روزنامه هیواد

د فرانسې په ۹ ښارونو کې تازه د کورونا له امله بندیزونه وضع شوی

د کورونا د دویمې څپې له راتګ سره سم په فرانسه کې ګرځبندیز وضع شوی دی.د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون په تازه اقدام کې په هغه هېواد په ۹ ښارونو کې ګرځبندیز وضع کړی دی.مکرون وایی د پاریس په ګډون په ۸ نورو ښارونو کې خلک د شپې له نهو د سهار تر شپږو بجو د څلورو اوونیو لپاره له کوره د وتلو حق نه لری.نوموړی همدا راز زیاته کړې، د کورونا د کنټرول لپاره به لا ډېر بندیزونه وضع کړی.د یادونې ده چې په فرانسه کې په ۲۴ ساعتونو کې ۲۲۹۵۱ مثبتې پېښې ثبت شوې دی، چې په ټوله کې په هغه هېواد کې د پېښو شمېرتر ۸۲۰ زره اوښتی دی.روغتیایی چارواکی زیاتوی دغه راز په هغه هېواد کې د مړو شویو شمېر هم تر ۳۳ زره کسانو اوښتی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید