روزنامه هیواد

د غزنی د ملی راډیو تلوېزیون د ودانۍ سوځول غندو

طالبان  دغزنی ښار ته  په ننوتلو سره  د غزنی  ولایت  د راډیو ټلوېزیون ودانۍ په قصدی ډول  وسوځاوه .  چې دغه رسنۍ ته زیات مالی زیان اوښتى دى .  ددغې کمېټې  په اعلامیه کې چې باختر آژانس ته رسېدلې ده ویل شوی دی  چې دخبریالانو دخوندیتوب کمېټې  دطالبانو ددغه اقدام د غندنې په ترڅ کې دطالبانو دغه عمل  دبیان د آزادۍ  داصل پرخلاف بولی او څرګندوی  چې رسنۍ ملکی دی . او په ملکی هدفونو برید جنګی جنایت بلل کېږی .   دخبریالانو  دخوندیتوب کمېټې  دیوناما له دفتر څخه غوښتی دی  چې له ښکېلو ډلو په تېره بیا په قطر کې  د طالبانو  له سیاسی دفتر  څخه غوښتنه کوی  چې دغزنی ولایت  په رسنیو د برید مخه ونیسی .  دغه راز  دغې کمېټې  له دولتی ځواکونو څخه غوښتنه کوی  چې په غزنی ښار کې  دنورو رسنیو امنیت  تامین کړی .  اوس په دغه ولایت کې ټولې سیمه ییزې  رسنۍ  له فعالیت څخه پاتې دی ځکه د زیاترو رسنیو آنتنونه  دطالبانو دیرغل په لومړى ورځ سوځول شوی دی . چې دهمدې جګړو له امله دملی راډیو ټلوېزیون  یو تخنیکی همکار  محمد داود هم شهید شوى دى . 

ممکن است شما دوست داشته باشید