روزنامه هیواد

د طالبانو په ساحه کې د القاعده دکلیدی غړی المصری وژل کېدل؟

د افغانستان ملی امنیت د شنبې په ورځ خبر ورکړ،چې په غزنی کې افغان ځانګړیو ځواکونو د القاعده مهم او کلیدی غړی وژلی دی، د طالبانو په ساحه کې د القاعده د دغه مهم کس وژل کېدو، سختې پوښتنې را ولاړې کړې دی، افغان حکومت پوښتی، چې طالبانو خو له ترهګرۍ او القاعده سره د اړیکو شلولو ضمانت ورکړی و، نو اوس به طالبان دې ته څه ځواب وایی؟! ولسمشر محمد اشرف غنی په دې اړه ویل،چې افغان ځواکونو د هند د نیمې وچې لپاره د القاعده ډلې د دغه مسوول کس ابومحسن المصری په وژلو سره ثابته کړه، چې د ترورېزم ګواښ او له بهرنیو ترهګرو ډلو سره د طالبانو اړیکې لا هم پر خپل ځای دی: «طالبان باید … عملاً ثابته کړی، چې د القاعدې په ګډون له ټولو تروریستی شبکو او ګروپونو سره اړیکې پرې کوی، له جنګ او تاوتریخوالی لاس اخلی او د دایمی اوربند په منلو سره په هېواد کې د تلپاتې او باعزته سولې زمینه برابروی!»

ابومحسن المصری د امریکا تر څار لاندې کسانو په لېست کې هم شامل و، ده د امریکایی اتباعو د وژلو پلانونه جوړول او دغه راز د القاعده ډلې دوهم مهم مشر و. امریکا هم دا وژنه تایید کړې ده. امریکایی رسنۍ هم د طالبانو پر ژمنې شک کړی او وایی چې د افغانستان په خاوره کې د طالبانو تر کنټرول لاندې ساحه کې د القاعده د دغه مشر اوسېدل د طالبانو له لوری د قطر د موافقې څرګنده سرغړونه ښیی .د رویټرز خبری اژانس د راپور له مخې، د امریکا تروریستی ضد ملی مرکز رییس کرېس مېلر د جګړې له ډګره د عبدالروف «حذف کېدل» القاعده د تروریستی شبکې ته لوی ګوزار بللی دی. ده ویلی چې المصری یا عبدالرووف د روانې میاشتې په لومړیو کې وژل شوی دی.

لانګ وار ژورنال امریکایی ورځپاڼې هم د طالبانو پر ژمنې نیوکه کړې او په راپور کې یې ویلی چې المصری د غزنی په کنساف کلی کې وژل شوی چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی،چې دا د طالبانو په سیمه کې د القاعده د یوه مشر اوسېدل د دوحې له هوکړې څرګنده سرغړونه ده چې پر اساس یې طالبانو ژمنه کړې وه چې له القاعده او نورو تروریستی ډلو سره به اړیکې شلوی. د دې ورځپاڼې په حواله اساس، المصری، چې اصلاً د مصر تبعه و، د الظواهری لپاره یې په تبلیغاتی او نورو چارو کې مهم رول لوباوه.

 لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې هم دا مسئله ټکان ورکوونکې بللې او د سولې په پروسه کې یې د طالبانو ریښتینولی تر پوښتنې لاندې راوستلې ده، دې ورځپاڼې لیکلی، د القاعده ددغه کس په اړه یې لیکلی : حسام عبدالرووف د هغو کسانو په نوملړ کې و چې د امریکا د فدرالی پولیسو تر تعقیب لاندې دی. لاس انجلس ټایمز لیکلی په افغانستان کې تاوتریخوالی او د المصری د وژلو ادعا د سولې مخامخ خبرې له ګواښ سره مخامخوی.

د القاعده شبکې دغه غړی ته طالبانو پټنځای ورکړی و؟! د طالبانو داکار له هغې ژمنې خلاف دی چې د دوحې په تړون کې یې امریکا ته ورکړې ده. اوس دې نو له طالبانو کلکه پوښتنه وشی، چې ولې یې تر اوسه له ترهګرۍ او القاعده سره اړیکې نه دی پرې کړې؟ المصری د القاعده شبکې دوهم مهم کس دی، له طالبانو سره د هغه ملګرتیا او یا هم هغه ته د طالبانو له خوا د فعالیتونو لپاره زمینې برابرول، د سترې اندېښنې وړخبره ده، په داسې حال کې طالبان هم په دې شرط د سولې پروسې پر مټ سیاسی لوری ته راکاږل کېږی، چې له القاعده او نورو ترهګریزو شبکو سره اړیکې پرې کړی. المصری یوازې د افغانستان لپاره خنډ نه و، بلکې هغه په سیمه او نړۍ کې ترهګریز فعالیتونه تنظیمول، د امریکا فدرالی څارنوالانو په ۲۰۱۸ کال کې د المصری د نیولو حکم ورکړ او تر څار لاندې و. په دغه لېست کې ۲۷ نور کسان هم شامل دی. اندېښنه دا ده، چې طالبان له القاعده سره نه شلېدونکې اړیکې لری، خو په ټوله کې موږ د افغان ځواکونو دا مېړانه ستایوو، چې د المصری ځای یې په نښه او هغه یې له منځه یووړ، په اصل کې القاعده، طالبان او د داعش په نامه نورې ترهګرې ډلې له پاکستانه اکمالېږی او دا چې پاکستان له افغانستان سره مخامخ جګړه کې ښکېل دی، نو د دې ډلو او همدا رنګه د هغوی په جامو کې خپلې ملېشې له افغانستان سره په دې جګړه کې کاروی. ښه بېلګه یې پر هلمند برید دی، چې په کې د دې ډلو په جامه کې د پاکستان ملېشې ووژل شوې او مړې یې ور انتقال شول. افغان دولت د ترهګرۍ ضد مبارزې ته ژمن دی او هېڅکله به اجازه ورنه کړی، چې افغانستان یو وار بیا د ترهګرو پر خوندی پټنځای بدل شی.خو نوره اړتیا هم شته، چې باید د ترهګرۍ اواورپکۍ عمده مراکز په نښه کړل شی، دا د افغان حکومت، امریکا او ناټو ګډه دنده ده، په دې توګه د ترهګرۍ او اورپکۍ پرضد مبارزه کولی شی، خو داسې ترهګری نه ځپل کېږی، چې ګنې له طالبانو او یا هم پاکستانه دې د دې ډلې پرضد تعهد واخیستل شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید