روزنامه هیواد

د غازی امان الله خان اوشورویانو ترمنځ  سیاسی اړیکې

غازی امان الله خان له انګریزانودافغانستان دخپلواکۍ له ګټلو وروسته په دې لټه کې شو، چې دافغانستان دپرمختګ لپاره له شوریانو سره به بېلابېلو برخوکې تړونونه لاسلیک کړی. غازی امان الله خان له انګرېزانوسره هم داقتصادی اوسوداګریزو اړیکو پلوی و، خوانګرېزانوله دې امله ،چې افغانستان خپلواکۍ ته رسېدلی و، دتړون له لاسلیک کولو ډډه کوله. د ټولنیزوعلومو غړی اوتاریخپوه ښاغلی دوکتور غلام فاروق ((انصاری)) دهېواد ورځپاڼې د خبریال د دې پوهښتنې به ځواب کې ،چې له غازی امان الله خان نه مخکې په ۱۸۷۲ زیږدېز کال کې افغانستان په انګرېزانو پورې  تړلی هېوادو  اوهیڅ سیاسی بهرنۍ تګلاره یې نه لرله. دګندمک تړون هغه مهال دیعقوب خان اوانګریزانو ترمنځ لاسلیک شو.

په تړون کې یعقوب خان منلې وه، چې په بهرنی سیاست کې افغانستان د انګرېز انوترادارې لاندې دی. کله چې غازی امان الله خان په ۱۹۱۹ زیږدیزکال کې دافغانستان خپلواکی وګټله داخپلواکی په بهرنی سیاست کې دخیله شوه. افغانستان د هغې بهرنۍ سیاسی تګلارې له مخې کولی شوری، چې د نړۍ له هېوادونو سره سیاسی اړیکې ټیګې کړی. غازی امان الله خان هم ددې لپاره، چې دافغانستان بهرنۍ تګلاره تمثیل کړی، یوه غښتلې بهرنۍ تګلاره یې په مخکې ونیوله، دغه مهال افغانستان د یوې غښتلې بهرنۍ سیاسی تګلارې څښتن شو، چې سارې یې نه لیدل کېده. که موږ دغازی امان الله خان دورې ته نظروکړو، دافغانستان په  تاریخ کې یوه فعاله دوره وه ، غازی امان الله خان هغه تېروتنې، چې د ۴۰ کلونو په  موده کې دګندمک له معاهدې وروسته  شوې وې جبیره کړې. غازی امان الله خان انګرېزانو ته دا وښوده ،چې افغانستان په خپل بهرنی سیاست کې کولی شی هرتصمیم ونیسی . دا تصمیم دافغانستان د خپلواکۍ داعلامولو په سبا ونیول شو. سربېره بردې د بهرنۍ سیاست له پلوه دغازی امان الله دوره ډېره ځلانده دوره شمېرل کېږی . په دغه دوره کې افغانستان له بهرنیو هېوادونو سره اړیکې لرلې، خوسیاست یې نه درلود، له نېکه مرغه، سیاست هم منځ ته رغی او د افغانستان بهرنۍ سیاسی تګلاره فعاله شوه. په دغه حساس وخت کې غازی امان الله خان خپله وینا اوپیغام د ولی دروازی په واسطه د پخوانی شوروی اتحاد مشر ولادمیرایلچ ((لنین)) ته ولېږه. دروازی د دولت له څوکسانو سره یوځای، شوروی اتحاد ته سفروکړ، چې مشرته یې وروښیی،  افغانستان یو خپلواک هیواد دی. پخوانی شوروی اتحاد هم دروازی  ته ښه راغلاست ووایه او استقبال یې کړ. دا، چې شورویانو، ولې د غازی امان الله خان کېږل شوی استازی ته ښه راغلاست ووایه، خبره روښانه ده، شورویان په دغوکلونو کې په  منځنۍ آسیاکې له مسلمانانوسره په  جګړه کې ښکېل وو اوغوښتل یې ،چې دکمونستانو واک ته په دغو سیموکې پراختیا ورکړی. شورویانو غوښتل د منځنۍ آسیا هېوادونوله ستونزو ځان خلاص کړی اوهم افغانی هیئت ته د او ښینی،چې دغه هېواد له افغانستان سره هم اړیکی لری. د شوروی اتحاد مشرلنین له غازی امان الله خان سره داړیکو دټینګولوڅخه ګټه پورته کړه. شورویانو دمنځنۍ آسیا پاڅون کوونکو ته د غلو او شورشیانو له لیدلوری کتل. غازی امان الله خان په داسې  وخت کې خپل استازی شوروی ته ولیږل ‎، چې له شوروی او ځینو نورو هېوادونو سره اړیکې ټینګې کړی ‎، چې له دې لارې نړیوالو ته افغانستان د یوه خپلواک هېواد په  توګه و روپیژنی.

