روزنامه هیواد

د عبیدالله بارکزی د شهادت له امله د ولسمشر د خواشینۍ او غمشریکۍ پیغام

په ولسی جرګه کې د ارزګان د خلکو د مخکینی استازی عبىدالله بارکزی د شهادت په اړه د جمهور ریىس محمداشرف غنی د تسلىت پىغام.
په ډېرې خواشىنۍ سره خبر شوم چې د افغانستان دښمنانو په ولسی جرګه کې د ارزګان د خلکو مخکېنى استازى عبىدالله بارکزى د ترورىستی برىد په پاىله کې شهىد کړ.انا لله و انا الىه راجعون شهىد عبىدالله بارکزى د ملی او وطنپال افغان په توګه د هېواد له پرمختګ، امنىت او ثبات سره بېسارې مىنه لرله او په همدې موخه ىې په ولسی جرګه کې د خپلو موکلىنو د ښه استازىتوب ترڅنګ تل د قانون د حاکمىت او ملی ګټو حماىت او دفاع کوله. متاسفانه افغانستان د وری میاشتې په ۳ یمه  خپل ىو خواخوږى او ژمن بچى له لاسه ورکړ. د شهىد عبىدالله بارکزی کورنۍ، موکلىنو، د ارزګان ولسونو او د ملی شورا مشرتابه او استازو ته د نوموړی د شهادت له امله خپل د ډاډګېرنې او خواخوږۍ مراتب څرګندوم او شهىد بارکزی ته د خداى تعالى په دربار کې د فردوس جنت هىله کوم .محمد اشرف غنی د افغانستان د اسلامی جمهورىت جمهور ریىس

ممکن است شما دوست داشته باشید