روزنامه هیواد

د علامه حبیبی د (( تاریخ مختصر افغانستان )) ځینې ځانګړتیاوې

تاریخ پېژندنه به هر چا په خپله رایه کړې وی،خو یوه رایه دا ده چې،تاریخ  یو داسې تفصیلی نوم دی،چې په هغه کې د  (( زمان  )) او  (( مکان  ))  د یووالی بیان  شته. دا دوه مفاهیم په حقیقت کې د دې علم بنسټ او هم یې د علمی شته والی اساسی فکتورونه  ګڼل شویدی .  تاریخ د خپل اوږد ژوند په بهیر کې بېلا بېل موقفونه درلودلی او یا ورکړل شویدی . د یوې سپېرې کیسې  او ساده نکل څخه بیا تر عقیدتی مضمون پورې ؛  د پېښو د ساده بیان څخه بیا تر فلسفی یون پورې یې ټول پړاوونه لرلی دی،خو هغه وخت چې د زمان او مکان مفاهیمو د تاریخ په تدوین کی بنسټیزه ونډه واخیسته ، تر هغه وروسته بیا د یوه علمی دسپلین په څېر معرفی او خپله لاره یې روښانه کړه .

د نولسمې پېړۍ په لومړیو کلونو کې د مورخینو تر منځ دوو محوری طرحو پرا ختیا وموندله ، چې په حقیقت کې دا د مورخینو تر منځ د دوو سترو فکری جریانونو تمثیل و . یو شمېر مورخین په دې عقیده دی چې بشری تمدن واحده منشا لری او د یوې لرغونې مدنی حوزې څخه را پیل شوی دی . الیوت سمیت  ( Elio Smith   )  ګوردن چایلد  (   Gorden Cahild    )   تاینبې  ( Arnold Tainbe    ) او مورګان  ( Morgan    ) د همدې فکری لوری په سر کې پېژندل شوی دی .

د خپرېدنې یا  (  Diffiusion  ) یو نامتو پلوی ګوردن چایلد د دې نظریې ملاتړ تر هغه سرحده وکړ چې  هغه یې  د نړۍ پر تاریخی افکارو تر لسګونو کلونو پورې واکمنه او بریالۍ وځلوله . نوموړی د مصر ، بین النهرین او سند مدنیتونه تر څېړنې لاندې ونیول او د دې مدنیتونو تر منځ یې ورته او مشابه ټکی را برسېره کړل او په نتیجه کې یې د ټولو مدنیتونو منشا له مصر څخه را پیل شوې اعلام کړه . چایلد د خپل نامتو اثر  (( سیر تاریخ  )) تر عنوان لاندې  خپله رایه برملا کړه  او په خاصه توګه   (( د ښار اوښتون  ))  تر سر لیک لاندې یې د دې نظریې د پوره ثبوت هڅه کړې ده . په دې تر تیب د چایلد او د هغه د نورو ملګرو نظریه چې  د تاریخ د یوه مهم فکتور  (( مکان  ))په اړه مطرح وه تر زیاتو زمانو پورې یې خپل حاکمیت وساته .

پخوا تر دې چې د (( خپرېدنې  )) تر نوم لاندې یوه ټاکلې تاریخی تیوری تدوین شی ، په ختیځ کې زیات شمېر مورخینو او لیکوالانو د مذهبی تمایلاتو تر تاثیر  لاندې په یوه یا بل ډول د همدې تیورۍ  ( خپرېدنې ) په محدوده کې عملی ګامونه پورته کړی دی . دا حقیقت د اسلامی نړۍ د پراختیا پر مهال او یا په بله وینا  په منځنیو پېړیو کې پوره جوت دی . د هغه مهال په زیاتو اثارو کې د یوې واحدې منشا څرک شته  ، خاصتاً په پخوانی افغانستان کې  زیات شمېر مورخینو د خپل لیکل شوی تاریخ لومړنی فصل د انبیا  ( علیهم ) څخه را پیل کړی، د بېلګې په توګه اخبار الطوال  ( دینوری ) زین الاخبار  ( عبدالحی ګردیزی )  تاریخ ګزیده  ( احمد الله مستوفی ) تاریخ مرصع (افضل خان خټک ) رو ضته الصفا ( میرخواند ) تاریخ طبری  ( جریر طبری ) تاریخ ګلستانه  ( احمد ګلستانه ) تاریخ فرشته  ، مطالع النوار ، او یو زیات شمېر نور د همدې ډول  اثارو څخه شمېرلای شو،چې د واحدې منشا مانا ځنې اخیستل کیدای شی .

د مورخینو دوهمه ډله هغه شمېر پوهان دی چې  د چاپېر یال پر اصالت او د محیطی امکاناتو په رول متکی نظریه یې خپله کړیده . د دوی په نظر د مدنیتونو منشا یوه نه ده او د نړۍ مدنیتونو د یوه مدنیت څخه انکشاف نه دی کړی ، بلکې د هرې سیمې د چاپېریال مطابق او د هغې سیمې د محیطی امکاناتو په محدوده کې ځانګړی مدنیت منځ ته راغلی او وده یې کړېده،خو دا شمېر پوهان د مدنیتونو د خپلواک ایجاد تر څنګ  د مدنیتونو تر منځ اړیکې هم ارزښتمنې ګڼی  جولیان استوارد  ( Julian Ostward   ) مېرمن بوسر اپ  ( Ms. Buser Aupe  )  کاسمینسکی (Kazminisky) او یوشمېر نور د دې نظریې له مخکښانو څخه شمېرل کېږی .

جولیان استوارد په خپل یو اثر کې چې د ( فرهنګی بدلون پروسه ) تر سر لیک لاندې خپور شوی ، په دې اړوند لیکی :  د خپرېدنې پلویان د ټولنو پر مشابه او ورته  ودې زور اچوی ، په داسې حال کې چې د لومړیو مدنیتونو د پېژندلو معیاری او معقوله لاره د کلتوری اقلیم  (Cultural Ecology ) څخه ګټه اخیستل دی .یوازې د همدې  روش او متود په خپلولو او کارولو د لومړنیو مدنیتونو د پیدایښت زمینې او  د ودې لارې  په رښتینی توګه پېژندلای  او تر لاسه کولای شو .  د دې ډلې یو بل نامتو پلوی  کاسمینسکی دی ،چې په خپل یوه اثر کې ( د ارنولد تاینبې پر فلسفه انتقاد ) تر سر لیک لاندې یې خپور کړی، لیکلی چې : لومړنی مدنیتونه په بېلا بېلو سیمو او بېلا بېلو زمانو پورې اړه لری ، هر مدنیت ځانګړی او ټاکلی ممیزات لری  چې د همدې خاصو ممیزاتو د لرلو په وجه ویلای شو ، دا مدنیت په خپلواک ډول منځ ته راغلی ، وده یې کړې او پېژندل شوی. د دې نظریې پلویان د کلتوری، جغرافیایی او ایکالوژیکی تاثیراتو ارزښتمندۍ ته زیاته پاملرنه کوی .

په ختیځ کې د دې نظریې د پلویانو شمېر زیات نه دی ، خو د کیفیت له مخې  یې وزن او وړتیا په لوړو پوړیو کې ښودل شوېده . ابن خلدون او البیرونی او یو شمېر نورو مورخینو بیله دې چې د تاریخ لیکنی روش او ډول ته یې پام اړولی وی ، د تاریخی  پېښو تصویر یې  په یوه یا بل ډول داسې تر تیب شوی،چې افاده یې د مدنیتونو پر خپلواکۍ متکی ده،خو د تاریخ لیکنې دا تیوری چې پخوانیو مدنیتونو د خپل چاپېر یال مطابق وده کړې ، د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې  ډېر لږ پلویان  درلودل .  یوازې د شلمې پېړۍ په پیل کې یو شمېر مورخینو د مدنیتونو د خپلواک منځ ته راتللو او ودې کولو ته پام وکړ . په افغانستان کې د دې ډلې مورخینو په سر کې علامه حبیبی او د تاریخ ټولنې دوه تنه نور مورخین  خدای بخښلی استاد احمد علی کهزاد او خدای بخښلی میر غلام محمد غبار و . په هندوستان کې  ه . ش . ډانګې   او ، ب  . ن . پورې  په ایران کې عبدالحسین زرینکوب اوحسن پیرنیا او په تاجکستان کې بابا جان غفوروف  له دې ډلې مورخینو څخه شمېرل کېږی .

د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې د یادو شویو مورخینو له خوا لیکل شوی  او خپاره شوی اثار د شهرت لوړو پوړیو ته رسېدلی دی ، تاریخ  در ترازو د ښاغلی عبدالحسین زرین کوب  تاریخ قدیم ایران د حسن پیرنیا لیکنه هغه اثار دی چې په ایران کې د ننه او بهر د پاملرنې وړ ځای لری ، په هندوستان کې   د هند تمدن  ، هند د کوشانیانو تر واکمنۍ لاندې ، او هند د لومړی کمونیزم څخه تر مرئیتوب پورې  چې په پر له پسې توګه د هندی مورخینو  شیری واستوا ، ب . ن . پورې  او ه . ش . ډانګې له خوا لیکل شویدی  ، هم د هغو هندی نامتو اثارو په شمېر کې راغلی، د چاپېریال پر امکاناتو متکی دی ، په تاجکستان کې د بابا جان غفوروف لیکنه هم د همدې لړۍ یو بل اثر دی.

په افغانستان کې د علامه حبیبی د زیاتو اثارو تر څنګ  تاریخ قدیم افغانستان  او افغانستان در مسیر تاریخ هم له هغو اثار څخه شمېرل کېږی چې بنسټیزه اډانه یې د چاپېریال پر شتو او امکاناتو تکیه لری،چې د مرحوم استاد احمد علی کهزاد  او مرحوم  میر غلام محمد غبار په زیار لیکل شویدی . د دې سترو مورخینو تر څنګ یوشمېر نورو افغان مورخینو هم  د علامه حبیبی پر قدم ګامونه پورته کړی دی او داسې تاریخی اثار یې  تدوین کړی چې د افغانستان په تاریخ  او تاریخ لیکنه کې ویاړلی ځایونه لری  چې د ټولو یادول شونی کار نه دی .

د علامه حبیبی د افغانستان لنډ تاریخ  ، افغانستان بعد از اسلام ، د پښتو ادبیاتو تاریخ ، سنګ نبشته ها و خطوط کهن افغانستان ، تاریخ مشروطیت  در افغانستان ، کابل شاهان ،  صفاریان او تر ١٣۵ ټوکه زیات  څېړنیز او بدیع  خپاره شوی اثار د افغانستان په تاریخ کې ارزښتمن  او دشهرت لوړو پوړیو ته رسېدلی دی .  حبیبی د یوه مبتکر او خلاق مورخ په توګه  داسې تاریخی اثار تالیف او خپاره کړل چې عملاً یې د مدنیتونو پر خپلواک منځ ته راتللو او د محیطی امکاناتو پر ارزښتمن تاثیر ، د تائید او ترجیح اثار ګڼلای شو . په دې برخه کې د تاریخ مختصر افغانستان  څخه څو بېلګې په ګوته کوو او د دې ادعا د ثبوت لپاره یې تاسو درنو لوستونکو ته وړاندې کوو .

علامه پوهاند حبیبی د تاریخ افغانستان په لومړی ټوک کې د ویدی تمدن په اړه لیکی :  (( در حدود ١۴٠٠ ق . م . مدنیت باشکوه تحت عنوان ویدی  در سرزمین افغانستان باستان حاکم بود ، که از کتب چهار ګانه ویدا  ، میتوان به وجوه ګونه ګون آن مدنیت پی برد . نامهای بعضی از اماکن  ، قبایل  و دریا ها در این سرود ها آمده و تاکنون باقی مانده است . کلمه پکتها ( پښتون ) الینا ( مردم شمال لغمان ونورستان ) سند  ( سیند  ) کوبها  ( کابل ) هیروتی( دهراوت )و غیره را  میتوان یاد کرد . ))

له دې متن څخه په ډاګه کېږی چې ویدی مدنیت د افغانستان د لرغونو اوسېدونکو ځانګړې لاسته راوړنه ده، چې د اړوندو سیمو یادونه یې جغرافیا یې  محدوده ټاکی . حبیبی د همدې مدنیت د ټولنیز او سیاسی جوړښت په اړه لیکی : ((خانواده آرین ها را کولا  ( در زبان پښتو کهول )  میګفتند و اساس زنده ګی اجتماعی ان جمعیت ها را تشکیل میدادند  که از ان عشایر به وجود می آمد  و رییسى به نام  پتی  داشت هنګامیکه چند کولا باهم جمع میشدند  ګرامه یا ویسه را تشکیل میدادند . و مسکن شاهی را پور میګفتند  این کلمات تاهنوز در اسما واماکن  مشهور است . بګرام ، میرویس ، شیر پور وغیره ؛ رییس خانواده پاتی معادل پدر کنونی رییس عشیره را کوترا پتی  ، رییس  ویا ملک قبیله را ګرام پاتی  رییس قریه را ویس پاتی و شاه را به نام راجان یاد مینمودند .همه آرین ها بالترتیب از مقام پدرو رییس خانواده الی مقام شاه احترام میګذاشتند . ))

علامه حبیبی د ویدی او اوستایی مدنیتونو تر منځ هم ځانګړتیا ته پام کړى دی او دا دوه مدنیتونه چې یو د راغلو اریایی قبیلو سره یوځای وده کړې او بل یې څه نا څه دوه سوه کاله وروسته په لرغونی افغانستان  او په ځانګړې توګه بلخ کې پیل شوی ، داسې لیکی : (( در حدود ١٢٠٠ قبل از میلاد مدنیت اوستایی که از لحاظ محتوا با مدنیت ویدی تفاوت داشت در سر زمین افغانستان شګوفان ګشت ، در اوستا آمده است  : یمه به اهورامزدا امر فرمود ، یک   (واره)  را ساخت که طول وعرض آن به اندازه یک اسپرس  ( یک میدان اسپ دوانی ) بود ودرآ ن حیوانات و جانوران مانند ګسفند ، ګاو ، و مرغان وغیره را نګاه داشت  وجای آب را هم به درازی یک هانه ( میل ) کند ودر آن واره بازارها ، ګذرها  وخانه ها را به ترتیب مخصوص ساخت ، ولی مردم علیل ، دروغ ګو ، و پیس را در آن شهر جای نداد. ))

هغه کلی حکم چې ټول مدنیتونه یوه ریښه لری ، عملاًً د علامه حبیبی په هغو ټولو تاریخی اثارو کې چې د افغانستان د تاریخ په اړه یې لیکلی ، له پامه لرې پرېښودل شوی دی . علامه حبیبی خپل نامتو اثر تاریخ مختصر افغانستان  د منځنی ختیځ څخه نه بلکې  د منډیګګ څخه پیل کړی دی . دا پیل چې د پخوانی معمولې دود څخه خلاف و، خو دومره موثر و،چې په ډېره لږ موده کې د پوره پاملرنې وړ وګرځېد او د افغانستان ټولو لوستو او نالوستوافغانانو ته د هېواد دتاریځ د پیل حد څرګند شو او د افغانستان  د پنځه زره کلن تاریخ خبره د هرې علمی او سیاسی غونډې تر ټولو منلې او معمولی وینا وګرځېده  او دادی اوس د افغانانو تر منځ د یوې معقولی علمی  مقولې په څېر منل شوې ده .

علامه حبیبی د تاریخ مختصر افغانستان په خپرولو سره په حقیقت کې د افغانستان د پنځه زره کلن تاریخ پر له پسې رښتینی مسیر  روښانه کړ  او د پنځه زره کلن اوږد  زمانی واټن  ټولې پېښې یې په خپل خلاق استعداد ګام پرګام داسې وڅېړلې چې له یوې خوا یې د دې لرې زمانی واټن  یو حتی نیم کال هم پټ پری نښود او له بلې خوا یې د هرې ادعا د ثبوت لپاره مطمئن او باوری اسناد وړاندې کړل او په دې ترتیب یې د افغانستان تاریخ هویت او عظمت نړیوالو سیاسی او علمی  کړیو ته جوت کړ . لنډه داچې د علامه حبیبی ځای او مقام د افغانستان په تاریخ کی هومره اوچت دی لکه د یوشمېر سیاسی نامتو څېرو او شخصیتونو چې د افغانستان په له سره جوړښت ، ساتلو او یا وده ورکولو په اړوند  د درنښت وړ دی ، که سیاسیونو د افغانستان سیاسی هویت ګټلی او ساتلی دی ، علامه پوهاند حبیبی د همدې هېواد تاریخی هویت تدوین  او ثابت کړی دی .

د علامه حبیبی سره زما یوه خاطره او د هېواد مورخینو ته دهغه یوه توصیه :

خاطره : په ١٣۶١  لمریز کال د کوشانی پیر په اړه  پنځم  نړیوال  څېړنیز سیمینار د یونسکو په مرسته په کابل کې دایر شو . د سیمینار مرکزی موضوع د کوشانی امپراتورۍ سیاسی سرحدونه او د هغو حدود او ثغور  ، څرګندول وه . د سیمینار د درې  ورځنیو علمی غونډو په ترځ کې د کوشانی شاهانو د عقیدې او مذهب په اړه د برخه والو پوهانو ترمنځ مباحثه توده شوه . په سیمینار کې د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو نامتو پوهانو او څېړونکو ګډون درلود ، د بهرنیو پوهانو له ډلې څخه هندی  نامتو مورخ  پروفیسور ب . ن . پورې جاپانی څېړونکی پروفیسور کویا ما ، فرانسوی نامتو پوه پروفیسور فوسمن  ، د پخوانی شوروی نامتو څېړونکی و. ی . سریانیدی  او د یوشمېر نورو هېوادونو لکه تاجکستان ، ایران ، ایتالیا ، المان ، ترکیې ، انګلستان  څخه زیات شمېر پوهانو  برخه  درلوده  .

زیاتو څېړونکو او د سیمینار ګډونوالو د کوشانی پیر او کوشانی پاچاهانو د مذهب او عقیدې په اړه خپله رایه څرګنده کړه ، لکه نن داسې  مې یاد دی چې علامه حبیبی ته د رایې څرګندولو نوبت ورسېدی ، علامه حبیبی د دې سره سره چې د سپین ږیریتوب بیلګې یې په اواز او څیره کې ښکارېدې ، د کوشانی دورې د مذهبی او عقیدتی نظام او روش په اړه یې  په خپل ځانګړی   اوخلاق استدلال  هر اړخیز مالومات  وړاندې کړل . د علامه حبیبی څرګندونو د سیمینار د برخه والو دومره پاملرنه ځان ته وګرځوله چې د حبیبی د بحث وروسته سمدلاسه ټولو برخه والو په یوه ږغ وړاندیز وکړ چې د کوشانی څېړنو د راتلونکی نړیوال سیمینار عنوان دی د کوشانی پاچاهانو د مذهب او عقیدې جوتولو ته ځانګړی شی . همداسې وشول د سیمینار پریکړه لیک یونسکو ته د برخه والو وړاندیز څرګند کړ او د یونسکو مرکزی دفتر  له لوری هم دا وړاندیز ومنل شو .

د کوشانی څېړنو د پنځم نړیوال سیمینار د وړاندیز او د یونسکو د موافقې سره سم شپږم نړیوال سیمینار د کوشانی پاچاهانو د عقیدې تر سرلیک لاندې په ١٣۶۶ لمریز کال د کابل په ښار کې دایر شو .له بده مر غه  هغه مهال علامه حبیبی له دې دنیا رحلت کړی و او د سیمینار برخه وال یې د خپل حضور څخه محروم کړی وو ، خو د سیمینار د علمی غونډو په جریان کې د ټولو لوستل شویو مقالو څخه  چې  د کورنیو او بهرنیو څېړونکو له لوری ولوستل شوې  ، د علامه حبیبی هغه مقاله چې د افغانستان د علومو اکاډمۍ د یوه تن غړی له خوا ولوستل شوه او هغه مقاله په ١٣۵٩ لمریز کال د کوشانی څېړنو مجلې له خوا خپره شوې وه ، تر ټولو ښه مقاله او د سیمینار تر ټولو ښه تیزیس ومنل شو .

توصیه : په افغانستان کې د کیڼ اوښتون له پیل سره ځینې ځانګړی اصطلاحات رایج شول  او اوښتو بیانونو زور واخیست ، له هرې خولې او له هر ځایه به د اوښتون خبره لومړۍ وه . هره وینا او خبره به د اوښتون په نوم پیل کېده دا چې اوښتون ته یې څومره عقیده درلوده ؟ ایا دا ریښتینې وه  او که د ځینو ملاحظو پر بنسټ به یې د اوښتون ویناوې کولې ؟ په هر صورت د ورځې د موډ خبره اوښتون ګرځیدلې وه .

