د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د افغانستان د کورنی کرېکټ لىګ شپږىزې شپږم پړاو د شپږو لوبډلو ترمنځ پرون د روانې (تلې په ۱۵مه ) په کابل کې پىل شو.
دغه سىالۍ چې د کرېکټ بورډ اړوند لوبغالی کې کېږی، پرونۍ لوبه د راشد خان په لوبډلمشرۍ د بند امىر ښامارانو او د اصغر افغان په لوبډلمشرۍ د کابل بازانو ترمنځ وشوه.
د لوبې پچه کابل بازانو وګټله او لومړى د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه. ټاکل شوې دغه لىګ تر دو اونىو پورې به روان وی.
د افغانستان کرېکټ بورډ واىی، د دغه لىګ لپاره ىې تخنىکی چمتوالى بشپړ کړى او د کابل کرېکټ لوبغالی کې ىې نندارچىانو ته ښې اسانتىاوې برابرې کړې دی.
د کورنی کرىکټ لىګ ىا شپږىزې شپږم پړاو سىالۍ په ىو کال ځنډ کېږی.
دا سىالۍ له ۲۰۱۳ کال را په دې خوا هر کال کېدې، خو تېر کال د تخنىکی ستونزو له کبله ونه شوې.
د افغانستان کرىکټ بورد واىی، د شپږىزې په دې پړاو کې شپږ کورنۍ لوبډلې لوبېږی او هره ىوه پنځه – پنځه لوبې کوی.
د دغه لىګ ىو روزونکى او د کرېکټ ملی لوبډلې مخکىنى لوبغاړى رییس احمدزى وایی، ټولې لوبډلې پیاوړې دی او سىالی به یې په زړه پورې وی.
په دغه کورنی لىګ کې د ملی لوبډلې شاوخوا لس لوبغاړی هم لوبېږی چې دغو لوبغاړو ته تر ډېره د کپټانۍ ىا لوبډلمشرۍ دندې پرغاړه لری.
په ۲۰۱۷ کال کې د ملی ټیم لوبغاړیو تر څنګ په دغو لوبو کې د بېلا بېلو هېوادونو لوبغاړیو هم برخه واخیسته. سږ کال نږدې ټول لوبغاړی افغانان دی. رییس احمدزى وایی چې دا به په دغو سىالىو کوم ځانګړى اغېز ونه کړی.
آمو نهنګان، بندامىر ښاماران، بُست ساتوونکی، کابل بازان، میس عېنک اتلان او سپین غر زمرىان هغه لوبډلې دی چې د شپږیزې کرېکټ لىګ د اتلولۍ لپاره به سىالی سره کوی.
د کورنی کرېکټ غوړېدا او د نوىو استعدادونو موندل د دغو لوبو له اصلی موخو ښوودل کېږی. کرىکټ بورډ واىی سږنۍ سىالۍ د ملی ټلوېزىون له لارې په ژوندۍ بڼه خپرېږی او د کابل لوبغالی کې سلګونه نندارچىانو ته هم د ځاى آسانتىاوې برابرې شوې دی.