روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د فری فایټ افغان اتل احمد ولی هوتک په کابل کې په چړو سخت وهل شوى

د فری فایټ یا ازادې جګړې په افغان اتل، احمد ولی هوتک، په پلازمېنه کابل کې نامعلومو بریدګرو برید کړى او په چړو یې سخت وهلى او ټپی کړى دى.په  ټولنیزو رسنیو د ښاغلی هوتک د په وینو لړلی بدن عکسونه خپاره شوی دی. ویل کېږی چې هوتک د درملنې لپاره روغتون ته انتقال شوى دى.هوتک وړمه ورځ /د اکتوبر ۱۴مه/ په خپله فیسبوک پاڼه لیکلی وو چې په امریکا کې له پنځه میاشتنی تمرین څخه وروسته د را روانې جمعې په ورځ په مسکو کې له خپل روسی سیال، مکسیم شیکین، سره د سیالۍ میدان ته وځی.نوموړی په مسکو کې له مېشتو افغانانو څخه غوښتنه کړې وه چې اخلاقی ملاتړ یې وکړی او ویې هڅوی، خو خبر نه و چې په خپل وطن کې به د ناوړو خلکو له خوا پرې برید وشی.تېر کال د احمد ولی هوتک او یوه بل افغان اتل، باز محمد مبارز، تر منځ لفظی شخړه پېښه شوه چې د دغو دواړو اتلانو مینه وال یې دوه خواوې کړل، خو له څو ورځو ناندریو څخه وروسته د مشرانو په منځګړتیا بېرته سره پخلا شول.د دې تر څنګه، ولی هوتک څه موده وړاندې په واشنګټن کې د افغانستان د سفارت له خوا له هغه سره د شوی چلند په وړاندې د اعتراض په توګه په خپل فیسبوک یوه انتقادی ویډیو خپره کړې وه، خو دا لا  معلومه نه ده چې په هوتک باندې شوې حمله کې به د چا لاس وی.احمد ولی هوتک په لغمان ولایت کې زېږېدلى، ۱۷۳ سانتی متره قد لری او د ټاپولوجی وېب سایټ د معلوماتو له مخې یې په ۸ لویو نړیوالو سیالیو کې ۷ سیالۍ ګټلې دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید