روزنامه هیواد

د غزنی په جګړه کې د شهیدانو او ټپیانو له کورنیو سره نغدی مرسته وشوه

پر غزنی ښار د وسله والو د ډله ییزو بریدونو پر مهال د ملکی شهیدانو له ورثه او ټپیانو سره د نغدی مرستی لړۍ پرون له یوې نیمې اوونۍ وروسته پای ته ورسېده. د ملکی شهیدانو د کورنیو او ټپیانو د عرایضو او نغدی مرستو د لاسته راوړلو په موخه د مشخصو فورمو پر بنسټ پر غزنی ښار د وسله والو د برید پر مهال ۲۵۵ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې له ډلې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹۷ شهیدان او ۱۵۸ ټپیان دی.د غزنی والی الحاج وحیدالله کلیمزی د ملکی وګړو پر شهادت او ټپی کېدو خواشینی څرګنده کړه او له ولسمشر محمد اشرف غنی څخه یې له دې کبله مننه وکړه، چې د غزنی د جګړی پر مهال یې زیانمنو شویو کورنیو ته پر وخت لازمې مرستې واستولی.د هغه په خبره ۱۴ میلیونه ۴۰۰ سوه ۷۰ زره افغانۍ نغدی مرسته د شهیدانو پر وارثینو او ټپیانو وېشل شوې ده.

د غزنی والی دغه راز د ولسمشر د سلاکار اسدالله فلاح په مشرۍ د هغه پلاوی له کړنو څخه هم مننه وکړه چې د ملکی شهیدانو وارثینو اوملکی ټپیانو ته یې د ولسمشر د فرمان په اساس راوړې نغدې مرسته په شفافه توګه توزیع کړه.هغه وویل: (( موږ ۹۷ شهیدان درلودل چې هر شهید ته ۱۰۰ زره افغانۍ او ۱۵۸ ټپیان و، چې ټپونو ته په کتو یې پر درېیو سخت، منځی او عادی کټګوریو ویشل شوی، چې هر سخت ټپی ته ۵۰ زره، متوسط ته ۲۰ زره او عادی ته ۱۰ زره افغانۍ ورکړل شوی او دغه لړۍ پای ته ورسېده.)) کلیمزی دغه راز د جګړې له کبله زیانمنو کورنیو ته د خوراکی او غیر خوراکی مرستو پر شفافیت او د وېش لړۍ پر چټکتیا ټینګار وکړ.

ممکن است شما دوست داشته باشید