روزنامه هیواد

د طالبانو له لوری روان تاوتریخوال

اروپایی ټولنه وایی: هغه وخت رارسېدلی، چې د افغانانو ترمنځ خبرو ته درناوی وشی او باید د دې خبرو ښې پایلې او بریا ته باید لازم وخت ورکړل شی.رولاند کوبیا پر ټوېټر لیکلی، چې دا خبرې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت ترسره کېږی او هېڅ بهرنی په کې ‌نه شته.کوبیا وړاندې لیکی: دا وضعیت به تر هغه وخت دوام وکړی، چې دواړه لوری په ګډه له بهرنیانو څخه مرسته وغواړی.د اروپایی ټولنې استازی دا څرګندونې داسې مهال کوی ،چې د افغانستان حکومت او طالبانو مرکچی پلاوی له څه باندې ۴۰ ورځو راهیسې په دوحه کې دی، خو تر اوسه ‌یې د مذاکراتو د اجندا پر طرزالعمل موافقه نه ‌ده کړې او په عین حال کې په جګړو کې هره ورځ خلک وژل کېږی.دې وضعیت خلک خورا زیات اندېښمن او بې‌ حوصلې کړې دی.په کابل کې د فرانسې سفارت وایی ،چې د روانې جګړې ډېری قربانیان ملکی وګړی دی، نو د ښکیلو لوریو په ځانګړی ډول د طالبانو له لوری روان تاوتریخوالی د منلو وړ نه دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید