روزنامه هیواد

د غزنی په عملیاتو کې ۱۵۰طالبان وژل شوی او ټپیان شوی دی

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایی، پر غزنی ښار د طالبانو په حمله کې له ۱۵۰ ډېر وسله وال طالبان وژل شوی یا ټپیان شوی دی. په افغانستان کې د امریکا د پوځ ویندوى ډګرمن (مارتین او دانیل) وویل «یاغیانو له کابله ۱۰۰ کیلومتره لرې د غزنی په ګڼ نفوسه ښار کې پر یو شمېر دولتی مرکزونو بریدونه وکړل خو په شا وتمبول شول. د جګړې اصلی شدت د سهار تر ۸ بجو پورې و.»

طالبانو له دې وړاندې د کندوز، فراه او لښګرګاه ښارونو د نیولو هڅه کړې او د لنډ وخت لپاره د کندوز او تر یوه حده فراه ښارونو په نیولو کې بریالی شوی خو ساتل یې نه دی.

ډګرمن ډانیل همداراز وویل چې د امریکا څرخکې د افغان هوایی ځواک د ملاتړ لپاره پر غزنی ښار والوتې او ډرون یا بې پېلوټه الوتکې حمله وکړه.

طالبانو پر غزنی په داسې حال کې یرغل وکړ چې د افغانستان حکومت له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره هلې ځلې زیاتې کړې او له دې ډلې سره یې د بل اوربند اعلامولو ته تیارى پیل کړى دى.  وړمه ورځ /جمعه/ ماسپښین مهال د ولسمشر غنی یوه ویندوى شاه حسین مرتضوی وویل چې افغان امنیتی ځواکونه ټول غزنی ښار په کنټرول کې لری. د کورنیو چارو وزارت وایی چې شاوخوا ۱۵۰ وسله وال طالبان وژل شوی او ټپیان شوی او لا هم د دې ډلې د ډېرو غړیو مړی پر سړکونو پراته دی. د غزنی امنیه قوماندانی وایی چې د طالبانو د حملې په اړه یې معلومات لرل او له همدې کبله یې مخکې تر مخکې اقدامات کړی وو. د غزنی د حملې لپاره چې سلګونو طالبانو پکې برخه لرله، دې ډلې له وردګو او زابل ولایتونو هم خپل جګړه مار راغوښتی وو.

ممکن است شما دوست داشته باشید