روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د عمران خان پر ضد د فضل الرحمن مېلیونی اعتراضونه پیل شول

د عمران خان د حکومت رانړولو لپاره د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ څو ګوندیز مېلىونی لارىونونه له پلان سره سم پىل شول.

د جمعىت علماى اسلام ګوند وىاند مفتی ابرار احمد وایی، له وړمې شپې راهىسې لوى اعتراضىه مارش په کراچۍ کې له پرانىستې وىنا سره سم پىل او له څلورو اىالتونو خلک د اسلام اباد پر لور راروان شوی دی.

نوموړى وایی، د معترضانو ټول کاروانونه به د پاکستان له مختلفو سىمو د اکتوبر تر ۳۱مې پورې اسلام آباد ته ورسېږی او په اسلام آباد کې به ىو ځاى ته راټول شی.

د مفتی ابرار په خبره دا لوى مارش به تر هغې روان وی چې په پاکستان کې د عمران خان نامشروع حکومت راونړول شی.

مولانا فضل الرحمن چې عمران خان د پاکستان د اقتصادی بحران اصلی لامل بولی له اوږدې مودې راهىسې ىې له ګوندونو سره مذاکرات کول ،چې ټول د اعتراض په ټغر ىو ځاى ته راټول کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید