روزنامه هیواد

د شهید جنرال عبدالرازق په وژلو کې د آی ایس آی لاس و

سږ کال د تلې میاشت په افغانستان کې د مهمو پریکړو میاشت وه، په همدې میاشت کې افغانی الاصله امریکایی زلمی خلیلزاد د افغانستان د سولې په اړه د سیمې هېوادونو ته د سفر ترڅنګ په قطر کې له طالب چارواکو سره مخامخ خبرې وکړې.

د تلې په اته ویشتمه د جنرال عبدالرازق له شهادته مخکې د ولسی جرګې د ټاکنو بهیر پلان شو، دغه ټاکنې د افغانستان د دموکراسۍ په تاریخ کې بېسارې بلل کېدې او افغان حکومت چې تل ورته د افغانستان د دښمنانو له خوا د نا مشروعیت ګوته نیول کېده د افغان حکومت لپاره د مشروعیت او په ټاکنو کې د خلکو د رضایت امتحان یې بللى شو.

د پاکستان د نوی حکومت په راتګ سره پاکستان کوښښ وکړ، چې له امریکا سره خپلې اړیکې ورغوی ،خو امریکا پاکستان وپوهاوه، چې د افغانستان د سولې موضوع د دواړو هېوادونو د اړیکو دښه والی علت دی.

له وسله طالبانو سره د خلیلزاد مخامخ خبرې او د سولې اړوندې ابتدایی خبرې، د افغانستان د ولسی جرګې ټاکنې او د پاکستان منزوی حالت د دې سبب شو، چې د خپلو استخباراتو مشر بدل کړی، پاکستان جنرال عاصم منیر چې د پاکستان د پوځ د نظامی استخباراتو مشر و، د پاکستان د جاسوسی ادارې د مشر په توګه وګوماره.

د پاکستان نوی حکومت په لومړی سر کې کوښښ وکړ ،چې امریکا وپوهوی چې دوی په افغانستان کې د روانو ناخوالو مسوول نه دی او د دې جګړې د پای ته رسېدو کیلی د دوی په لاس کې نه ده، خو امریکا ته دغه شان ځواب له حقیقته لرې او دیپلوماتیکه غولېدنه ثابته شوې وه. له همدې امله یې پر پاکستان فشارونه لا ډېر کړل.

کله چې د پاکستان د نوی حکومت دیپلوماتیکې هڅې شنډې شوی،
آی ایس آی ته یې مخه کړه، آی ایس آی هغه د جاسوسۍ اداره ده، چې د پاکستان بهرنۍ اړیکې د دوی د دوکتورینو له خوا کاږل کېږی. له همدې امله پاکستان د نوموړې جاسوسې ادارې مشر بدل کړ،چې په افغانستان کې د افغان حکومت پرمختګونه ټکنی او امریکا اړه کړی چې په افغانستان کې د پاکستان هر ډول غوښتنې ومنی.

د آی ایس آی نوى مشر جنرال عاصم منیر دې پایلې ته ورسېد، چې امریکا، که په یوازې توګه له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې بریالۍ کړی، پاکستان به د هند پر وړاندې خپل ستراتېژیک عمق د افغانستان په خاوره کې وبایلی او هلته به د یوه مقتدر حکومت رامنځ ته کولو ته زمینه برابره شی، که داسې وشول، نو بیا په ډېره لرې راتلونکې کې د قوی افغان حکومت په راتګ سره د پاکستان او افغانستان نا حل شوې مسئلې راسربېره او پاکستان به نږدې له دوو خواوو له هند او دوست هېواد افغانستان سره په محاصره کې واقع شی. د پاکستان تشویش هلته بیخی ډېر شو، چې افغان ولسمشر وویل سولې ته ډېر کم مزل پاتې دی.

د افغانستان د ولسی جرګې ټاکنې هم له سیاسی او نظامی اړخه ډېرې مهمې وې. له یوې خوا د حکومت دعدم مشروعیت بحث د دښمنانو له خوا ډېر مطرح و او له بلې خوا له ۱۸ کلونو وروسته د دې ټاکنو امنیت په یوازې ځان افغان ځواکونو نیولى و. د افغانستان بریالۍ ټاکنې او د دې ټاکنو په بریالۍ توګه امنیت نیول هغه څه وو، چې د افغان حکومت ولسی ریښې یې لا ټینګی کړې او له بلې خوا د نړیوالو او افغان حکومت ترمنځ یې هغه باور، چې په نه ختمېدونکی جنګ کې ښکېل دى، ستړیا له منځه وړله.

د دې دواړو مهمو پروسو، چې د افغانستان ښه راتلونکې په کې نغښتې وه، د یوې داسې څېرې په شهیدانولو کې یې مختل کول نغښتی وو ، چې دروند تاثیر او ولسی محبوبیت ولری،ترڅو وتوانېږی:

  1. د ټاکنو ملی بهیر ناکام کړی.په لاندې مواردو برلاسی شی د سولې روانې هڅې سبوتاژ کړی.
  2. امریکا قانع کړی ،چې له وسله والوطالبانو سره هغه سوله چې پاکستان په کې شامل او د پاکستان ګټې په کې خوندی نه وی سرته نه شی رسېدلای.
  3. داسې پېچلى برید ترسره کړی ،چې یوازې افغانان په کې په نښه کړی او امریکایان ونه وژل شی، چې امریکا ته وښیی ،موږ کولای شو افغان عامه افکار په خپل لاس کې واخلو او افغانانو ته دغه یقین ورکړو چې امریکایان ستاسې دښمنان دی.
  4. د خلکو، حکومت او د امریکا د حضور په تقابل کې واقع کولو سره په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې حضور ته خطر پېښ کړی.
  5. د طالبانو، افغان حکومت او امریکا ترمنځ د سولې اړوندو مذاکراتو کې بی باوری لا
    پراخه کړی.

په جنرال رازق د خلکو باور او د هغه څو بعدی شخصیت د دې سبب شو، چې د آی ایس آی د وژنې پلان په کې شامل شی. د جنرال عبدالرازق د ترور پلان د طالبانو په جامه کې د آی ایس آی د استخباراتو رسمی کارمندانو ترسره کړی ،چې پورتنی اهداف ترلاسه شی، دا خبره هلته په ډاګه شوه چې د جنرال رازق د شهادت مرګ سملاسی طالبانو قبول کړ، خو له هغه وروسته له مستعارو اکاونټونو او رسنیو څخه په سیستماتیک ډول د عامه افکارو د مخشوشولو په خاطر د جنرال رازق ترور پر امریکایانو ور وتپل شو، دا هغه څه و ،چې په ډاګه ترى ثابتیدلاى شی د طالبانو له نوم څخه د جنرال رازق د شهادت په توګه استفاده وشوه.

،خو پاکستان دا نه وه سنجولې چې د افغان اتل جنرال عبدالرازق وینه په ټاکنو کې د افغانانو د ډېر شمېر ګډون او حتی د هغه شهادت د دې سبب کېږی چې د قوم او سمت پولې لا پسې ړنګې شی، خو د پاکستان استخبارات به له هرې ممکنې لارې کار واخلی،چې په افغانستان کې سوله نه ، بلکې د سولې معامله وکړی. آی ایس آی به کوښښ وکړی، نړیواله ټولنه او امریکا له افغان جګړې ستړی کړی، د افغانستان دننه اختلافونو ته لمن ووهی او په سیمه ییزه کچه هم د افغانستان اړوند د بهرنی سیاست لپاره له روسیې، ایران او چین سره ګوتې پټې کړی.

حکمت الله رښتین

ممکن است شما دوست داشته باشید