روزنامه هیواد

د فرهنګی جایزو د مقررې طرحه  بشپړه شوه

د فرهنګی جوایزو د مقررې د تعدیل دکمېسیون په غونډه کې  چې پرون د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ستر حقوقی سلاکار  او د دغه کمېسیون د رییس دلاورنذیر زوى په مشرى  جوړه شوې وه  د فرهنګی جوایزو د مقررې طرحه بشپړه شوه . د فرهنګی جایزو مقرره د اوسنیو اړتیاوو په پام کې نیولو سره  بشپړه شوې ده .  دلاور نذیر زوى په  دې باب وویل،چې  پخوانى مقرره د اوسنیو شرایطو  ځواب ورکوونکى نه و ، دغه مقرره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مقاماتو په نوښت په پنځو فصلونو او اته دېرشو مادو کې  تدوین شوې او ټاکل شوې ده  د پړاوونو د بشپړولو په مقصد د مالیې وزارت ته  وسپارل شی .  په دې غونډه کې دغه طرحه  درایو په اتفاق سره تائیده او بشپړه شوه .   باختر

ممکن است شما دوست داشته باشید