روزنامه هیواد

د شورابک بند رغنیز کارونه پای ته ورسېدل

د افغانستان په شمال کې د کوکچه پر سېند د ((شورابک)) بند د جوړېدو کارونه بشپړ شول او ډېر ژر به پرانیستل شی.د بدخشان ځایی چارواکی وایی: دا بند د ولایت مرکز فیض آباد ته په اووه کیلو مترۍ کې جوړ شوی، چې د ۲۵ زره کورنیو لپاره ۸ مېګاواټه برېښنا تولیدولای شی.چارواکی زیاتوی، چې شورابک بند د کوکچه پر سېند جوړ شوی او له درېیو ټوربینونو سره برېښنا تولیدوی.نوموړی همدا راز وایی: د دغه بند د جوړېدو کارونه بشپړ شوی او ډېر ژر به د ولسمشر محمداشرف غنی له خوا په رسمی توګه پرانیستل شی.شورابک که څه هم د اوبو د ذخیره کولو وړتیا نه لری او کوچنی بند دی، خو له کمالخان بند وروسته په افغانستان کې دویم بند دی، چې پر ۱۴۰۰ لمریز کې پرانیستل کېږی.بلخوا د بدخشان اوسېدونکی وایی: شورابک بند یوازې د دې ولایت د مرکز اړتیا پوره کوی، دولت باید د شورابک په څېر نور بندونه هم جوړ کړی.د یادونې وړ ده ،چې څو ورځې وړاندې په نیمروز کې کمالخان بند د ولسمشر غنی له لوری پرانیستل شو.کمالخان بند د ۵۲ میلیون مکعب متر اوبو د زېرمه کولو، د یولک او ۷۴ زره هکتاره مځکې د خړوبولو او د ۹ مېګا واټه برېښنا د تولید ظرفیت لری.

ممکن است شما دوست داشته باشید