روزنامه هیواد

د عامې روغتیا وزارت د بې کیفیته درملود مخنیوی هڅې ګړندۍ کړی

د کابل ښار په ځینو درملتونونو کې د بې کیفیه درملو خرڅلاو خلک اندېښمن کړی دی.دوی وایی، حکومت یې باید مخه ونیسی، ځکه چې روغتیا ته زیان رسوی.د کابل ښار اوسېدونکې انیسه وایی: د زړه تکلیف لری او هر کله یې چې درمل مصرف کړی، پر روغتیا یې اثر نه دی شوی.پر درملتونونو سربېره د کابل ښار په پل خشتی سیمه کې هم د درملو د څرخون لسګونه ټوکرۍ لیدل کېږی چې تاریخ تېری، بې کیفیته او غیر معیاری درمل په کې پلورل کېږی.یوازې په دغه ځای کې دا ډول درمل نه پلورل کېږی، بلکې کابل ښاریان وایی، حتی په ځینو درملتونونو کې هم بې کیفیته درمل پلورل کېږی.د دوی له ډلې قاسم وایی: د افغانستان په درملتونونو کې اکثره درمل بې کیفیته او تاریخ یې تېر وی، ما څو ځله درمل اخیستی، خو موثر نه وو، تره مې هم ناروغ شو، د دې ځای درملو پرې تاثیر ونه کړ، پاکستان ته مو ولېږداوه، حکومت باید درملتونونه کنټرول کړی.د کابل ښار پر اوسېدونکو سربېره کوم کسان چې د درملنې لپاره له نورو ولایتونو دغه ښار ته راغلی، په ولایتونو کې هم له بې کیفیته او تاریخ تېرو درملنو شکایت کوی.اسماعیل چې د تخار له ولایته کابل ته راغلی دی، وایی: څو ځلې مو له دغه ځایه درمل وپېرل، خو تاثیر یې نه درلود، ډاکتران لایق دی، خو درمل بې کیفیته دی، تر اوسه مې درې نسخې درمل مصرف کړی، ډاکتر راته وویل، کوم درمل چې دې اخیستی، تاریخ یې تېر دی، درملتون ته مې چې بېرته یوړل، راته یې وویل چې سم دی، مور مې هم د زړه ناروغی لری، هر څومره درمل چې ورته اخلم، ګټه نه کوی.دا په داسې حال کې ده چې د کابل ښار درملتونونه هم منی چې په ځینو درملتونونو کې تاریخ تېری درمل پلورل کېږی.د بې کیفیته او تاریخ تېرو درملو خرڅلاو یوازې عام خلک نه، بلکې د عامې روغتیا د وزارت مسوولین هم اندېښمن کړی دی.د دغه وزارت ویاند وحیدالله مایار وایی، د بې کیفیته درملو د خرڅلاو د مخنیوی لپاره تدابیر نیول شوی دی.ده وویل: پرته له شکه په بازار کې بې کیفیته درمل ډېر وو، خو اوس د کیفیت د تضمین لابراتوار جوړ شوی، د دغو ستونزو د حل لپاره په ولایتونو کې هم لابراتوارونه جوړېږی حوزو کې ایښودل شوی، د وارداتی درملو د کنټرول لپاره په هرات، جلال اباد، پکتیا او بلخ ولایتونو کې جوړېږی او په راتلونکی کال کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شی.ښاغلی مایار وایی، په وروستیو څلورو کلونو کې ۹۰۰ شرکتونه چې بې کیفیته درمل یې واردول، تړل شوی او جوازونه یې لغوه شوی دی.که څه هم په هېواد کې دننه د درملو د تولیدولو یو شمېر شرکتونه فعال دی، خو د ناروغانو اړتیاوې نه شی پوره کولی، له همدې امله افغانستان د بهرنیو درملو واردولو ته اړتیا لری.

ممکن است شما دوست داشته باشید