روزنامه هیواد

د عامې روغتیا وزارت: په وروستیو اوونیو کې پر کورونا اخته کسان زیات شوی

د عامې روغتیا سرپرست وزیر جواد عثمانی وایی، په وروستیو اوونیو کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو په شمېر کې زیاتوالی راغلی.ده وړمه ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، وضعیت د اضطراب حالت ته نه‌دی رسیدلی، خو په‌کار ده چې خلک د عامې روغتیا وزارت سپارښتنې په پام کې ونیسی.

ده وویل: په دولتی ادارو کې د ماسک کارول جبری شوی او له خلکو هم هیله ده، چې د ماسک د کارولو ترڅنګ ټولنیز واټن جدی ونیسی.ده دا هم وویل: که احتمالاً د کورونا ویروس دویمه څپه راستنه شی، دوی ورته له مالی او تخنیکی پلوه چمتو دی : (( مخکې له دې چې په کابل کې د کویډ-۱۹ د درملنې مرکز و، خو اوس ۱۳ دولتی او ۲۸ خصوصی مرکزونه فعال دی. د دغې ناروغۍ د درملنې لپاره په کابل ښار کې یوازې یو روغتون موجود و، خو اوس ۱۷روغتونونه د کویډ-۱۹ د درملنې ظرفیت لری.))ښاغلی عثمانی زیاته کړه، نړیوال بانک او آسیایی بانک له افغانستان سره د شاوخوا ۱۴۰ میلیونو ډالرو د مرستې ژمنه کړې چې تر څلورو کلونو پورې به د کویډ-۱۹ په درملنه او روغتیایی مرکزونو او روغتونونو په سمبالولو او تجهیزولو ولګول شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید