روزنامه هیواد

د طالبانو له استازو سره د خلیلزاد لیدل د سولې لپاره ښه پیغام دی

د مشرانو جرګې غړی وایی: که امریکا دې نتیجې ته رسېدلې وی ،چې د افغانستان جګړه ختمه شی، د خلیلزاد سفر غوره فرصت دی او نتیجه به یې سوله وی.سوله هغه هیله ده، چې له کلونو راهیسې افغانان ورته په تمه دی او اوس د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو  وزارت د ځانګړی استازی سفرونو او لیدنو، کتنو یې د ټینګښت لپاره هیلې زیاتې کړې دی.د افغانستان د مشرانو جرګې رییس فضل الهادی مسلمیار د یکشنبې په ورځ د جرګې په عمومی غونډه کې وویل: زلمى خلیلزاد ،چې د افغانستان او سیمې له وضعیت سره بلد دى، نقش به یې د سولې د خبرو په پیلېدو کې اغېز ناک وی: (( د خلیلزاد راتګ، د سولې په پروسه کې یې داخلېدل او پر نوموړی د امریکا د حکومت باور ، د افغانستان خلک ورته خوشبین دی، باوری یو چې دغه حرکتونه به حتماً رای راوړی، افغانان یو د بل په خبرو ښه پوهېږی، ښه پیغام دی، خدای دې وکړی ،چې افغان حکومت هم له دغې موقع نه په ګټې اخیستنې سره، په هرحرکت کې، له دوی سره شریک وی او له خلیلزاد نه موهم غوښتنه دا  ده، چې د هرحرکت او پر مختګ راپور ولسمشر او د هېواد مشرانو ته ورکړی.))د سولې د خبرو د پیلېدو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد سفرونو سولې ته خلک هیله من کړی او یو شمېر سناتوران وایی: که امریکا وغواړی ممکن له طالبانو سره د سولې د خبرو پیلېدل، یوه ورځ هم ونه نیسی، خو اوس چې د طالبانو ډله په قطر کې له ښاغلی خلیلزاد سره د خپلو استازو لیده کاته تائیدوی، د مشرانو جرګې رییس په دې باور دی، چې دغه لیده کاته هرو مرو نتیجه لری.زلمى خلیلزاد شااوخوا یوه میاشت مخکې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړی استازی په توګه وګومارل شو.دغه افغانی الاصله امریکایی چارواکى هغه څېره ده چې تل یې پر پاکستان د فشارونو پر راوړلو ټینګار کړى دی.دی پر دغه دنده له ګومارل کېدو وروسته او د خپل لس ورځنی سفر له پیل سره سم کابل ته راغى او له حکومت او طالبانو یې وغوښتل چې د سولې د خبرو لپاره خپل استازی وټاکی.د مشرانو جرګې غړی ګل احمد عظیمی وایی: د هغو هېوادونو د مداخلو د مخنیوی لپاره ،چې غواړی افغانستان د جګړې په میدان بدل کړی، د خلیلزاد هڅه ښه فرصت دى او باید ګټه ترې واخیستل شی:(( هیله من یو دغه اقدامات دې ته لاره اواره کړی، چې افغان دولت او د دولت مخالفین مخامخ سره کینی، د افغانستان جګړه د امریکا روسیې ، هند، پاکستان، ایران او عربو جګړه ده او  دا یوې نړیوالې اجماع ته اړتیا لری.))

خان محمد سیند

ممکن است شما دوست داشته باشید