روزنامه هیواد

د شهیدانو د وارثانو د ثبتولو لپاره د واحد الکترونیکی سیستم رامنځته کولو هڅې

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت او د ملی دفاع، کورنیو چارو او مالیې وزارتونو؛ د شهیدانو د وارثانو د ثبتولو لپاره د واحد الکترونیکی سیستم د پلی کېدو د طرزالعمل تفاهم لیک، لاسلیک کړ.د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت او د ملی دفاع، کورنیو چارو او مالیې وزارتونو؛ د شهیدانو د وارثانو د ثبتولو لپاره د واحد الکترونیکی سیستم د پلی کېدو د طرزالعمل تفاهم لیک، لاسلیک کړ.د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر، لعل الدین آریوبی، د یکشنبې په ورځ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د خبری کنفرانس پر مهال ،چې د دغه تفاهم لیک د لاسلیک لپاره جوړ شوی و، وویل: د شهیدانو او معلولیت لرونکو وګړو د چارو د ښه تنظیم په موخه د جمهور رییس د ځانګړې لارښوونې او د احصایې او معلوماتو د ملی ادارې په مرسته؛ د واحد الکترونیکی سیستم د پلی کېدو طرزالعمل چمتو شوی دی.آریوبی وویل، چې د طرزالعمل له مخې نظامی ادارې به د خپلو شهیدانو او معلولینو شمېر په سیستم کې داخلوی او د سیستم له لارې په مستقیم ډول د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت ته راځی او دغه وزارت به یې د معاشونو د اجرا پروسه طی کوی او بیا به یې د مالیې وزارت ته لېږی.ده دې ته په ټینګار سره چې له دې وړاندې د ملی دفاع، کورنیو چارو، مالیې او د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارتونو د شهیدانو او معلولیت لرونکو وګړو د اړوندو چارو د تنظیم لپاره جلا جلا سیستمونه لرل، زیاته کړه: د شهیدانو د وارثانو د ثبتولو لپاره د واحد الکترونیکی سیستم د پلی کېدو له طرزالعمل سره سم د هرې ادارې مکلفیت مشخص شوى.د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر وویل د شهیدانو او معلولیت لرونکو وګړو د ستونزو د حل په موخه، د ملی امنیت شورا په دفتر کې د نظامی ادارو، د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت، د احصایی او معلوماتو د ملی ادارې او د مالیې وزارت د استازو ګډه کاری کمېټه رامنځته شوې.په ورته وخت کې د ملی دفاع وزارت د تعلیماتو او پرسونل مرستیالې د شهیدانو د وارثانو د ثبتولو لپاره د واحد الکترونیکی سیستم د پلی کېدو طرزالعمل، د معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو کورنیو ته د رسېدو په برخه کې بنسټیز ګام وباله.منیرې یوسف زاده وویل: دغه وزارت د هغې ژمنې له مخې چې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت او د شهیدانو له کورنیو سره یې لری، هغوی ته د کاری زمینې د برابرولو پروسه هم تر لاس لاندې لری. د کورنیو چارو وزارت د پلان او پالېسۍ مرستیالې، د طرزالعمل د تفاهم لیک لاسلیک او پلی کېدل، د شهیدانو د وارثانو او معلولیت لرونکو وګړ د ستونزو هوارول او د دغو پروسو ساده کېدل وبلل. حسنا جلیل وویل: د دغه طرزالعمل پر بنسټ به، ټولو امنیتی او دفاعی ځواکونو ته یوشان رسېدنه وشی.د مالیې وزارت دخزاینو لوی رییس، د شهیدانو د وارثانو د ثبتولو لپاره، د واحد الکترونیکی سیستم د پلی کېدو له طرزالعمل څخه ګټه اخیستنه مهمه وبلله او ویې ویل، چې په یاد سیستم کې به خیالی شمېرو ته ځای شتون ونه لری. اختیار ولی وویل : د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت له خوا چې د واحد الکترونیکی سیستم د پلی کېدو د طرزالعمل پرمټ د شهیدانو او معلولیت لرونکو وګړو کوم لېست چمتو کېږی، هغه به دقیق، وروستى او بایومټریک شوى
وی.د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د شمېرو پر بنسټ، اوسمهال له دغه وزارت سره ۳۱۰ زره ملکی اونظامی شهیدان او معلولین ثبت دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید