روزنامه هیواد

د عامې روغتیا وزارت د تنباکو مالیه د معتادینو پر درملنه لګوی

د مې د میاشتې ۳۱مه نېټه د تنباکو د مخنیوی نړیواله ورځ ده چې په افغانستان کې یې هم یادونه کېږی. افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې هم د تنباکو کښت او تولید لری او هم یې خلک د نصوارو او چیلم په بڼه استعمالوی. د دې تر څنګ تنباکو د پان او سګرېټو په بڼه هم له دباندې څخه افغانستان ته راوړل کېږی. د عامې روغتیا وزارت د تنباکو استعمال د تنفسی او زړه د ناروغیو لامل بولی، له همدې خاطره ولسی جرګې پنځه کاله مخکې د تنباکو د کنټرول یوه طرحه تصویب کړه، چې په دې طرحه کې د مالیې د لوړوالی او په عامه ځایونو کې د استعمال د مخنیوی غوښتنه هم  شوې وه. سمېع الله او حاجی عبدالواسع په کندهار او غزنی ولایتونو کې د تنباکو د کښت او کاروبار خبره کوی. دوی وایی، چې پر دوی باندې مالیه نه ده لوړه شوې: (( زمان نوم سمېع الله دی او د تنباکو دکان لرم. تر اوسه هېڅ دولتی مامور زما دکان ته نه‌دی راغلی چې دکان دې وتړه او نه یې هم مالیه راباندې لوړه کړې ده. تنباکو ارزانه پیرو او په لوړه بیه یې خرڅوو، ډېره ګټه کوی او د کال په هر موسم کې بازار لری. –زما نوم حاجی عبدالواسع دی. په کندهار، هلمند او ارزګان ولایتونو کې تنباکو کرل کېږی او ۲۵ کاله کېږی چې زه د تنباکو په کاروبار بوخت یم. موږ له حکومته غواړو ، چې د دې کاروبار په وده کې له موږ سره همکاری وکړی او موږ ته د دې جواز راکړی، خو اوس حکومت راته وایی ،چې دا کار جواز نه‌لری.)) د داخله ناروغیو متخصص ډاکتر جهانزیب مومند وایی چې تنباکو د انسان له غاښونو څخه نیولی بیا تر تنفسی سیسټم پورې، د بدن ټولو غړو ته زیان رسوی او د اعتیاد سبب کېږی. دی وایی: (( په تنباکو کې نیکوټین شته او ډېر نیکوتین کارول د انسان وجود ته زیان رسوی. که تنباکو په چیلم او سګرېټو کې وڅکول شی، دماغ، سږو او زړه ته زیان لری او د وخت په تېرېدو سره پر ټول وجود باندې منفی اغېزې کوی. څوک چې تنباکو استعمالوی د زړه او سا لنډۍ په ناروغیو هم اخته کېږی.)) که څه هم د عامې روغتیا وزارت وایی، چې په‌دې هېواد کې د تنباکو د معتادینو کره شمېره نه ده معلومه، خو د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز وایی، چې د تنباکو له استعمال سره سم د معتادینو شمېر په داسې حال کې ورځ په ورځ ډېرېږی چې درملنه یې ډېر لګښت غواړی. ښاغلی فیروز زیاته کړه: دوی غواړی چې پر تنباکو باندې د مالیاتو له لارې لاس ته راغلی پیسې د معتادینو پر درملنه باندې ولګوی. دی وایی: (( زموږ مالی سرچینې محدودې دی، بهرنۍ مرستې ورځ په ورځ کمېږی. دولت هم دا توان نه‌لری چې په یوازې ځان له نېشه‌یی موادو سره مبارزه وکړی. موږ پر تنباکو مالیه دوه برابره لوړه کړې ده، هدف مو دا دی چې له دې لارې د معتادینو د درملنې لپاره مالی سرچینې پیدا کړو. موږ کولای شو چې له دې لارې په کال کې له دېرشو څخه نیولی بیا تر پنځوسو میلیونو ډالرو پورې پیسې روغتیایی سکټور ته ځانګړې کړو، په‌دې ډول به وکولای شو، چې د بهرنیو مرستو د کموالی ځای ډک کړو.)) د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدی وایی: هغه تنباکو چې افغانستان ته راوړل کېږی پنځه ډول مالیات ځېنې اخېستل کېږی، خو په دې مالیاتو کې له دوی څخه نوې غوښتنه نه ده شوې. دی وایی: (( پر تنباکو بېلابېلې تعرفې لګول شوی، چې پر خامو تنباکو پنځه سلنه، پان باندې لس سلنه، پر غیر متجانسو تنباکو شل سلنه، پر سګرېټو شل سلنه او نصوارو لس سلنه تعرفه لګول شوې. د مالیې وزارت په قانون کې چې د تنباکو د کنټرول په برخه کې تعدیلات راغلی، همدا تعرفې په‌کې شاملی دی، خو موږ ته تازه داسې سپارښتنی نه‌دی شوی چې په هغه کې دی پر تنباکو باندې مالیه لوړه شوې وی.))

د تنباکو د کنټرول په قانون کې راغلی چې که څوک په داسې سیمو کې تنباکو استعمال کړی ، چې هلته ګڼه ګوڼه ډېره وی، نو درې سوه افغانۍ جریمه کېږی.د دې جریمې خبره په داسې حال کې کېږی چې کابل ښاروالۍ په ۱۳۹۷ شمسی کال کې د دې قانون پر اساس د کابل «شهرنو پارک»، «ده افغانانو» او « دهبوری پارک» کې د تنباکو استعمال منع شوی و، خو اوس دکابل نوى ښار او دهبوری پارکونه د تنباکو د استعمال تر څنګ د معتادینو په استوګن‌ځایونو اوښتی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید