روزنامه هیواد

د شعر په هکله د جاحظ څو نظرونه

د جاحظ په زمانه کې ځینې کره‌کتونکو او ادب ‌پوهانو فکر کاوه چې شعر یوازې موزن کلام ته وایی، خو د جاحظ په نظر شعر تنها موزون کلام نه دی. هغه څوک هم شاعر نه دی چې یوازې د خلیل ابن احمد الفراهیدی ایجاد کړی عروضی بحرونه یې زده کړی وی. فراهیدی د جاحظ تر زوکړې لږ مخکې مړ شوی او د عروضی علم بنسټګر دی، خو جاحظ پر هغو وزنونو انتقاد کوی چې فراهیدی اعتماد پرې کړی دی. حاجظ به په جار ویل چې د خلیل فراهیدی له دایرو او وزنونو ناراضه دی او زړه یې اوبه نه ورباندې څښی. (الجاحظ ۱۹۶۸م، ج۷ :۶۵). ده به ویل چې که څوک د فراهیدی په اوزانو کې ننوځی، د قران کریم پر دغه ایت د شعر اطلاق ځنې کېږی: «تبت یدا أبی لهب» ځکه دغه ایت هم د مستفعلن مفاعلن په وزن دی. همدا ډول پر حدیثو هم طعنه واردېږی، دغه حدیث ولولئ: “هل أنت إلا أصبح دمیت؟ و فی سبیل الله ما لقیت.” که حدیثو ته وګورئ او که د خلکو خبرو ته غوږ شئ، خورا ډېر څه به واورئ چې د مستفعلن مستفعلن او مستفعلن مفاعلن وزنونه به لری، خو یو به هم شعر نه وی.

که یو کراچۍ والا نارې کړی چې: «من یشتری باذنجان؟» « ژ: بانجان څوک اخلی؟» دا ناره هم د مستفعلن مفعولات په وزن برابره ده، خو څنګه یې شعر وبولو؟ نه د کراچی وان نیت دی چې شعر ووایی او نه له دغه وزن سره متناسبې نورې خبرې کمې دی، خو شعرونه نه دی. څوک چې د شعر ثمره پېژنی، له وزنونو یې خبر وی او د ویلو قصد یې لری، د هغه خبرې شعر کېدای شی…»تر هغو چې څوک د شعر د جوړښت او نظم تابیا و نه لری، یوازې وزنونه کلام نه شی شعر کولای. شعوری وزن شعر ته اعتبار ورکولای شی، همالته که بیا له شاعره بې پامه هم ځینې جملې په کې بې وزنه شی، شعر، شعر نه پاتې کېږی.جاحظ د شعر په هکله د دغه ډول ټینګار په لړ کې یوه کیسه کوی، وایی: «ما واورېدل، د یوه کس په نس درد شو، ملګرو ته یې چیغه کړه چې “اذهبوا بی إلی الطبیب وقولوا قد اکتوی.” (ژباړه: یعنې هلئ ډاکټر ته مې ورسوئ او ورته ووایاست چې اور یې واخیست.) دا وینا هم د خلیل ابن احمد الفراهیدی له دغه عروضی وزن سره برابره ده؛ فاعلاتن مفاعلن فاعلاتن مفاعلن، فاعلاتن مفاعلن فاعلاتن مفاعلن. د دغه نفر دا وخت زړه نه و چې شعر ووایی؛ نو موږ یې هم خالی د وزن په خاطر خبرو ته شعر نه وایو. «شعر  د تصویر له جنسه دی او یو کوټلی او اوبلی جوړښت دی.»د جاحظ په نظر د شعر ماهیت همدغه دی. شعر د زور، کوښښ، ارادې، تلقین یا ریاضت ثمره نه ده، بلکې له شاعرانه طبعې او فطری قریحې سرچینه اخلی او څوک چې له دغو دوو محروم وی، هېڅکله شعر نه شی پنځولای. د شعر ظاهری جوړښت ځکه له اوبلې جامې سره تشبیه شوی چې د کلام رغښت، وزنونه او تعبیرونه یې د تارونو غوندې یو تر بله جار شوی وی او دغه رخت یې تشکیل کړی وی. شعر د بیتونو او  لاس په لاس لفظونو یو هنری جوړښت دی.شعر ځکه یو تصویری جنس دی چې په انځوریز تخیل تکیه وی او دغه تخیل لطیف او نوی تصویرونه را ولاړوی. کله چې یو ژبنی جوړښت له تصویر، تشبیه او استعارې خالی وی، د شعر پر ځای نظم ته نږدې وی.شعر د حاجظ په نظر پر څلورو اساساتو ولاړ دی: شعری طبعه، لفظی جوړښت، وزن او تصویر. که دا ارکان ټول سره را ټول کړو، د شعر په باره کې د جاحظ دغه نظر ترې جوړېږی: (( یو بوډا د معنی ازموینې ته لاړ، معناوې په لار کې پرتې وې او عرب و عجم او جایوال و کوچی پېژندلې. دغه معناوې په وزن ولاړېدلې، د الفاظو په مرسته په حرکت راتلې او په سلامته شاعرانه طبع یې یو سبکی تګلوری پیدا کاوه، ځکه خو  شعر د تصویر له جنسه دی او یو کوټلی او اوبلی جوړښت دی.))جاحظ د شعری الفاظو سبک او له یو بل سره عاطفی تړاو او تنظیم ته داسې اشاره کوی : (( ښه شعر چې ما لیدلی، هغه دی چې اجزاوې یې ټینګې سره پېیلې وی او  اسانه ادا کېدای شی، لوښی او سبک یې دواړه یو وی او په ژبه داسې وښویېدای شی لکه اوبه چې پر شېوه بهېږی. ))یادښت: أبو عثمان عمرو بن بحر الکنانی البصری (۱۶۰ـ۲۵۵ق/۷۷۶-۸۶۸/۸۶۹م)  په جاحظ ځکه مشهور و چې لویې لویې سترګې یې لرلې. دغه معتزلی ادیب د عربی ادبیاتو په نثر او کره‌کتنه کې خورا نوموتې څېره ده. کتاب الحیوان او البیان والتبیین یې خورا مشهور کتابونه دی. د جاحظ په هکله ویل کېږی چې خپل کتابونه پرې را ونړېدل او ترې لاندې مړ شو.

ژباړه: نقیب احمد عزیزی

ممکن است شما دوست داشته باشید