روزنامه هیواد

د قرغزستان ولسمشر: هڅه کوم څو په تاریخ کې خپل نوم د خپلو وګړو په وینو ککړ ثبت نه کړم

د قرغزستان ولسمشر سورونبای جینبکوف په هغه هېواد کې د پراخو لاریونونو په لړ کې له خپلې دندې استعفا کړې ده.نوموړی ویلی، د وینې تویېدو د مخنیوی لپاره له خپلې دندې لاس په سر شوی.ده ویلی: نه غواړی د داسې ولسمشر په توګه یې د قرغزستان په تاریخ کې نوم ثبت شی، چې لاسونه یې د خپلو وګړو په وینو ککړ وی.قرغزستان کې له یوې نیمې اوونۍ راهیسې، د پارلمانی ټاکنو د پایلو په تړاو لاریونونه روان دی.د پارلمانی ټاکنو د اعلام شویو پایلو مخالفین وایی: ټاکنو کې درغلۍ شوې؛ چې نړیوالو څارونکو یې دا ادعا موجه او د اندېښنې وړ بللې ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید