روزنامه هیواد

د غزنی په برید سره طالبانو یو ځل بیا د افغانانو په وړاندې دښمنی ثابته کړه!

ارګ، کابل:  په ډېرې خواشىنۍ سره چې طالبانو پرون سهار د غزنی ولاىت په مرکز کې په وحشىانه ترورىستی برىد سره د زده کوونکو په ګډون زموږ ىو شمېر بېگناه هېوادوال شهىدان او ټپىان کړل.جمهورریىس غنی د دغه جناىتکارانه برىد د سخت غندلو ترڅنګ ووىل، طالبانو چې د دغه زشت او بې ننګه عمل مسوولىت یې ومانه او پر ملکی وګړو په ځانګړی ډول پرمعصومو کوچنىانو او عامه تاسىساتو ىې برىد وکړ، ىو ځل بىا ىې له افغانانو سره خپله ښکاره دښمنی ثابته کړه او دغه کار ىې بشری جناىت ګڼل کېږی.جمهورریىس ووىل: طالبانو په دغه ترورىستی برید سره وښوده چې عمل او خبرې ىې جدی تناقض لری. په داسې حال کې چې په قطر کې مذاکرات کوی،خو په افغانستان کې هره ورځ خپل لاسونه د بې ګناه وګړیو په ځانګړی ډول د ښځو او کوچنىانو په وىنو سره کوی.جمهورریىس محمداشرف غنی زىاته کړه: طالبان باىد پوه شی، چې د ملکی وګړو په ځانګړی ډول پر کوچىنانو په برىدونوسره د سولې په مذاکراتو کې امتىاز نشی تر لاسه کولاى.د افغانستان د اسلامی جمهورىت جمهورریىس د شهىدانو کورنىو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او همدردۍ مراتب وړاندې کوی او ټپىانو ته د خداى تعالى په دربار کې د بشپړې روغتىا دعا کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید