روزنامه هیواد

د قطر د خبرو سمدستی پایله په غزنی کې د طالبانو وحشیانه برید!؟

طالبانو پرون د غزنی په ښار کې د ملی امنىت مرکز په نښه کړ، چې سلګونو کسانوته یې مرګ ژوبله واړوله، د برىد د قربانیانو لوىه برخه ، (( د ښوونځی ماشومان او ملکىان دی!)) طالبان په ډېرې بې شرمۍ د دغه برید مسوولیت پر غاړه واخیست! دا وحشیانه برید په داسې حال کې کېږی، چې همدا طالب ډله له امریکا او نورو افغان فعالانو سره په قطر کې د سولې لپاره خبرو ته ناسته ده. دا ډله د قطر په اووم پړاو خبرو کې لومړى له امریکایی پلاوی او له پرون راهیسې له افغان فعالانو سره د سولې لپاره خبرې کوی!؟ د افغانستان د ټولو قشرونو، په تېره بیا د ملت او په ځانګړې توګه د مدنی ټولنې غوښټنه دا ده، چې (( طالبان دې د خلکو وژنې او وینه بهېدنه بنده کړی، اوربند دې وکړی او د سولې لپاره دې ریښتینې خبرې پیل کړی)) د افغانستان د مدنی ټولنو او رسنیو ګډه ډله همدا راز اعلام کوی چې د سولې لپاره تر هرڅه لومړی باید دینی، تاریخی، فرهنګی او بشری ارزښتونه خوندی وساتل شی، او عدالت غوښتنه ورته وشی. خو له بده مرغه، چې طالب ډله اجیره ډله ده، د افغانانو د دښمنانو له خوا په افغانستان کې د سولې او ثبات او د افغانستان د هوساینې او پرمختګ پر ضد د جګړې لپاره کرایه شوې او پورته غوښتنې په هېڅ توګه پوره کولى نه شی! بلکې واک او اختیار یې هم نه لری، افغان حکومت په غزنی کې د طالبانو موټر بم برىد غندی او وایی: (( دا ډله باىد پوه شی چې د ملکىانو او ماشومانو په وژلو د سولې لپاره په مذاکراتو کې هېڅ امتىاز نه شی ترلاسه کولى!.))  له همدې امله ولسمشر محمد اشرف غنی دا برىد وحشىانه او بشری جناىت بللى دى: (( طالبانو د دغه شرمناک برىد مسوولىت په داسې حال کې اخىستى چې ملکىان، ماشومان او عامه تاسىسات ىې په نښه کړی دی. په دغه ناوړه عمل سره طالبانو ىو وار بىا له افغانانو سره خپله دښمنی ثابته کړه او ىو بشری جناىت ىې ترسره کړ.)) ولسمشرغنی زىاته کړې، طالبانو په وروستىو ترورىستی برىدونو د خپل عمل او خبرو تر منځ تناقض هم ښکاره کړ: (( له ىوې خوا په قطر کې د سولې خبرې کوی، خو بله خوا هره ورځ د افغانانو، ښځو او ماشومانو وىنې تویـیوی)) دا چې له یوې خوا د افغانانو د وینو تویولو لپاره ترهګریز بریدونه روان دی اوله بلې خوا په قطر کې د طالب ډلې خبرې کومه مثبته پایله نه لری، نو طالب ډله د ترهګریزو بریدونو لپاره د دښمن له خوا استخدام شوې او درګرده پرې وحشی جنایتونه تر سره کوی! له همدې امله په افغانستان کې د سولې لپاره په قطر کې غونډې بې ګټې دی، په اصل کې د افغانانو د وژنې لپاره جګړه د تاریخی او قسم خوړلی دښمن له خوا روانه ده، که امریکا د دې جګړې د ختمولو لپاره هڅې کوی، نو پر دغه دښمن دې فشار راوړی، چې د ترهګرۍ له تمویل، روزنې او تجهیزه لاس په سر شی، په هغه صورت کې هم په افغانستان کې سوله راځی او هم د امریکا په مشرۍ د ترهګرۍ ضد نړیواله جګړه د بری تر بریده رسېداى شی! له دې پرته دې افغانان په یوه او بله پلمه نه دوکه کېږی،بلکې دښمن دې واوری،چې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې به د افغانانو قربانۍ ژر رنګ راوړی او دښمن دې پوه شی، چې په ترهګریزو بریدونو او د جګړې د دوام په صورت کې افغانان له خپله هوډه نه شی په شا کولى!

ممکن است شما دوست داشته باشید