روزنامه هیواد

د علامه سید جمال الدین افغان نړیوال سیمینار جوړېږی

د آزادۍ او تجدد د علمبردار «علامه سید جمال الدین افغان د نړیوال سیمینار» د جوړولو کمېسیون پرون د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر د معیین  پوهاند محمد رسول باوری په مشرۍ غونډه وکړه .د باختر آژانس دخبرله مخې: په دې غونډه کې پوهاند باوری د کمېسیون د اړوندو کمېټو له مسوولینو څخه وغوښتل چې خپلې ستونزې دې په مشخص ډول وړاندې کړی، ځکه د سیمینار جوړولو ته لږ وخت پاتې دى. دغه راز په دې غونډه کې محبوبې بابکرخېل هم د ترسره شویو کارونو په باب رپوټ وړاندې کړ.په پاى کې د کمېسیون غړو د غونډې د اجندا په باب خبرې وکړې او په هره برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول.

ممکن است شما دوست داشته باشید