روزنامه هیواد

د طالبانو وروستیو خونړیو بریدونو د م . م امنیت شورا په غوسه کړې

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په زابل، کابل او چاریکارو کې د طالبانو وروستی ځانمرګی او موټر بم بریدونه غندلی او ټینګار یې کړی ، چې دغه هېواد کې باید تاوتریخوالی نور ودرول شی. طالبانو په وروستیو څو ورځو کې د کابل پر پېژنتون برید کې ۲۲ کسان شهیدان ۳۱ نور یې ټپیان کړل، دغه راز یې په چاریکارو کې د کمپاین پر غونډه برید ۲۶ کسان شهیدان ۴۲ یې ټپیان کړل او وړمه ورځ  یې په قلات ښار کې موټر بم برید ۲۰ کسان شهیدان او ۹۴ نور یې ټپیان کړل.په دې تړاو د امنیت شورا اعلامیه چې ښاغلی واسیلی نبنزیا ولوسته په کې راغلی ،چې له افغانانو سره په دې غم کې شریک دی.امنیت شورا یو وار بیا ټینګار کړی، چې ترورېزم په هر ډول او هر چرته د ټولې نړۍ امنیت لپاره لوی ګواښ دی، ځکه نو باید د دغو بریدونو عاملین، پلانوونکی، تمویلوونکی او ملاتړی په سختۍ سره وځپل شی او یا د عدالت منګولو ته وسپارل شی ،چې سخت قانونی چلند ورسره وشی.امنیت شورا پر ټولو هېوادونو چې له ملګرو ملتونو سره تړونونه لری غږ کړی، چې له افغانستان سره دې فعالانه مرستې وکړی او له ترهګرۍ سره په جګړه کې دې ټول یو موټی مبارزه وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید