روزنامه هیواد

د شبرغان بخدی پارک د معتادینو پر استوګنځی بدل شوی

د شبرغان ښار بخدی پارک ،چې اویا کاله مخکې جوړ شوی، د جوزجان یوازینى پارک دی، چې د دې ولایت اوسېدونکی به د تفریح لپاره ورتلل، خو اوس د دې پارک په هره خوا کې معتادین ناست وی، چې څوک یې نېشې کوی او ځینې نور یې بیا نېشه‌یی مواد خرڅوی.نورالله له هغو معتادینو څخه دی، چې دوه کاله یې په بخدی پارک کې هیروئین څکول، خو اوس د دې ولایت د معتادینو په پنځوس بستریز روغتون کې بستری دی.دی وایی : (( زه د جوزجان په چمن یا بخدی پارک کې وم، یوه دوست مې راته وویل، چې که د ځان درملنه کوئ، نو د معتادینو د درملنې روغتون ته به دې معرفی کړم. ما هم ورسره ومنله او دې روغتون ته ولاړم، اوس خوښ یم چې په‌دې روغتون کې مې درملنه کېږی.)) د جوزجان ولایت یو شمېر اوسېدونکی وایی: چې بخدی پارک د نېشه‌یی موادو د خرڅلاو په مرکز بدل شوی.انجنېرالله داد وایی ، چې ښایی د نېشې کولو بوی موږ او یا زموږ ماشومان په نېشو اخته کړی: (( سهار چې کله کار ته راځم، نو ګورم چې ټول معتادین په بخدی پارک کې سره را غونډ شوی او هیروئین څکوی. ځینې یې بیا د پارک پر څوکیو ناست وی او چرس څکوی، د چرسو بوی خو آن دا چې تر سړک پورې رسېږی، په‌داسې حال کې چې دا پارک د ولایت په شل مترۍ کې پروت دی. باید دا حالت کنټرول شی، خو که کنټرول نه‌شی، نه پوهېږم چې زموږ او زموږ د ماشومانو راتلونکی به څنګه شی؟)) د جوزجان والی لطف‌الله عزیزی هم تائید وی، چې د دې ولایت بخدی پارک د معتادینو پر استوګنځی اوښتی دی.دی زیاتوی : (( د نېشه‌یی موادو له ټولو ډولونو سره مبارزه دوام لری، امنیتی او کشفی ادارو ته لارښوونه شوې ، پر هغو ځایونو عملیات وکړی ، چې هلته نېشه‌یی مواد تولید او خرڅېږی. پولیس د نېشه‌یی موادو په کاروبار کې لاس نه‌لری، بلکې له نېشه‌یی موادو سره جدی مبارزه کوی او د دې کار لپاره کلکه اراده لری.)) د جوزجان ولایت د معتادینو د ۵۰ بستریز روغتون مسوول ډاکټر عبدالغفار خوشیوال وایی ، چې د تېرکال په پرتله سږکال په ‌دې ولایت کې معتادین په سلو کې شل ډېر شوی.دی وایی : (( د معتادینو په ۵۰ بستریز روغتون کې هغه کسان بستری کېږی چې عمرونه یې له ۱۶ کلونو ډېر وی. دا روغتون دوې څانګې لری ، چې یوه څانګه یې معتادو میندو او ماشومانو ته ځانګړې شوې او په بله څانګه کې یې د زړو خلکو درملنه کېږی.))د جوزجان د معتادینو د ۵۰ بستریز روغتون چارواکی په‌ دې ولایت کې د معتادینو د ستونزو پر وړاندې مبارزه د ټولو دخیلو ادارو کار بولی او په‌دې برخه کې د ګډ عملی کار او تبلېغاتی مبارزې غوښتنه کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید