روزنامه هیواد

د فساد په مخنیوی کې د عالمانو رول مهم دی

د افغانستان لویه څارنوالی وایی: په هېواد کې دروانو ناامنیو، بېکارۍ، بېوزلۍ، د جرمونو د زیاتوالی او داسې نورو ناخوالو او بدمرغیو یو عمده لامل اداری فساد دی. د فساد د دې پدېدې پر وړاندې د مبارزې په هدف، پرون د لویې څارنوالۍ له خوا د حج او اوقافو وزارت په همکارۍ (( د اداری فساد پر وړاندې د منبر غږ )) په نوم د هېواد د مرکز او ولایتونو د ګڼو دینی عالمانو یو دوه ورځنی کنفرانس جوړ شو. په دې کنفرانس کې د افغانستان د دینی عالمانو د سراسری شورا رییس مولوی قیام الدین کشاف وویل: د هېواد په روانو حالاتو کې اداری فساد افغانان له ګڼو ستونزو سره مخ کړی او لازمه ده، چې د فساد پر وړاندې د مبارزې د ادارو او کشفی او امنیتی ارګانونو ترڅنګ، دینی عالمان هم خپل غږ پورته کړی.نوموړی زیاته کړه: (( زموږ اکثریت ادارات مفسد دی، بډې اخیستل، بډې ورکول، غصب کول، اختلاس او په هېواد کې د جنګ د شدت لامل همدغه اداری فساد دی، که له نورو هوساینه د ځورېدلی ملت په برخه نه شوه، نو راځئ چې د منبرغږ عام کړو، او د فساد پر ضد موږ او تاسې خپله مبارزه پیل کړو.))د اداری فساد پر وړاندې د مبارزې لپاره افغان دینی عالمان په داسې حال کې غږ پورته کوی، چې په افغانستان کې له ۲۰۰۱‍ مېلادی کال راهیسې د فساد د مخنیوی په هدف په لسګونو ادارې فعالې دی، خو د افغانستان د عامو خلکو او کارپوهانو په باور، ډېری دغه ادارې د فساد پر وړاندې مبارزه کې پاتې راغلی دی.پردې سربېره ځینو بهرنیو معتبرو څېړنېزو موسسو او د افغانستان د بیارغونې د څارادارې (( سیګار)) په خپلو پرله پسې راپورونو کې ویلی ،چې په افغانستان کې، د فساد پرضد د دولت له هڅو سره سره، اداری فساد اوس هم موجود دی.د اداری فساد پر وړاندې د منبر غږ ترنامه لاندې په دوه ورځنی جوړ شوی کنفرانس کې د افغانستان لوی څارنوال فرید حمیدی وویل، چې د فساد پر وړاندې د مبارزې په لار کې د دولت ترڅنګ دینی عالمان کولی شی چې د فساد پرضد دغه مبارزه بریالۍ کړی.نوموړی زیاته کړه: (( سوله له فساد سره ممکنه نه ده، زه هیله مند یم د فساد په له منځه وړلو کې د دولت د صداقت او قاطعیت ترڅنګ، د دینې عالمانو په مرسته وکولای شو، د فساد د دې ناولې پدیدې پروړاندې جدی، موثره او دوامداره مبارزه ولرو.))خو دینی عالم قاسم حلیمی وایی: د فساد د مخنیوی لپاره د دینې عالمانو د تبلېغاتو ترڅنګ، د حکومت له خوا په غوڅه توګه د قانون پلی کول هم موثره لاره ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید