روزنامه هیواد

د عینکو د مسوله کان څخه د گټې اخیستنې د بهیر څرنګوالى

په دې وروستیو کې داطلاعاتو اوفرهنگ او د کانونو اوپټرولیم  وزارتونو گډ پلاوى د عینکو دمسو کان ته تللى و، چې څنګه وتوانېږی دتاریخی آثارو اوآبداتو د تخریب مخنیوى وکړی اوکوم آثار اومجسمې چې ترلاسه کېږی هغه ملی موزیم ته ولېږدولى شی.یوله عمده چالشونو چې له امله یې تراوسه چینایی کمپنۍ پردې نه ده توانېدلې چې مس راوسپړی اوبیایې په پخو مسو باندې بدل کړی همدغه د تاریخی آثارو از مجسمو شتون دى.

هېواد ورځپاڼې د کانونو اوپټرولیم  وزارت له ویاند ښاغلی عبدالقدیر ((مطفى)) سره مرکه کړې چې خپرېږی.

 پوښتنه: دعینکو دمسوکان دراسپړلو لپاره د کانونو اوپټرولیم  وزارت څه چارې ترسره کړی دی؟

ځواب: دعینکو دمسکو کان یوه لویه پروژه ده .په دې وروستیو کې د کانونو اوپټرولیم  وزارت په تېره بیا داستخراجى سکتور دتګلارې پراساس د څوارلسو مهمو پروژو دسیالۍ پړاو ترڅېړنې لاندې ونیوه د ارزونې او څېړنې ترڅنګ زموږ موخه دا وه چې یاده شوې پروژه څنګه دبشپړېدو اوعملی کېدو پراوته ورسېږی ، یوه له دغو پروژو څخه دعینکو دمسو دکان پروژه ده چې له چینایی (MCC) کمپنۍ سره یې څوکاله وړاندې تړون لاسلیک شو. نه یوازې دمسو دراسپړلو او ویلې کولو په برخه کې خبرې شوی ، بلکې په څلورو نورو بېلابېلو برخو کې چې دضمیمې په توګه یې تړون هم لاسلیک شوى دى ، چې داورګاډی پټلۍ جوړونه ، دڅاګانو دجوړولو پروګرام داوسېدو د ځایونو جوړول او همداسې دبرېښنا دتولید بهیردى. دعینکود مسو کان د تړون په ضمیمه کې یادو څلورو کارونو ته هم ځاى ورکړل شوى دى.

ده زیاته کړه: دعینکو دمسوکان مسئله روښانه ده. د کانونو اوپټرولیم  وزارت ددغه کان چارې پر څلورو برخو ویشلی دی. لومړى دعینکو دمسوکان په شاوخوا کې دتاریخی آثارو شتون دى. ددغو آثارو دایستلو لپاره د کانونو اوپټرولیم  وزارت  د اطلاعاتو اوفرهنگ له وزارت سره یو تړون لاسلیک کړ. ددغه تړون له مخې به موږ خپلې ټولې تخنیکی وسیلې اونورې کومې آسانتیاوې اوامکانات چې لرو هغه به داطلاعاتو او فرهنگ وزارت په واک کې ورکړو چې هلته دتاریخی آثارو او مجسمو درااېستلو چارې چټکې کړاى شی. هغه تاریخی آثار چی زموږ ملی پانګه ده هغه باید خوندی ځایونو ته ولېږدول شی ، سربېره پردې دعینکو دمسو کان دامنیت ساتلو مسئله ډېره مهمه ده ، دامنیتی ارګانونو هغه قطعات چې په دغې سیمه کې پراته دی او دکان دساتلو چارې پرمخ بیایی په دې برخه کې هم یوڅه ستونزې منځ ته راغلی دی ، ددغو ستونزو دلرې کولو په موخه هلې ځلې کېږی چې له امنیتی ارګانونو سره په گډه کاروشی .

دریمه موضوع په تړون کې دتعدیلاتو راوستل دی. موږ ته ۵۶ موارد راسپارل شوی چې په اړه یې مذاکرې وشی اوله خبرو وروسته دکان د راسپړلو پروسه پیل شی. ددغو کارونو په اجراسره ۸ نقطې د مسو دراسپړلو لپاره شتون لری، خو بیاهم موږ په دې برخه کې یو سند ته اړتیا لرو . داطلاعاتو اوفرهنگ وزارت دهمکارۍ سند دلاسلیکولو نه موخه داوه هغه ساحې چې دمسو راسپړلو ته چمتو دی دا کاربایدپه دغو سیموکې پیل کړاى شی په تړون کې چې ۵۶ موارد وته په کې ځاى ورکړل شوی و،هغه وارزول شول.

ددغه کارترڅنګ موږ له چینایی کمپنۍ سره په اړیکه کې یو، په دې برخه کې ښایی نورې خبرې هم وشی.اوس په ټولو برخوکې کارونه پیل شوی دی موږ دعینکو دمسو کان دکار دنظارت په موخه سیمې ته یو سفردرلود  او سیمه موله نږدی ولیده او له هغو انجنیرانواو لرغون پېژندونکو سره مو،چې په یاده شوې سیمه کې کار  کوی وکتل.زموږ موخه داو ه چې د عینکو دمسو کان دکار دچټکولو په اړه او دلومړیتوبونو او کاری تګلارې پراساس دکانونو اوپټرولیم  وزارت د استخراجې سکتور چې ویلى یې وو: تړونونه باید منطقی اوعملی پړاوته ورسېږی او کومې ستونزې چې دتړونونو پر وړاندې پرتې دی هغه دې لرې کړاى شی ، په دې برخه کې هم موږ ځانګړی لومړیتوبونه وضع کړی او دلومړیتوبونو پربنسټ پرمختګ کوو.

دعینکو دمسو له کان  څخه دتاریخی آثارو او مجسمو را ایستل اوپاکول مهم دی چې وتوانېږو له کان څخه دمسو د راسپړلو اودهغودویلې کولو لپاره زمینه برابره کړو.

ښاغلى مطفى زیاته کړه: دمسو د را ایستلو او ویلې کولو پړاو یو ستونزمن پړاو دى ،نوموږ نه غواړو چې دهېواد تاریخی آثار چې معنوی ارزښت لری هغه له منځه یوړل شی. له  مسو او تاریخی آثارو دگټې اخیستنې لپاره هلې ځلې روانې دی.

 دکانونو اوپټرولیم  وزارت ویاند ډاګیزه کړه: دچین له (MCC) کمپنۍ سره دتعدیلاتو په برخه کې په بشپړه توګه چمتووالى لرو او حقوقی ظرفیت هم لوړ شوى دى، چې دافغانستان دنافذو قوانینو پربنسټ به د نوموړې کمپنۍ پوښتنوته ځواب ورکړو او په دې توګه به دعینکو دمسو کان چارې ګړندۍ کړاى شی.                        نوری

ممکن است شما دوست داشته باشید