روزنامه هیواد

د فېسبوک استعمال ذهنی فشار رامنځته کوی

په څېړنه کې زیاته شوې ده، هغه څوک چې فیسبوک استعمالوی په اعصابی ناروغۍ اخته دی او لا هم ورځ تر بلې زیاتیږی، دوی زیاته کړې: که چېرې دغه کسان لږ تر لږه د پنځو ورځو لپاره فیسبوک استعمال نه کړی له دې ناروغۍ څخه خلاصیدای شی.دغه څېړنه په استرالیا کې د کویینزلینډ څېړنیز پوهنتون کې ترسره شوه، د دې پوهنتون څېړنیزو متخصصینو په خلکو کې د ذهنی فشار او نورو ذهنی ناروغیو زیاتېدلو ته په کتلو سره یوه مطالعتی څېړنه وکړه.د دغې څېړنې پرمهال له ځینو ځوانانو چې فیسبوک یې په دوامداره توګه استعمالاوه ازموینه واخیستل شوه، چې په دې ازموینه کې ځوانان په دوه ګروپونو ووېشل شول.یوه ګروپ ته د پنځو ورځو لپاره د فیسبوک او نورو ټولنیزو رسنیو څخه د لری والی او نه استعمالولو په اړه وویل شول، خو بل ګروپ ته د معمول په څېر د فیسبوک او نورو ټولنیزو رسنیو د استعمال اجازه ورکړل شوه. په څېړنه کې له شاملو کسانو څخه وروسته له پایلې معلومه شوه هغه کسان چې له فیسبوکه لری وو، ددوی په بدن کې د کولیسترولو کچه کمه شوې وه او همدا ډول ذهنی فشار یې هم ټیټ یا کم شوى و.او د هغو کسانو پایلې چې د معمول په څېر یې فیسبوک او ټولنیزې رسنۍ استعمال کړې، د هغو نورو په پرتله د کولیسترول کچه او ذهنی فشار پورته شوی و.له دې ځوانانو څخه د ازموینې نه وړاندې او وروسته یو یو ټیسټ واخیستل شو، په پایله کې څرګنده شوه، هغه کسان چې له ټولنیزو رسنیو په ځانګړی ډول له فیسبوکه لری وو د هغوی د ذهنی هارمونونو د فشار کچه ټېټه وه، د دې اصلی لامل له فیسبوک څخه د شخصی معلوماتو خوندی ساتل وو.

ممکن است شما دوست داشته باشید