په داسې یوه فضا کې د علومو اکاډمۍ له خوا یو سمپوزیم د ١٣۵٩ لمریز کال په وروستیو کې دایر شو . په سمپوزیم کې د هېواد نامتو پوهان او څېړونکی برخه وال وو د ګډون کوونکو له ډلې څخه یو تن چې د کابل پوهنتون د تاریخ د څانګی د استاد په توګه یې دنده درلوده ، په بربنډو ادبیاتو د (( تاریخ مختصر افغانستان  ))  په انتقاد پیل وکړ او د دې انتقاد منځنۍ ټکی داو چې دا تاریخ د طبقاتی لرلید او انقلابی ایدیالوژۍ پر بنیاد نه دی لیکل شوی ، ضروری ده چې یا مصادره شی او یا یې لیکوال د اصلاح لپاره کار وکړی او په دې ډول یې خپله رایه په داسې شکل څرګندوله چې ګویا د حاکمې سیاسی فضا ملاتړ ورسره شته  .

علامه حبیبی د دې مسئلې په اړه یو منلی او غوڅ دریځ وښود ، ویې ویل : که مورخ هیله لری چې د هېواد تاریخ ولیکی ، باید د هېواد تاریخ ولیکی ، نه داچې د هېواد تاریخ تر نوم لاندې د یوه قشر ، یوې ډلې او یا یوه سیاسی نظام تاریخ ولیکی . علامه حبیبی زیاته کړه: مهمه خبره داده چې د لومړنیو مدنیتونو له پیل څخه بیا تر اوسه سیاسی واکمنانو د ټولنې عمومی چارې پر مخ بېولی دی ، واکمنو به د خپل سیاسی واک د پایښت لپاره یو مذهب یا بل مذهب ، یو دین او یا بل دین ځان ته غوره کاوه او هغه به یې د خپل حاکمیت د دوام لپاره وسیله ګرځوله ، خو په دې تفاوت چې په اوسنیو پر مختللو ټولنو کې د ایزم خبره ده . زما رایه داده چې ټول خلک خاصتاً مورخین باید تر هر څه وړاندې خپل هېواد ته رښتینی  وی  ، ځکه چې منحرف مورخ د خپلې ټولنې لپاره د اوبا اپیدمې ده

دوې یادونې

لومړی : دا لیکنه لومړۍ  په افغانی شمله نومی ټولګه کی خپره شویده ، چی د ټولو لو زیار یې ښاغلې ډاکتر طارق رشاد کښلۍ دۍ .

دویم :  اخځونه د تخلص پر ترتیب او هغه هم د الفبا په لومړیتوب لیکل شوی دی .

اخځونه :

١ :   باوری ، رسول . مدنیت های اولیه افغانستان . کابل . پوهنتون کابل . ١٣٧۵ .

٢ : پیرنیا ، حسن . تاریخ قدیم ایران  . تهران  . پوهتنو ن تهران . ١٣۴۶

٣ : پوری . ب . ن . هند تحت تسلط کوشانیان . مترجم ضمیر ساپۍ . کابل . پوهنتون کابل . ١٣۵٧ .

۴ : حبیبی ، عبدالحۍ . تاریخ مختصر افغانستان . کابل . مطبعه دولتی . ١٣۴۶ .

۵ : حبیبی ، عبدالحۍ . ( برخی ایزدان کوشانی ) تحقیقات کوشانی . کابل . اکادمی علوم . ١٣۵٩

.۶ : چایلد ، ګوردن . سیر تاریخ . مترجم : بهمنش . تهران .پوهنتون تهران .١٣۴۶ .

٧ : ضمیر ساپۍ ، حسن . تاریخ قدیم افغانستان . کابل . پوهنتون کابل . ١٣۶٣ .

٨ : د کوشانی څیړنو د شپړم سیمینار د مقالو مجموعه . کابل . دعلومو اکاډمی . ١٣۶۶ .

پوهاند محمد رسول باوری

ممکن است شما دوست داشته باشید