روزنامه هیواد

د عمان په سمندرګی کې پر ټانکر برید شوی

اسرائیلد د عمان په سمندرګی کې د تېلو پر ټانکر په برید کې ایران تورن ګڼلی دی.په دې حمله کې دوه کسان وژل شوی چې وېیل کېږی یو یې د رومانیا او بل د برېتانیا دی.د دې ټانکر چارې د اسرائیل په لاس کې وې.زودیاک شرکت ،چې مرکز یې په لندن کې دی، وېیلی، پر دې ټانکر د لایبریا بیرغ رپېده او د پنجشنبې په ورځ حمله پرې وشوه.د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر یاییر لاپید ایران په دې پیښه کې پړ ګڼلی دی، ده خپل برېتانیایی سیال ته ووېیل چې په کار ده دې پېښې ته ځواب ورکړل شی.ایران تر اوسه په رسمی ډول د دې غبرګون په اړه څه نه دی ویلی.العالم تلوېزیون چې په عربی ژبه خپرونې کوی او د ایران د حکومت دی د یوې نامعلومې سرچینې پر وینا خبر ورکړی چې دا حمله په سوریه کې پر هوایی ډګر د اسرائیل د مشکوک برید په ځواب کې شوې ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید