روزنامه هیواد

د طالبانو او چین عجیبه او غریبه یارانه

لیکواله: روپرټ سټون

ژباړه: سعید شینواری

چین په لومړی ځل په نوی یمه لسیزه کې طالبانو سره د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره یارانه وکړه او اوس دا دی دوې لسیزې وروسته تاریخ بیا تکرارېږی.

په دې یارانه کې لومړی لوری د یو کمونیست دولت خو له افراطی اسلام نه په وېره او اندېښنه کې راګیر هېواد دی، دویم لوری هغه افراطی ډله ده، چې په خپله غېږه کې یې القاعدې غوندې شبکه نیولې، خو بیا هم دا یارانه ورځ تر بلې د پیاوړتیا په حال کې ده .

کله چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل، چین یې اندېښمن کړ، ځکه طالبانو د چین ضد د شرقی ترکستان اسلامی جنبش سره اړیکې لرلې او په افغانستان کې یې دغې ډلې ته د ټرېننګ کمپونو او فعالیتونو اجازه ورکړې وه.

همدا وجه وه، چې په هغه وخت کې چین د دې هر کلی وکړ، چې ملګرو ملتونو پر طالبانو بندیزونه وضع کول، خو بیجنګ لږ وخت وروسته د خپلو امنیتی او اقتصادی ګټو لپاره له طالبانو سره بیا اړیکې جوړې کړې.

د ۹۰ یمې لسیزې په پای کې چین په دې باور شو، چې له افغانستانه د امنیتی او تروریستی ګواښونو د مهار لپاره غوره دا ده، چې له طالبانو سره معامله وشی او د دپلوماتیکو اړیکو د پاللو له لارې خپلې سوداګرۍ ته هم لار پیدا کړی.

همدا و چې په ۱۹۹۹ م کال چینایی چارواکو ټول کنګلونه  مات کړل او کابل ته یې خپل دپلوماتان راولېږل، چینایانو دلته له طالبانو سره اقتصادی اړیکې جوړې کړې او د کابل- ارومچی تر منځ الوتنې هم پیل شوې.

د چین دمه پر دې هم ونه شوه، بلکې پاکستان کې د چین سفیر دا هڅې پیل کړې، چې له ملا عمر سره له نږدې ووینی، نو یې د چینایی تېنک تانک له یو شمېر غړو سره کندهار ته د سفر موزې په پښو کړې.

په پاکستان کې د طالبانو د سفیر ملا سلام ضعیف پر وینا د چین سفیر یوازنی بهرنی دپلومات و، چې طالبانو سره یې ښې اړیکې ساتلې وې. ضعیف په خپل کتاب کې د طالبانو د دیرینه یار پاکستان په تړاو دومره نرمه ژبه نه ده کارولې لکه د چین په اړه یې، چې کارولې ، وجه یې هم شاید دا وی چې ضعیف د سپټمبر له پېښې وروسته پاکستان په ډېر بدحالت ونیو او امریکا ته یې وسپاره، خو خیر په پاکستان کې د چین سفیر بالاخره په ۲۰۰۰ م کال کې کندهار ته راغی، له ملا عمر سره یې ولیدل او له طالبانو یې وغوښتل، چې د اویغور مسلمانانو غورځنګ ته نوره پناه او امکانات ور نه کړی، خو په بدل کې یې طالب مشران هیله من وو، چې چین به یې حکومت په رسمیت وپېژنی او ملګرو ملتونو کې به پر دوی د بندیزونو له لګولو سره مخالفت وښیی.

خو دا معامله هغسې ونه شوه لکه څنګه چې د دواړو لوریو زړه و، ملا عمر د شرقی ترکستان پر اسلامی جنبش بندیز ولګاوه، خو له افغانستانه یې دا ډله ونه شړله، بل لوری چین هم په ملګرو ملتونو کې د طالبانو پر ضد د بندیزونو لګولو مخالفت ونه کړ، بلکې یوازې منفی رایه یې صندوق ته واچوله.

له دې وروسته چینایی شرکتونو په افغانستان کې خپل فعالیتونه پراخ کړل، تر دې چې د ۲۰۰۱ م کال د سپټمبر په یوولسمه ، چې پر امریکا بریدونه کېدل، دلته چین او طالبانو د اقتصادی اړیکو د پیاوړتیا سندونه لاسلیکول.

له دې پېښې وروسته بیجنګ د ترهګرۍ ضد جګړه کې خپله ګټه ولیده، له واشنګټن سره ودرېد او د پخوانې جمهوررییس حامدکرزی د حکومت ملاتړ یې وکړ، خو نه یې افغانستان ته سرتېری راواستول نه یې هم اقتصادی سرګرمی وښوده، ځکه دا ځل چین په افغانستان کې د امریکا اوږدمهاله شتون ته اندېښمن شو.

له همدې کبله چین له کابل سره خپلې اړیکې سړې کړې او طالبانو سره یې خپلې غیر رسمی اړیکې بېرته تازه کړې.

اینډرو سمال په خپل اثر( د چین او پاکستان محور) کې لیکی، چینایی چارواکو په ډېر پټ ډول له طالبانو د سیندک کان د کېندنو په تړاو لیدنو کې استفاده وکړه.

سیندک کان په بلوچستان کې دی او هغه وخت یې اداره د چین په لاس کې وه، چین او پاکستان یوازنی دوه هېوادونه وو ، چې د سپټمبر د یوولسمې له پېښې وروسته یې طالبانو سره خپلې اړیکې دوامداره وساتلې.

سمال په خپل کتاب کې لیکی، د دې قوی احتمال شته ، چې طالبانو دې له چین څخه وسلې ترلاسه کړې وی، دغه راز یو بل باور هم موجود و او دی، چې طالبان په قصدی ډول د چین تر لاس لاندې پروژو باندې په افغانستان کې برید نه کوی، تر دې چې له کومې ورځې راهیسې چین د کابل څو کیلو مترۍ ته لنډ د عینکو دمسو د کان قرارداد واخیست، حقانی شبکې دغې سیمې ته شا واړوله او آن د ورنږدې کېدو جرائت یې هم ونه کړ.

د چین بې طرفی او احتیاط: چین چې له افغانستان سره کوم سیاست کوی، کټ مټ همداسې پالیسی یې د منځنی ختیځ لپاره هم ده، یعنې هلته هم د سیمه ییزو اختلافاتو لامل ښکېلو لوریو سره راشه درشه کوی.

جانتن فولټن په دې اړه خپل راپور کې اشاره کړې ، چې له چین سره له دې چې له یوې خوا اسرائیلو سره اړیکې ساتی، بله خوا فلسطین،  سعودی عربستان، اماراتو او ایران سره هم همکارۍ نه پرې کوی. فولټن که څه هم دا د چین بې طرفی بللې، خو داسې نه ده.  په افغانستان کې د امریکا د جګړې په لومړۍ لسیزه کې له کابل سره د چین راکړه ورکړه ډېره کمه وه، فساد، بې ثباتۍ او ناامنۍ د اقتصادی فرصتونو مخه نیولې وه، تر دې چې کله اوباما په ۲۰۱۴ میلادی کال کې له افغانستانه د سرتېرو ایستلو اعلام وکړ، نو بیجنګ دومره وارخطا شو، چې افغانستان سره د خپلې پولې ساتنې ته حیران و.

له افغانستانه د ترهګریزو ګواښونو له ډاره چین بیا فکر وکړ، چې له خپل دغه ګاونډی افغانستان سره لا زیاتو ژورو اړیکو ته ورښکته شی، همدا وجه وه، چې چینایی دپلوماتانو له کابل سره د طالبانو د سیاسی جوړجاړی په نامه د څو غونډو نوښت وکړ او په ۲۰۱۵م کال یې د افغانستان، چین، امریکا او افغانستان لومړۍ څلور اړخیزه غونډه راوبلله.

چین په ۲۰۱۷ م کال د ولسمشرغنی په نوښت د کابل پروسې  دکنفرانس برخه هم و، تر دې چې په ۲۰۱۸ م کال کې یې د افغان سیاستوالو او طالبانو  د مسکو غونډې ته هم خپل دپلوماتان واستول.

له دې راوروسته څو کلونو کې د چینایی او طالب مشرانو څو دوه اړخیزې غونډې هم وشوې، دا غونډې پټې وې او چین هېڅکله تائید نه کړې، خو په جون میاشت کې یې علنی اعلام وکړ، چې بیجنګ د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو د پلاوی کوربه دی، هغه ملابرادر، چې د طالبانو د اوسنۍ رهبرۍ مرستیال او اته کاله تر ۲۰۱۸میلادی کاله د پاکستان زندانی و.

چین په دې سربېره له روسیې او امریکا سره هم دوه ځلې درې اړخیزې غونډې کړې ، تر دې چې په ۲۰۱۷ م کال کې یې د  پاکستان او افغانستان تر منځ هم په خپل کوربه توب د دغو دوو هېوادونو  او چین درې اړخیزه غونډه جوړه کړه.

چین ډارېږی که افغانستان بې ثباته وی، نو اویغور او له سوریې تښتېدلو جګړه مار انو ته به په کې د فعالیت ښه زمینه برابره وی، دغه راز چین له دې کبله هم اندېښمن دی،  چې پاکستان، منځنی ختیځ او نورو هغو سیمو کې چې دا هېواد اقتصادی پروژې لری، خو له افغانستانه ورته ګواښ متوجه کېدای شی، باید خطر یې لرې شی.  په دې سربېره په افغانستان کې دا مهال د چین اقتصادی رول هم په پیاوړی کېدو دی، ځکه دا هېواد اوس په افغانستان کې تر ټولو لوی پانګه اچوونکی دی، تر دې چې له نښو نښانو ښکاری چین به تر افغانستانه پورې د یو کمر بند او یوې لارې پروژه هم راورسوی، هو که څه هم په افغانستان کې د پاکستان په پرتله د چین د پانګونې ګراف ډېر ټیټ دی، خو که جګړه نه وی، افغانستان کېدای شی، چې د چین د پانګونې لپاره په لویه سرچینه بدل شی.

پېچلې معامله : چین په افغانستان کې د سولې دمنځګړتوب لپاره په ډېر ښه موقعیت کې پروت دی، دا هېواد د افغان جګړې له ښکیلو غاړو سره ډېر ښه روابط لری، چین پر طالبانو تر پاکستانه زیات نفوذ شاید ولری، ځکه پاکستان د سپټمبر د یوولسمې له پېښې وروسته طالبان ډېر وځورول.

بله خوا طالبان هم انزوا ته د تلو د مخنیوی هلې ځلې کوی، دغې ډلې ۹۰یمه لسیزه ښه تجربه کړې ده، هغه وخت یوازې درېو هېوادونو پاکستان، متحدو عربی اماراتو او سعودی عربستان دوی په رسمیت پېژندلی وو، طالبان په دې هم پوهېږی چې بهرنۍ پانګونې ته اړ دی، د مثال په ډول یې وایم. طالبانو له ازبکستان سره هم د زېربناوو په تړاو خبرې کړې او د ټاپی پروژې څخه یې تر همدې لیدنې وروسته ملاتړ اعلام کړ.

دا مهال طالبان د افغانستان له طبیعی منابعو زیاته ګټه وړی، پیټر فرانکو پان په خپل تازه کتاب (د ورېښمو نوې لار) کې لیکی طالبان په دې باور دی، چې د افغانستان کانونه د دوی جیبونه لا زیات ډکولی شی.  د نیویارک ټایمز د راپور په حواله، طالب استازی بیجنګ ته په خپل وروستی سفر کې د ټکنالوژۍ له پرمختګ څخه خورا متاثره وو، تر دې چې یو طالب خپل چینایی کوربه ته وویل، طالبانو لا په دې اړه تصور هم نه و کړی.خو له دې هر څه سره سره احتیاط لازم دی، طالبانو سره د چین یارانه شاید د ۹۰مې لسیزې په څېر ماته وخوری، طالبانو د اوس په څېر هغه مهال هم کټ مټ ژمنه کړې وه ، چې ترهګرو ډلو ته به له افغانستانه د نورو هېوادونو د ګواښلو اجاز ور نه کړی، په داسې حال کې چې طالبانو هغه مهال هم نړۍ سره د سوداګرۍ او انزوا نه د وتلو غوښتنه لرله ، تر دې چې د سپټمبر یوولسمې یې هر څه تس نس کړل.اوس هم که امریکا افغانستان له یوې واقعی هوکړې پرته پرېږدی، نو د یو تېر تور تاریخ د تکرار وېره شته.

ممکن است شما دوست داشته باشید