روزنامه هیواد

د عینکو مسو کان تاریخی آثار د افغانانو ملی او تاریخی پانګه ده

د اطلاعاتو او فرهنګ  او د کانونو او پترولیم د وزارتونو ترمنځ  د همکارۍ تفاهم لیک پرون په عینکو مسو کان کې لاسلیک شو.

د دغه تفاهم لیک له مخې، که چېرې د کانونو او پترولیم وزارت د لوګر ولایت د عینکو د مسو له کان څخه د مسو د را ایستلو په بهیرکې له کومې تاریخی سیمې او یا لرغونو آثارو سره مخامخ کېږی، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لرغونپوهانو په سلامشورې د مسو د را ایستلو کارته دوام ورکوی .

دغه تفاهم لیک د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې اوکاندید وزیرې حسینې صافۍ او د کانونو اوپترولیم وزارت  سرپرستې نرګس نهان لاسلیک کړ. مېرمن حسینه صافی د تفاهم لیک له لاسلیک کولو مخکې په لنډو خبروکې وویل چې لرغونی او تاریخی آثار د هېوادونو هویت دى. دې دغه راز وویل: د نړۍ لرغونپوهانو افغانستان د هغو
هېوادونوله جملې څخه بولی چې زیات لرغونی او تاریخی آثار لری . دې زیاته کړه چې تر اوسه پورې د عینکو مسو له کان څخه څه د پاسه ۱۰۰۰  تاریخی آثار ترلاسه شوی او ملی موزیم ته لېږدول شوی او د دې ترڅنګ ۳۰۰ ترلاسه شوی آثار تر ترمیم لاندې دی. په همدې حال کې د کانونو او پترولیم وزارت سرپرستې نرګس نهان وویل چې د عینکو مسو کان تاریخی آثار د افغانستان د خلکو ملی او تاریخی پانګه ده،  په همدې مقصد دغه تفاهم لیک لاسلیک شو. چې هغه آثار چې د کان د را ایستلو په بهیرکې د کان کار ګران ورسره مخامخ کېږی، لرغونپوهانو ته خبر ورکړی. دغه راز  د لوګر والی او د کورنیو چارو وزارت دعامه محافظت معیین تورنجنرال  عبدالرزاق امیری چې د دغه تفاهم لیک د لاسلیک کولو په مراسموکې حاضر وو، ژمنه وکړه چې د عینکو مسو کان د امنیت په تامینولوکې د اطلاعاتو او فرهنګ او د کانونو او پترولیم له وزارتونوسره همکار دی. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لرغونپوهنې رییس نورآغا نوری وویل چې د عینکو مسو له کان څخه ترلاسه شوی آثار د بودایانو، یفتلیانو او دکوشانیانو   په دورو پورې مربوط دی .  د دغه تفاهم لیک د لاسلیک کولو په مراسموکې د اطلاعاتو  او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معیین پوهاند محمد رسول باوری هم حاضر و.            باختر

ممکن است شما دوست داشته باشید