضمیر کابلوف د چین په استازیتوب دینگ شیجون، او د اروپایی ټولنې استازی او لاندکوبیا ، برخه اخیستې وه، خو په دې برخه کې دا نه وه څرګنده شوې چې داخبرې دوه په دوه شوې، که دچین او روسیې له استازو سره یوځاى؟

په دغه برخه کې زلمی خلیلزاد په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلی، چې د روسیې ،چین او اروپایی ټولنې له استازو سره یې لیدلی

خلیلزاد ،وړاندې لیکلى چې دافغانستان استقلال ته درناوى کوی، دټولو افغانانو لپاره سوله غواړی ، او دداسې افغانستان غوښتونکی دی، چې بیا هیڅ هېواد ته هم دګواښ سرچینه نه وی. د واشنگټن دڅلور اړخیزې غونډې په  اړه پخوانی ولسمشر حامدکرزی وویل: دنړۍ دسترو قدرتونو تفاهم اوهمکاری د افغانستان دسولې او ثبات لپاره مهم عنصر دى، دافغان سولې په اړه دسترو قدرتونو توافق کولاى شی د تلپاتې سولې له ټینګښت سره مرسته وکړی.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید