روزنامه هیواد

د عینکو د مسو کان د لرغونې ساحې د سروې کار پیلېږی

دنړیوال  بانک لوى رییس پرون داطلاعاتواوفرهنګ وزارت له سرپرستې  حسینې صافى  سره په کتنه کې له دغه وزارت سره ددغه بنسټ دهمکاریو ددوام ډاډ ورکړ . په دې کتنه کې دعینکو دمسو دلرغونې ساحې دکیندنو دپروژې، په دې ساحه کې دکیندنو دکار په خاطر دزمینې دبرابرولو او داطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره دنړیوال بانک دهمکاریو ددوام په باره کې خبرې وشوې .  دغه راز په  دې باب چې ټاکل شوې ده په راتلونکې اوونۍ کې دتاریخی آثارو دکیندنو دزیاتو آسانتیاوو دبرابرولو په خاطر دعینکو دمسودکان دلرغونې ساحې دسروې کار، دیونسکو له لورې او داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دلرغونپوهانو په همکارۍ   پیل شی اوله دریو میاشتو وروسته  دسروې رپوټ دغه وزارت ته وړاندې شی هم خبرې وشوې . حسینې صافۍ  ددې تر څنګ چې په ځانګړی توګه په فرهنګی برخو کې داطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت سره دنړیوال بانک دهمکاریو  له امله مننه وکړه څرګنده کړه چې دعینکو دمسو دپروژې په کار کې باید ددغه ځاى  خلک هم استخدام شی  چې له یوې خوا دهېواد له تاریخی اثارو سره زیات بلد شی او له بله پلوه دهغوپه ساتنه کې ونډه وال شی .

ممکن است شما دوست داشته باشید