روزنامه هیواد

د عینکو د مسو کان د لرغونو او تاریخی آثارو ساتنه د ټولو هېوادوالو ستره دنده ده

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې وزیرې آغلې حسینې صافۍ وړمه ورځ لوګر ولایت ته د سفر پر مهال د دغه ولایت د محمد اغې ولسوالۍ د مس عینک له لرغونې سیمې کتنه وکړه، له آغلې صافۍ سره په دغه سفر کې د کانونو او پترولیم وزارت سرپرسته وزیره آغلې نرګس نهان، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګی معیین پوهاند محمد رسول باوری، د کورنیو چارو وزارت مرستیال، د لوګر والی محمد انور اسحق زی ،د لوګر امنیه قومندان او نورو سیمه ییزو چارواکو هم حضور لاره، آغلې صافۍ د لوګر ولایت په محمد اغې ولسوالۍ کې د مس عینک لرغونې سیمه وکتله او د دغو لرغونو اثارو پر اهمیت یې رڼا واچوله، نوموړې زیاته کړه، چې د مس عینک لرغونی اثار د ټول هېواد شتمنی ده او له دغو تاریخی اثارو باید ښه ساتنه او سپړنه وشی. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې وزېرې په مشرۍ دغه پلاوی د محمد اغې ولسوالۍ له سیمه ییز موزیمه هم کتنه وکړه، په دغه موزیم کې ۱۰۰۰ لرغونی او تاریخی اثار ساتل کېږی او خلک یې ننداره کوی. د لوګر د مس عینک سیمه تر مځکې لاندې لرغونی او تاریخی اثار لری، چې د هېواد غیر منقول مهم تاریخی اثار په کې پراته دی اود اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دغو اثارو د راسپړنې او بیا رغونې
چارې پر مخ وړی. 

ممکن است شما دوست داشته باشید