ښاغلی دوکتور ((انصاری)) د دې پوښتنې په  ځواب کې، چې د غازی امان الله خان د استازی او د شوروی اتحاد مشر لنین ترمنځ د مذاکرې او خبرو پایله څنګه شوه؟ څرګنده کړه: د افغانستان او شوروی اتحاد ترمنځ په ۱۹۲۰ زیږدیز کال  یو تړون لاسلیک شو، خو په  دغو کلونو کې د فغانستان اوشوروی اتحاد اړیکې له ستونزو سره مل وې.  غازی امان الله خان د خپل حکومت په پیل کې دپان اسلامیسم پلوی  (اسلام ګرا) شخصیت و او د اسلامی نړۍ د یووالی او پیوستون تګلاره یې مخکې بېوله . دغه سیاست غازی امان الله خان ورو ورو له کمونیستانو سره مخامخ کړ په تېره بیا په  منځنۍ آسیاکې ،چې کمونیستانو خپلې واکمنۍ ته پراختیا ورکوله ، غازی امان الله خان د د غو سیمو له مسلمانانو څخه ملاتړ کاوه او سربېره پردې په بریتانوی هندکې له انګریزانو سره مخامخ کېده . غازی امان الله خان دخپلې پان اسلامی تګلارې په  لرلو سره دهند له مسلمانانو څخه ملاتړکاوه، غازی امان الله خان د خپل حکومت په پیل کې مجبور و، چې دمنځنۍ آسیا له مسلمانانوڅخه ملاتړوکړی به دغه دوره کې دغازی امان الله خان دمنځنۍ آسیا د مسلمانانو مرستې ته خلک ولیږدول. دغازی امان الله خان مورسرور(سلطان) خپل زیورات اومالی شخصی مرسته هم د منځنۍ آسیا د هېوادونو پاڅون کوونکو مسلمانانو ته ولېږدوله ‎، نو د تاریخی واقعیت له مخې د افغانستان اوپخوانی شوروی اتحاد اړیکې په دبڼه وې . شورویانوښودله ،چې د نورو هېوادونو له مسلمانانو سره ستونزه نه لری، نوځکه د شوروی اتحاد مشر((لنین)) له غازی امان الله خان سره اړیکو ساتلو ته لیواله شو. غازی امان الله خان ددې لپاره، چې وښیی یو خپلواک پاچاه دی، نوخپل استازی  یې شوروی اتحاد ته ولېږل او له ((لنین)) سره یې اړیکې ټینګې کړې او د دې په ترڅ کې یې د شوروی اتحادله مشر((لنین)) سره تړون لاسلیک کړ، هغه څه ، چې د افغانستان او پخوانی شوروی اتحاد اړیکې یې تر خپلې اغېزې لاندې راوستلې، هغه د منځنۍ آسیا د بخارا د مسلمانانو ماتې وه. د بخارا د خلکومشر او افغانستان ته د اتیا زرو خلکو راتګ په تېره بیا کابل ته مهم دی.

دغه اتیا زره کسیزه ډله بیا د افغانستان په شمالی سیمو کې د مهاجرینو په توګه استوګنه شوه، چې د غازی امان الله خان له ملاتړڅخه هم برخمنه شوه . دغه مهال د بخارا  مشر امیر عالم خان ته ډېرې آسانتیاوې برابرې کړې . دغازی امان الله خان دغه دریځ د شورویانو له نظر څخه پټ نه و، دوی پوهېدل ، چې غازی امان الله خان د بخاراله خلکو څخه ملاتړکوی. تاریخپوه ښاغلی دوکتور انصاری د دی پوښتنې په ځواب کې، چې غازی امان الله خان د خپلواک افغانستان د مشرپه توګه له انګرېزانو سره د اقتصادی او نورو تړونونو د لاسلیک کولوغوښتونکی و. به دې برخه  کې څه چارې ترسره شوې ؟ ډاګیزه کړه: له انګرېزانو سره د اړیکو نیولو او تړون لاسلیکولو بهیر یوڅه توپیرلری. غازی امان الله خان ، کله چې واک ته ورسېد له انګرېزانو سره یې جګړه پیل کړه. دغې جګړې ۲۶ ورځې دوام وکړ انګرېزانو د افغانستان خپلواکۍ په رسمیت پېژندلو سره جګړه ودروله د لومړی ځل لپاره د افغانانواو انګرېزانو ترمنځ خبرې  دبریتانوی هند په راولپنډۍ  ښارکې ترسره شوې په مذاکره کې د غازی امان الله خان داستازی یوازینۍ غوښتنه د افغانستان د خپلواکۍ په رسمیت پېشرندل و وسربېره پردې وزیرستان ته لاسرسى  او د دې ترڅنګ دډیورنډ کرښې تعدیل اوبیا کتنه وه. لومړنۍ مذاکره دغازی امان الله خان اوانګرېزی هیئت ترمنځ ډېره پېچلې وه ‎، خو پنځوس سلنه انګرېزان له خپلی موضع تیرشول اوهمدارنګه پنځوس سلنه افغانی استازی له خپلې غوښتنې تېرشول، خوهغه څه یې ، چې له لاسه ورکړل هغه وزیرستان او د ډیورنډ سیمې وې ، چې غازی امان الله خان یې د بېرته ګټلو هڅه کوله. دغازی امان الله  خان پلار په ۱۹۰۵ لمریزکال کې دامیر عبدالرحمن خان تړون، چې له انګرېزانو سره  یې کړی و ومانه، امان الله خان هم د خپل پلار په سرحدونو بسنه وکړه. انګریزانوهم په سیمه کې یوڅه له لاسه ورکړل، چې هغه د افغانستان په بهرنی سیاست کې د انګرېزانو واک و، خود ډیورنډ دسرحدی پښتنو ترواک لاندې راوستل یې ترلاسه کړل.      محبوب

ممکن است شما دوست داشته باشید