روزنامه هیواد

د قانون د حاکمیت ارګانونو د بودجوی لګښت د لومړیتوبونو څرنګوالی مهم دی

د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جمهوررییس محمد اشرف غنی په مشرۍ د قانون د حاکمیت او له اداری فساد سره د مبارزې عالی شورا ځانګړې غونډه، وړم ماښام  په ارګ کې جوړه شوه.د دغې غونډې په لومړۍ برخه کې جمهوررییس غنی د جمهوررییس دویم مرستیال استاد سرور دانش، قاضی القضات او د سترې محکمې رییس سیدیوسف حلیم، د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو خپلواک کمېسیون رییس نادر نادری، د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمېسیون رییسې شهرزاد اکبر، د افغانستان د پلټنې ادارې رییسې غزال حارث او د اساسی قانون پر تطبیق د څار کمېسیون مرستیال نعیم حقمل سره په غونډه کې د لوګر ولایت په ښوونځیو کې د جنسی ناوړې استفادې د ادعاو په اړه د ارزونو پر پرمختګونو خبرې وکړې.په غونډه کې ټینګار وشو، چې لوی څارنوالۍ او د افغانستان بشری حقونو خپلواک کمېسیون دې یاده قضیه وارزوی او وڅېړی، همدراز دې یاد بنسټونه په دې اړه راتلونکی اقدامات او اجراات له خلکو سره شریک کړی.همدارنګه هغې ځانګړې کمېټې ، چې د بشری حقونو خپلواک کمېسیون په چوکاټ کې د هېواد په ځینو ادارو کې د جنسی ځورونې ادعاو د ارزونې په خاطر ګومارل شوې وه، خپل راپور غونډې ته وړاندې کړ. وروسته د قانون د حاکمیت او له اداری فساد سره د مبارزې عالی شورا غونډې د عدلی او قضایی ادارو د ۱۳۹۹مالی کال پر بودجوی لومړیتوبونو او اړتیاو بحث وکړ. غونډې د لوی څارنوالۍ د عادی او انکشافی پروژو د اړتیاو له هغې جملې په مرکز او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د لوی څارنوالۍ د ادارو د اړتیاو، زېربناو جوړولو، د څارنوالانو د مالیاتی او مالی، اقتصادی او مسلکی ظرفیت لوړولو او په دغه اداره کې د رونیزو برنامو د تمویل او مسلکی روزنې انستیتوت د ملاتړ په موخه پر پیشنهادی طرحې بحث وکړ.همدارنګه په یاده غونډه کې د عدلیې وزارت د بودجوی اړتیاو او لومړیتوبونو، د اساسی قانون پر تطبیق د څار خپلواک کمېسیون او د پلټنې عالی ادارې پر بودجوی ستونزو هم خبرې وشوې.جمهورییس غنی په دې اړه وویل: د هېواد د عدلی او قضایی ارګانونو د ۱۳۹۹ مالی کال په بودجه کې دې د دغو ادارو لومړیتوبونه او اړتیاوې په پام کې ونیول شی. جمهورییس وویل: د قانون د حاکمیت ارګانونو د بودجوی لګښت د لومړیتوبونو څرنګوالی مهم دی چې ملموسې پایلې ترې ولرو. ده زیاته کړه: د هېواد د عدلی او قضایی ارګانونو زېربناوې یوه ملی برنامه ده او د هغې د پیاوړتیا لپاره دې هڅه وشی چې ددغو بنسټونو د خدمتونو ظرفیت لوړ شی.د هېواد جمهوررییس د خپلو خبرو په پای کې وویل: د قاضیانو او څارنوالانو د امنیت او د قضایی او لوی څارنوالۍ د کادرونو د استخدام په برخه کې دې استعجالیت په پام کې ونیول شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید