روزنامه هیواد

د طالبانو د حملو له امله زرګونه کورنۍ بې ځایه شوې

د طالبانو د حملو په نتیجه کې په هلمند کې تر ۴۵۰۰ ډېرې کورنۍ مجبوره شوی چې خپلې مېنې پرېږدی او په نورو سیمو کې سرګردانه شی.د هلمند چارواکی او مرستندویان وایی ،چې د طالبانو د وړمې شپې د حملو په نتیجه کې د باباجاجی (د لشکرګاه څلورمه ناحیه)، نادعلی او ناوې ولسوالۍ تر څلور نیم زره ډېرې کورنۍ مجبوره شوی چې لشکرګاه ته پناه یوسی.ویل کېږی چې یو شمېر نورې کورنۍ ممکن د هلمند نورو سیمو ته تللې وی.بې ځایه شوې کورنۍ، چې اکثره غړی یې ماشومان، ښځې او بوډاګان دی، نه سرپناه لری او نه خوراکی مواد.د لشکرګاه اوسېدونکی وایی، چې بې ځایه شوی خلک بېړنیو مرستو ته اړتیا لری او تر شنه اسمان لاندې شپه تېروی.وړمه شپه افغان امنیتی خواکونو د باباجی او نورو سیمو د بېرته نیولو لپاره هوایی او مځکنی عملیات پیل کړل. لومړنی راپورونه وایی، چې په دې بریدونو کې طالبانو ته سختې مرګ ژوبلې اوښتی دی، خو د مرګ ژوبلو کره شمېر څوک نه شی معلومولی، ځکه چې هم پر مځکه جګړه روانه ده او هم افغان هوایی ځواک او هم امریکایی الوتکې بمباری کوی. ویل کېږی چې د خلکو ډېر کورونه په جګړه کې نړېدلی. افغان ځواکونه وایی، مجبوره دی چې پر هغو کورونو ډزې وکړی چې استوګنو یې نورو سیمو ته پناه وړې او طالبان ورڅخه د سنګر په توګه کار اخلی.

ممکن است شما دوست داشته باشید