روزنامه هیواد

د قطر غونډې د ځنډېدو  لپاره د مسکو او پنجاب هڅې

افغان حکومت د تېرې جمعې په ورځ ملی ګټو ته په پام، د قطر غونډه لغوه کړه،خو دښمن هڅې کوی، داسې ډنډورې خورې کړی، چې ګنې افغان حکومت د سولې مخالفت کوی!؟ د قطر د غونډې لپاره په ملی روحیه د سیاسیونو، مدنی ټولنې، د رسنیو، ښځو او د ځوانانو د استازیو په شمول د هېواد له هر قشر څخه په ډېر دقت استازی ټاکل شوی وو، چې د تلپاتې او باعزته سولې په هیله له پیاوړی ملی دریځه له طالب استازیو سره د ناروا جګړې د پاى ته رسېدو لپاره خبرې وکړی، تمه وه، چې دا به د سولې لپاره لاره پرانیزی، خو تاریخی او قسم خوړلی دښمنان هېڅ دا سوله نه غواړی، له یوې خوا پنجاب چې په افغانستان کې د جګړې په دوام کې د افغانستان خوږې اوبه څښی او د افغانانو پر مال او ملک یې ګونډې وهلې او بل لورى روسیه چې په افغان سوله کې خپلې ناوړې ګټې له لاسه ورکوی او په دې سوله کې یې په افغانستان کې د مداخلې مخنیوى کېږی او د هغوى تپل شوې جګړه نوره دوام نه مومی، چې له امله یې پر مرکزی اسیا هم ناوړه او د زبېښاک انحصار له لاسه ورکوی، نو هغوى د قطر د غونډې د مخنیوى هڅه وکړه، هغوى د قطر د حکومت له خوا د اوسنی لېست د دړې وړې کولو پلان جوړ کړ او بیا یې د افغانانو د لېست په ځاى، بل لېست وړاندې کړ، چې پر ولسمشر غنی یې ومنی، که داسې شوی واى، نو په هېواد کې د تفرقې او اختلافونو رامنځته کولو لپاره د دښمن بله هڅه او د افغانستان په کورنیو چارو کې نېغ په نېغه او ډېره بې شرمانه مداخله وه، د قطر له خوا په فرمایشی لېست کې د تېر کال د مسکو د غونډې په څېر داسې کسان ټاکل شوی وو، چې بیا یې هم د طالب په خوله خپل دریځونه پرې منلی واى!!! دښمن غوښتل چې په دې دسیسه د مسکو غونډې په څېر د قطر غونډه هم رامنځته کړی، چې طالب ډله وځلوی او حکومت ته یې ورسوی، چې د هغوى ګټې خوندی کړی!؟ خو افغان حکومت په وخت تصمیم ونیو او د دښمن دا هڅې یې دړې وړې کړې! د ولسمشر غنی دې کور ودان وی، چې د ملت غوښتنو ته یې درناوى وکړ او د دښمن په هڅه یې د سولې لپاره د پلاوی ملی ترکیب ته درناوى وکړ، که خداى مه کړه، د اوسنی ملی پلاوی پر ځاى د قطر له خوا د دښمن فرمایشی پلاوى منل شوى واى، نو دښمن بیا په هېواد کې د تفرقې او اختلافونو رامنځته کولو ته لمن وهله، بیا به یې هم ولسمشر غنی تورناوه، چې ملی پلاوى یې ونه مانه او د هغوى په خبره، چې ګنې ولسمشر د سولې ملی اجماع نه منی!؟ طالب ډله چې اوس بل ځواب نه لری، د دښمن په اشاره هڅه کوی، چې افغان حکومت ملت ته ملامت وښیی، خو ملت پوهېږی، چې دښمن یې څوک دى او طالب ډله د دښمن د ګټو لپاره هغه ناروا جګړه پر مخ وړی، چې په کې افغان ولس وژل کېږی او د پرمختګ مخنیوى یې کېږی. اوس هم که سوله وشی، نو بیا د جګړې او طالب ډلې وسله والو خوځښتونو ته هېڅ اړتیا نشته، نو پرمختګ به راځی او په دې کې بیا د دښمن د ګټو د دوام مخه نیول کېږی. د افغان حکومت دریځ پر ځاى دى او ستاینه یې کوو،چې ژر یې د دښمن د ناوړې دسیسې مخه ونیوله. قطر هېڅ کوم واک او اختیار نلری، چې د سولې لپاره په ملی ترکیب کې ګوتې ووهی او مداخله په کې وکړی!؟ قطر یوځل بیا ثابته کړه، چې هغوى د مصر د اخوان المسلمین په شمول له ګڼو نورو ډلو سره اړیکې لری، دا چې طالب ډله له کعبې، سعودی او خپله افغانستان پرته، قطر او مسکو غوره ګڼی، نو روښانه ده، چې له هغوى سره د ترهګرۍ اړیکې پالی! دې ته په کتو سره به د سولې لپاره بله غونډه په قطر کې نه کېږی! پر افغان حکومت غږ کوو، چې د سولې لپاره ملی اجماع ټینګه وساتی او پر دښمنو ډلو د لا نورو نړیوالو فشارونو راوړلو لپاره هڅو ته زور ورکړی!

ممکن است شما دوست داشته باشید