روزنامه هیواد

د عبدالله مقری پر مړینې د غمشریکۍ پیغامونه

د ملی هنرمند عبدالله مقری پر مړینې د افغانستان اسلامی جمهوریت د جمهوررییس محمد اشرف غنی د غمشریکۍ پیغام: په ‌‌‌ډېرې خواشینۍ سره خبر شوم چې پر وطن، وطنوالو، ژوند او هنر مین ملی، وطنپاله او حماسی هنرمند عبدالله مقری د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شوی دی.ارواښاد عبدالله مقری د هېواد د ملی او نومیالی هنرمند په توګه ډېر کلونه له سوز او سازه ډکو زمزمو کې د وطن مینه، وطنپالنه، د هېوادوالو دردونه او ستونزې زمزمه کړې او د خپلو ملی او وطنی سندرو له برکته د هېوادوالو او خپلو مینه والو په زړونو کې خاص ځای لری.عبدالله مقری په هنری، سندریز او خواږه انداز خلک د وطن آبادۍ، یووالی او سوله ییز ژوند ته وهڅول. له ژوند، وطن او هنر سره مینه او د وطنپالنې عالی روحیه او پیغامونه یې د افغانستان تر هرې سیمې، کور او خپلو مینه والو ورسول، مړینه یې د افغانی هنر او موسیقۍ لپاره لویه ضایعه ده. د ارواښاد عبدالله مقری د وفات له امله د نوموړی غمجنې کورنۍ، د افغانستان هنرمندانو او ټولو هېوادوالو ته د خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتب څرګندوم او د خدای تعالی (ج) په دربار کې ارواښاد ته د فردوس جنت دعا کوم.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست محمدطاهرزهیر د خواشینۍ او خواخوږۍ پیغام!

په ډېرې خواشینۍ خبرشوم چې د هېواد مشهور سندرغاړی عبدالله مقری د ورپېښې ناروغۍ له امله پرون د کابل ښار په روغتون کې خپل روح حق ته وسپاره.عبدالله مقری په شپېتمو کلونو کې د موسیقۍ هنر ته مخه کړه او د ځانګړی استعداد او ذوق او همدارنګه نه ستومانېدونکو هڅو په برکت یې ډېر ژر شهرت او محبوبیت وموند. ده په خپلو سندرو کې د جګړه ځپلی افغانستان او افغانانو دردونه او کړاوونه بیانول او په هره وطنی او حماسی سندره او ترانه کې یې له ولس او هېواد سره مینې انګازې کولې.د عبدالله مقری مړینه د هېواد د موسیقۍ په ډګر کې یوه ستره ضایعه ده. زه د لوی خدای (ج) له درباره ارواښاد مقری ته فردوس جنت، د ده کورنۍ، خپلوانو او د هېواد ټولو هنرمندانو او سندرغاړو ته د صبر او زغم هیله کوم.

ممکن است شما دوست داشته باشید