روزنامه هیواد

د غزنی په یرغل کې اکثره بهریان طالبان دی

د غزنی امنیه قوماندان فرید مشال وایی، په غزنی کې له امنیتی ځواکونو سره په جګړه کې د شاملو یاغیانو اکثریت بهرنیان دی.د ډیلی مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، مشال وویل، په سلګونو طالبان وژل شوی دی.همداراز په سلګونو طالبان، امنیتی ځواکونه او ملکیان ژوبل شوی دی.مشال وایی، د امنیتی ځواکونو پر ضد د جنګېدونکو یاغیانو اکثریت د پاکستانی، چیچنیایی او نور بهرنیان دی.راپورونه وایی چې پرون پر غزنی ښار د طالبانو د یرغل په څلورمه ورځ هم په ښار او شاوخوا سیمو کې یې جګړه روانه وه.ولسمشر غنی پرون په یوه ټوېټری پیغام کې لیکلی چې غزنی ته به فوراً نور کومانډو ځواک واستول شی.د کورنیو چارو وزارت ویندوى نجیب دانش هم وویل چې غزنی ته کومکی ځواک تللى.امنیتی ځواکونه د ښار په مهمو واټونو، چوکونو کې ځاى پر ځاى شوی دی وړمه ورځ له غزنی ښاره په ځینو ترلاسه شویو عکسونو او ویدیویی تصویرونو کې څرګنده شوه چې امنیتی ځواکونه د ښار په واټونو او څلور لارو کې ځاى پر ځاى دی او لږ ملکیان هم لیدل کېږی. خو لا هم غزنی ښار له طالبانو بشپړ نه دى پاک شوى.

ممکن است شما دوست داشته باشید