روزنامه هیواد

د فطرصدقې ورکول  پرمسلمان روژتی د واجبو حکم لری

د روژې مبارکې میاشتې پر فضیلتونوکه هرڅومره ډیرې خبرې وشی بیا هم لږې دی، ځکه روژه د برکتونو٬ فضیلتونواوله ګناهونوڅخه د پاکېدواومعافیت داسې میاشت ده چې د روژه تی نفس او بدن دواړه پکې تزکیه او تصفیه کیږی ٬ د روژې  مبارکې میاشتې په ختم کې د (فطرصدقه)  بله مالی قربانی ده چې د اخترله لمانځه د مخه یې په روژتی مسلمان اداینه اوغاړه خلاصول د واجبوحکم لری خوفقهاوو دغه ټکی ته هم اشاره کړې ده چې که د فطرصدقه د روژې  میاشتې په بهیرکې مستحقوکسانو ته ورکړل شی داځکه  بهتره ده چې هغوى به د روژې لپاره پرې تیاری ونیسی ٬ د فطرصدقه چې له نامه څخه یې پیدا ده له افطارڅخه اخیستل شوې هغه وخت چې وروستۍ روژه افطارشی، نو روژتی باید دخپل کورد هرصغیر اوکبیرکس په سرنیمه پیمانه غنم یا یوه پیمانه اوربشې ٬ انګور٬  خرما او یا د پورتنیو توکود ملک په مروجه روپیو بیه ورکړل شی. دلته غنم له  انګورو او خرما څخه ځکه لوړښودل شوی چې په هغه ځای کې چې دغه نصاب وضع کېده غنم کم پیدا اوبیه یې لوړه وه،  نوځکه یې ارزښت هم له انګورو، اوربشو او خرما څخه لوړښودل شوى دى خو فقهاوو دا هم ویلی دی چې په هرځاى کې له پورتنیو محصولاتو څخه چې هرشی  ډیرپیدا کیږی له هغه څخه د فطرصدقه او یا یې بیه حسابېدای شی ٬ مثلا پخوا په عربوکې خرما نسبت نورو خوراکی توکو ته ډېره پیدا کېده نود فطرصدقه به هم خرما ورکول کېده او یا به هم د یو چارک خرما بیه حسابیدله ځکه په سعودی عربستان کې خرما د نورو ځمکنیو محصولاتواو تازه میوو په پرتله ډیره وه اوپه هغه ځایونوکې چې هلته انګورد خرما په پرتله ډېروو بیا به انګور ورکول کېدل اوکه به د کال داسې فصل و، چې انګوربه نه وو بیا به یې بیه له انګورو حسابیدله خو لنډه خبره داده چې له پو رتنیو توکو یا یې جنس یا یې بیه د فطر د صدقې په عنوان ورکول کېږی که په کوم کور کې د کوچنی اخترله لمانځه د مخه ماشوم (هلک ٬ نجلۍ ) و زیږېدل نو د فطرصدقې اداینه یې په اولیاوو واجب ده.

د فطرد صدقې ورکړه هغه کسانو ته کوموته چې زکات ورکول کیږی ٬ روا ده خو دلته له ټولو مهمه داده چې علماوو ته یې مقتدیان زکات ورکوی، ځکه چې پر هغوی زکات کیږی خود زکات په عنوان ملا ته د فطر صدقې په ورکولوهېڅکله غاړه نه خلاصېږی، ځکه په اسلامی شریعت کې د فطرصدقه ځانګړى او زکات بیل حکم لری .

لاندې اتواصنافو ته د فطرصدقه ورکول جواز لری

مولفه القلوب ٬ غلامان ٬ مساکین ٬ فقیران ٬ قرضداران (پوره وړی) ٬ ابن سبیل ٬ فی سبیل الله او عاملین دی ، عاملین هغو کسانو ته ویل کېږی چې له عام ولس څخه بیت المال را ټولوی ٬ خو مولفه القلوب او غلامان اوس له پورتنیو اصنافو څخه وتلی دی، ځکه چې مولفه القلوب هغو کسانو ته ویل کېدل چې داسلامی دعوت پر مهال به دوى اسلام ته خوشبین وو، خو د اسلام په سپیڅلی دین به نه وو مشرف شوی، نوځکه به ددوى د تشویق او ترغیب لپاره د فطر د صدقې ورکړې هغوى ته جواز درلود چې دا زیاتره د جناب رسول الله مبارک اسلام ته ددعوت په زمانه کې وو او بله طبقه غلامان دی چې تر وروستیو زمانو پورې په اسلامی نړۍ کې د مسلمانانو په خواپورې له هغوى سره اوسېدل  چې اوس تقریباً په ټوله اسلامی نړۍ کې غلامان نشته او ټول حر( اصیل ) مسلمان دی ٬ خو د فطر د صدقې ډیر فضیلت په دې کې دى چې دا صدقه فقیرواو نادارو خپلوانواو اقرباوو ته ورکړل شی اوکه چا فقیر او بې وسه خپلوان او قریبان نه درلودل، نوپه هغه صورت کې بیا کولاى شی چې نورو مستحقواو بې وسو کسانو ته یې ورکړی. دا هم د یادولو وړده چې د فطر د صدقې انتقال له یوه کلی بل ته (مکروه) ښودل شوی دی، خو که چېرې په دې کلی کې هېڅ مستحق کسان نه وو، نو بیا یې بل کلی ته انتقال کوم کراهت نلری ٬ اوس له ښارونو پرته دهېواد په ځینو کلیو اوبانډو کې د فطر صدقه په عام ډول د کلی ملا ته ورکول کېږی .

حیا ت الله حلیم

ممکن است شما دوست داشته باشید