روزنامه هیواد

د غور څلی د څېړنې لپاره موظف پلاوى دغه ولایت ته سفر کوی

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت  د فرهنګ اوهنر د معیین  پوهاند محمد رسول باوری په مشرۍ د هغه هیئت غونډه چې دغور د څلی  د حالت د څېړنې په خاطر  موظف شوى دى،  پرون  جوړه شوه .   د باختراژانس د خبریال د خبرله مخې،  د دې غوڼدې په پیل کې  پوهاند باوری وویل  د جام څلى په افغانستان کې د اسلامی دورې یو تاریخی څلى دى او یونسکو هغه د نړۍ د فرهنګی میراثونو په فهرست کې شامل کړى دى .   پوهاند باوری زیاته کړه، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت یوه دنده  په هېواد کې د تاریخی څلو او آبداتو ساتنه ده او دغه وزارت له موجودو امکاناتواو د یونسکو او دهغه هیئت  له همکارۍ څخه  په ګټې اخستنې سره  چې د کابینې له لوری ټاکل شوى دى، ساحه  له نږدې  څېړی او دهغه د ترمیمولو په باب تصمیم نیسی   وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تاریخی ابداتو د ساتنې رییس عبدالاحد عباسی  د جام څلی د اوسنی حالت او د هغه هیئت په باب  چې  د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت له لوری  پخوا  استول شوی و .  معلومات ورکړل

په پاى کې  برخه والو خپلې نظریې اووړاندیزونه  څرګند کړل.

دجام څلى کابو اته سوه کاله مخکې  د سلطان غیاث الدین غوری په دوران کې   جوړ شوى دى .

ممکن است شما دوست داشته باشید